مـــا او بـــزګــر بــــه پـــه یـــوه ډول پاللـې خــاورې
د ده تــــرې تمــه وه مــــا هــــسي اوبولې خاورې
زه پوهـــیدمه چــې تـه رب یــــی جوړه کړي له دې
زه چـــــی ماشوم ومه نــو ځـکه مې خوړلې خاورې
کــه زه خبر وای چې یـو وخـت به پکې کور وی زما
باور دې وشــه چې په اوښـکو مې وینځلې خاوري
دا هــــوښــیاري مــې له هـماغه ماشومتوبه پاتې
چې ته به نه وې نو په سـر به مې شیندلې خاورې
آرینه اوس دې نـــو تصــویر کــې غنو ځالې وکړې
وخــــــت و چې ما ترې په سـترګو پاکولې خاورې
حکمت آرین