د (لوى شاعر) په ليکنه کې پر لوى شاعر خبرې شوې وې. اوس پر لوى ليکوال خبرې پکار دي.
ښه ليکوال هغه دى، چې شتو حقايقو ته له نوې زاويې وګوري او زړو خبرو کې نوي اړخونه پيدا کړي. يعنې داسې اړخونه پکې ومومي، چې پخوا ورته د چاپام نه و يا يې دومره اهميت نه ورکاوه. مثلا: د شلمې پېړۍ په لومړيو کې چې لنډه کيسه پښتو ته راغله، د کرکټرونو نومونه وو، خو د نومونو د انتخاب اهميت ته د چا پام نه و يا يې ضمني خبره ګڼله؛ خو اوس راته ثابته شوې، چې نومونه راسره د کرکټر د شخصيت او چاپېريال په پېژندګلوي کې مرسته کوي.
د زاويې له بدلون سر په يوه مفهوم کې ضمني بدلون راځي.دا دواړه جملې په ټوله کې يوه کلي مانا لري، خو مانيز توپير پکې زاويې راوستى دى:
ګل ښه سړى دى.
ګل بد سړى نه دى.
دغسې حقايق هم دي، چې که زاويه ورته بدله شي، نوي منفي او مثبت اړخونه يې جوتېږي. مثلا: جنسي کيسې درته ښايي د مذهب له پلوه ناروا ښکاره شي، چې د فحاشۍ ناروغي خپروي، خو که د يوې ټولنيزې اړتيا او د ادب د پرمختګ له زاويې ورته وګورئ، دومره به درته بدې ونه ايسي، ځکه چې خلک جنسي ستونزې لري او د جنسي بېلاريو له امله خلک د تباهۍ ګړنګ ته غورځېدلي؛ نو پټول يې د عاقلو خلک کار نه دى، پکار ده، چې دا ستونزې رابرسېره شي او خلک ترې پند واخلي.(دا هم يوه موضوع ده، چې سړى مذهب او هنر څرنګه سره پخلا کړي او د ا پوښتنه هرومرو ليکوالو ته مخې مخې ته کېږي، چې هنر او مذهب پخلا کېداى هم شي؟) وګورئ، چې زاويه مو بدله کړه او استدلال مو وکړ، نو فکر مو څه نا څه قانع شو. له دې نه ښکاري، چې د حقايقو ارزښت او مانا د زاويې له بدلانه سره بدلېږي.
نو ښه ليکوال هغه دى، چې معلوماتو ته له يوې شړېدلې زاويې ونه ګوري او بېلابېلې زاويې وکاروي، بلکې شخصي زاويه وکاروي، ځکه ليکوال د ټولنې ممتاز او عالم سړى دى او شخصي زاويه يې ارزښتمنه او اړينه ده، د لېوني خوب نه دى. د ليکوال شخصي زاويه ټولنه، علوم او هنر د پرمختګ لور ته سيخوي، خو دوده ټوليزه زاويه يې په ولاړ ډنډ اړوي.
ښه ليکوال پر موضوعاتو ازاد فکر کوي. ليکوال ته ښايي، چې پر موضوعاتو فکر کوي، نو دودې زاويې ته د نفرت په سترګه وګوري او د هر ډول دودې سياسي، قومي، علمي او…زاويې له زولانه نه يې فکر ازاد وي، چې پر څه شي فکر کوي، چې د خلکو خبرو ته ونه ګوري، ازاد فکر پرې وکړي.
خو لوى ليکوال هغه دى، چې پخپله پر حقايقو شک وکړي. پر هغو حقايقو چې خلکو منلي دي.
د انسانيت تاريخ راته ښيي، چې حقايق مطلق او نابدلېدونکي نه دي.وخت هغه سيلاب دى، چې د حقايقو دنګې، عاليشانې او پخې ماڼۍ نيست کړي؛ خو انسان بيا راپاڅي او د حقايقو نوې ماڼۍ جوړې کړې. يو وخت، زموږ خلکو ښځه يا د کور بلله يا د ګور، خو اوس ځلک څه نا څه د ښځې پر ارزښت پوه شوي دي. يو وخت مو د شاعرۍ ژبه او ټول صنعتونه مطلق او نابدلېدوني بلل، خو اوس راته ثابته شوې، چې په ادبي ژبه او صنعتونو کې بدلون راځي. پخوا مو د کلام بهرنۍ موسيقي دومره ضروري نه ګڼله، خو اوس ورته جدي پام کوو.
لوى ليکوال هغه دى، چې پر ټولو منلوحقايقو له سره فکر وکړي او يو شى هم سم ياغلط ونه ګڼي، ځکه چې کېداى شي، څه شى عامه ذهنيت ته سم ښکاري، سم نه وي يا ورته څه شى ناسم ښکاري، سم وي.
که څوک په تاريخ کې ليکل کوي، چې پر تاريخ او که څوک ادب لولي، چې پر ادبي حقايقو له سره فکر وکړي، ځکه چې د ټولنيزو علومو اړوند حقايق همېشه په بدلون کې وي او هغه د علامه اقبال خبره چې ”دلته يواځې بدلون ثبات لري”؛ خو ساينسي حقايق عموما ثابت وي، ځکه هغه پر تجربه ولاړ وي او د طبعيت قوانين په اسانه نه بدلېږي.
ومو ويل چې لوى ليکوال دې پر حقايقو له سره فکر وکړي. ولې مو د (له سره فکر) پرځاى د (شک) يا (يقين) کلمه ونه کاروله؟ ځکه چې شک او يقين پخپله هم د حقايقو په ورانپوهاوي يا مطلقيت کې لاس لري. شک مو ښايي تېر باسي يا مو يقين ښايي د اوبو په تمه پر سراب واړوي. د شلمې پېړۍ نوميالى انګليس ليکوال برټريند رسل وايي: ”که ړوند يقين مضر دى، بېځايه شک هم بې ګټې دى. پوخ يقين او شک دواړه مطلقې او افراطي پرېکړې دي، ځکه چې يو وايي، چې دا ما منلى حقيقت بېخي سم دى او بل پر سمه ثابته خبره هم شک کوي. فلسفه د پاخه يقين او بېځايه شک مخه نيسي. دا که له علم راپيدا شوى وي، که له ناپوهۍ.”
خو له انسانانو سره د حقايقو د منلو لپاره بله لار نشته. د خپل ژوند د نظم لپاره به هرومرو پر يوه څيز شک کوي، پر بل يقين؛ نو پايله دا راووځي، چې د لوى ليکوال شک او يقين مطلق نه وي، نسبي وي او بدلېږي رابدلېږي. يو وخت ورته يو څيز حقيقت ښکاره شي، خو بيا يې پر حقيقت شکمن شي او لاس ترې واخلي.
د نسبي شک او نسبي يقين کلمې له (له سره فکر) سره دومره توپير نه لري. د لوى ليکوال شک او يقين دواړه نهايى او بې مهاره نه وي، چې پر يوه څيز بېخي کرښه راکاږي او په بل پورې کلک زړه وتړي. پر هر څه نسبي شک او يقين کوي. مثلا: په دې پوهېږي، چې ادب د تخييل زېږنده دى، خو بشپړ يقين پرې نه کوي، ځکه بيا يونليک او ځانپېښې(اټو بايوګرافي) له ادبه ووځي. دا ورته معلومه وي، چې خوشال لوى شاعر دى، خو بشپړ يقين پرې نه کوي، ځکه نو ويلاى شو، چې لوى ليکوال پر مسايلو نسبي شک او يقين کوي، مطلب پر مسايلو له سره فکر کوي.
نسبي شک او يقين په لوى ليکوال کې يو بل نېک خوى هم پيدا کوي او هغه دا چې لوى ليکوال افراط و تفريط نه کوي. خپله خبره ميره نه ګڼي. د ىو چا افراطي ستاينه يا غندنه نه کوي. چا ته د لوى، ستر يا مکمل په سترګه نه ګوري، خو څوک ورته ياوه ګوى هم نه ښکاري. مطلب، له هر چا او هرې مسالې سره معقول چلند کوي. د ىو چا عظمت يا يو حقيقت او د يوه چا نيمګړتياوې په دلايلو ثابتوي، له احساساتو کار نه اخلي او په پټو سترګو يو شى ردوي يا مني نه. يو څيز بشپړ تاييدوي يا ردوي نه، ځکه دا ورته معلومه وي، چې د ٢+٢=٤ مطلق فرمولونه يواځې په ساينس کې چلېداى شي، په ټولنيزو علومو کې مطلقيت نه وي.
د لوى شاعر په اړه مو ويلي وو، چې د شيانو او ښکارندو په اړه د خلکو په عاطفي تړاو( هلته مې ورته په غلطۍ تصور کارولى و) کې بدلون راولي، دغسې لوى ليکوال هغه دى، چې د ښکارندو او موضوعاتو په اړه د خلکو په فکر کې بدلون راولي او په حقايقو کې ګوتې ووهي. که دا حقايق د هر علم او هنر اړوند وي. مثلا: يو وخت که د صنعت په توګه معما يو حقيقت ګاڼه شو، اوس راته ثابته شوې، چې دا حقيقت نه دى. دغسې په ناادبي يا علمي حقايقو کې هم بدلون راولي.