چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان کرکټ بورډ د جنوبي افریقا په وړاندې لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د جنوبي افریقا په وړاندې لوبډله اعلان کړه

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۲ مه) د افغانستان کرکټ بورډ (ACB) د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان نامتو الراونډر راشید خان به د جنوبي افریقا په وړاندې د دې میاشتې په دریو یو ورځینۍ لوبلړۍ کې ولوبېږي خو پداسې تکړه توپ ویشتونکی یا بټسمن ابراهیم ځدران د پښو د ټپ له امله ونه لوبېږي.

راشد خان د دې اوونۍ په پای کې د نیوزیلینډ پر وړاندې د ټیسټلوبې لپاره په ټیم کې د دې لپاره نه و اخیستل شوی چې لا یې هم ملا بشپړه روغه نه ده، خو دا په داسي حال کې ده چې د هند په ګرېټرنویدا لوبغالي کې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ ټاکل شوې ټیستلوبه د باران د دوام له کبله نن په څلورمه ورځ هم لغوه شوې ده.

له بلې خوا توپ اچوونکی یا باولر نوید ځدران، چې د نیوزیلینډ په وړاندې ټیستلوبې ته د ټپ په خاطر نه و اخیستل شوی، د جوبي ارفریقا په وړاندې په سیالۍ کې برخه اخلي.

افغانستان به د سپتمبر په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه د متحده عربی اماراتو په شارجه لوبغالي کې د جنوبپ افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو کوربه وي.

د افغانستان لوبډله:

حشمت الله شهیدي (کیپتان)، رحمت شاه، رحمان الله ګوربز، اکرام علیخیل، عبدالمالک، ریاض حسن، درویش رسولي، عصمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیالی خروټی، الله محمد غضنفر، فضل حق فاروقي، بلال سمیع، نوید ځدران او فریداحمد ملک.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب