یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرویر ځپلي کندهار ته/ څېړندوی عبدالغفور لېوال

ویر ځپلي کندهار ته/ څېړندوی عبدالغفور لېوال

کندارۍ ملالې دا به مو قسمت وي

په اوږو چې جنازې وړو ډولۍ نشته

سر په غلا ګرځوو خدای نه امان غواړو

په هيندارو پټه شوې خولۍ نشته

کندارۍ ملالې تا چې خامک کړی

هغه شين څادر په کټ د شهيد خور دی

د لالا غاړه دې مه ګنډه په سنډو

د هغه زلمي بدن په لوګي تور دی

کندارۍ ملالې! ګل معلم شهيد شو

د مکتب په کتابونو لمبې تاو شوې

سيپارې د ماشومانو په لاسو کې

په دې پاڼو د ګلونو لمبې تاو شوې

کندارۍ ملالې داسې ورځې راغلې

چې انسان له بل انسان څخه ډاريږي

د کاوبای او د شيخانو ليونتوب کې

يو افغان له بل افغان څخه ډاريږي

کندارۍ ملالې شين ارغند وچ شوی

د بابا صاحب ميلې وحشت خوړلي

د خرقې په دروازه کې خلک سوزي

د انارو سرې غونچې وحشت خوړلي

کندارۍ ملالې هله چې بيا ګړز شو

بيا به چيرې ماشومان په وینو سره وي

بيا به کونډه اجاڼۍ چيرته چغيږي

بيا به کوم ځای کې زخمي زلمي پراته وي

کندارۍ ملالې تور پړونی واخله

زموږ خويندې سيه پوشې دي له غمه

بس همدا به مو شاميت وي له ازله

چې مو وچې نه شوې سترګې هيڅ له نمه

کندارۍ ملالې ته خبره نه یې

چې موږ ژوند ته له اوله پيدا نه وو

موږ د مرګ لپاره خدای يو پيدا کړي

لا خبر په راتلو نه يو چې په تله يو

کندارۍ ملالې دا خبر ريښتيا ده

چې په خپله مو مرګ کور ته راوستلی

موږ ته اور په خپلو خسو دی بل شوی

موږ په خپله خوله دی خپل بدن خوړلی

کندارۍ ملالې ټول تاريخ دروغ دی

دې وطن کې نه وياړونه نه اتل شته

دلته ټول تاريخ په سرو وينو ککړ دی

دلته جنګ شته دلته مرګ دلته اجل شته

کندارۍ ملالې خدای ته پلو يوسه

چې يې ولې موږ پر دې ځمکه پيدا کړو

دا وطن خو بس په وينو کې ټاپو ده

ځان په مرګ مګر له دې ځايه پناه کړو

کندارۍ ملالې چا ته ګيله وکړو

عقيدې ټول ملتونه جنتي کړل

بس يو موږ يې د دوزخ د تلو لايق کړو

زموږ ليوانو تې کفار د رمې سپي کړل

کندارۍ ملالې دا د خدای رضا ده

چې کفار مو خپل کاله ته رابللي

موږ له خپلو مسلمانو څخه ساتي

د دنيا ليوني دلته دي ښاغلي

کندارۍ ملالې اوښکې دې ارزانه

ستا د اوښکو زما د وینو قدر نشته

کندهار چې لکه زړه د پښتنو و

په دې ښار کې اوس د ژوند څه اثر نشته

کندارۍ ملالې خدای باندې دې سپارم

زه اوس دومره بيچاره يم لکه مړی

اوس مې مينه د ګلونو په هار نه ده

اوس مې غاړه کې دی پروت د وهم پړی

کندارۍ ملالې ځه الله دې مل شه

خدای دې ساته له بمونو له غمونو

هغه وخت به بيا د مينې ديدن وکړو

ارغنداو چې شي بيا سور په انارونو

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۶) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۷\ ۱۳۹۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب