چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهداعش ډلې د دایکنډي د ۱۵ ملکیانو دوژلو مسوولیت ومانه

داعش ډلې د دایکنډي د ۱۵ ملکیانو دوژلو مسوولیت ومانه

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۲ مه) داعش ډلې، چې د اسلامي دولت د خراسان ولایت څانګه بولي، د غور – دیکنډي ترمنځ د پرونۍ حملې مسوولیت ومانه.

دا ډله وايي چې په دې برید کې یې ۱۵ تنه وژلي او ۶ ټپیان کړي دي.

دې سختدریځې ډلې د حملې هدف شیعه وګړي بللي او منلې یې ده چې پر ملکي خلکو یې ډزې کړي دي.

پرون بیلابیلو راپورونو د ۱۴ تنو وژل کېدا او د ۴ ټپي کېدا تایید کړې وه.

دا کسان له دایکنډي څخه غور ته د هغو کسانو هرکلي ته تللي وو چې د کربلا له زیارته خپلو کورونو ته بیرته راستانه شوي وو.

2 COMMENTS

  1. داعش او هم طالبانو پخوا خدایي تندر هم د ځان پورې تاړه او دعوه یې کوله چې دوی کړي دي. پخوا یوه امریکايي ډرون الوتکه چیرته پریوتې وه کوم طالب قوماندان یو ژورنالیست ته زنګ وهلی و چې دا ډرون دوی غورځولې او دوه پیلوټان یې وژلي هغه ورته ویلي ؤ چې ته خپله وایې بې پیلوټه نو بیا پیلوټ له کومه شو. دا کار یا ایران او یا مذهبي شیعه ډلې کړی د سیاسي موخو لپاره داعش هسې دعوا کړې.

  2. د افغانستان اسلامی امارت
    تاسې ته په کار چې ددې پېښې عاملین زر تر زره ونیسي

    او په عام محضر کې يې اعدام کړي
    د افغانستان خلک او نورو ډلو ټپلو ته باید د افغانستان حکومت ثابته کړي

    چې په افغانستان واک لري
    او دښمن ځپلی شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب