چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۲ مه) د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او برېښنا اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا په ځینو برخو کې به د باران انداز له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

همداراز د سالنګونو په ګډون به د هېواد په لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، خاورې او دوړې وي.

ویل شوي چې په ځینو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

دا ورښتونه په داسي حال کې دي چې د تېر ژمي لومړۍ میاشت ډېره وچه تیره شوه او په شمالي ولایتونو کې للمي غنم وچ شول.

د دلوې او حوت له میاشتو څخه د پیل شویو ورښتونو له کبله، چې لا هم دوام لري، د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې سیلونه وبهېدل چې له کبله یې د سر و مال ډېر تاوانونه پېښ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب