جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتوریونلیکد حج خاطرات/ ګل آغا احمدي وردګ

د حج خاطرات/ ګل آغا احمدي وردګ

لومړی برخه

د حج روحاني، نړیوال، سپېڅلی او نه هېرېدونکی سفر هر حاجي او د سپېڅلو اماکنو زیارت کوونکي مومن ته ګڼ خاطرات په خپله لمنه کې لري چې د مقدسو ځایونو د زیارت، اړوندو عبادتونو د اجراء دعاګانو، لیدو کتو، ستړیاوو، مثبتو او منفي پدیدو د لیدلو په لړ کې یې مومن انسان حاصلوي او غواړي چې له نورو سره یې د ګډون هڅه وکړي. له ټولو څخه د مخه یو وړاندیز لرم هغه دا چې د ۱۳۹۳ کال د حاجي صاحبانو او په ځانګړې توګه لیکوالو حاجیانو څخه مې هیله دا ده چې هرو مرو خپلې خاطرې او یادښتونه و لیکی او د عمومي اصلاح او سمون لپاره یې له نورو سره شریک کړي څو په راتلونکي کې حاجي صاحبان، د حرمینو زیارت کوونکي او چارواکي د اړوندو چارو د آسانتیا لپاره پاملرنه لازمه ورته وکړي. دا چې په ۱۳۹۳ کال کې ما ته هم د حج د مبارکې فریضې د ادا کولو او حرمینو شریفینو د زیارت فضیلت په برخه شو نو په همدې لړ کې مې د حج د سفر یو شمېر خاطرات راټول کړي چې زه یې د لیکلو او له درنو لوستونکو سره د شریکولو هڅه کوم. الله (ج) دې وکړي چې دغه څو ټکي درنو لوستونکو ته په زړه پورې او ګټورې وي. دا یادښتونه په داسې توګه برابر شوي دي چې هره موضوع بېل عنوان لري.

حج ته سفر

د حج د ادا کولو په موخه سفر کول په څو ډوله دی چې د حج او اوقافو د وزارت له لوري د حکومتي پروګرام ګڼ ګروپي سفر، د سعودي د حکومت د بلنې پر بنسټ د یو شمېر مېلمنو سفر، د تورېستي شرکتونو له لوري سفر او انفرادي سفر ګڼل کېږي. هغه پروګرام چې د حج او اوقافو د وزارت له لوري صورت مومي او حاجیان په ګروپي شکل سعودي عربستان ته لېږدوي، زما په نظر تر ټولو معقول او له زیاتو تکلیفونو او سرګردانیو څخه وتلی او په خپل وخت سفر ګڼل کېږي سره له دې چې دغه راز سفر شاید له نورو سفرونو څخه د حاجیانو زیات وخت ونیسي او یو څه انتظار پکې موجود وي ځکه چې د حج وزارت نه شي کولای ټول حاجیان په یو ځل و لېږدوي او د سعودي حکومت هم چمتو نه وي چې له ټولې نړۍ څخه ټول حاجیان په یو محدود وخت کې و مني. له همدې کبله د حج او اوقافو د وزارت پروګرام خپل اړوند حاجیان د یو مهال وېش له مخې په تدریجي توګه سعودي عربستان ته لېږدوي او په مکه مکرمه او مدېنه منوره کې یې په ټاکلو بلډنګونو یا عمارو کې ځای پر ځای کوي. په دویم قدم کې هغه پروګرام نسبتا ښې آسانتیاوې لري چې د سعودي د حکومت په مېلمستیا تر سره شي خو د دغه راز پروګرام بللي کسان محدود وي چې د ځینو ټولیز لګښتونه او د ځینو یوازې د اعاشې، داخلي انتقالاتو او اباطې لګښتونه سعودي چارواکي په خپله غاړه او حاجيان د هوايي سفر ټکټ په خپل لګښت اخلي. دریم پروګرام د تورېستي شرکتونو دی چې د حج او اوقافو د وزارت په څېر په ګروپي شکل خپل اړوند حاجیان سعودي عربستان ته لېږدوي او د حج د مناسکو تر ادا کولو وروسته یې بېرته هېواد ته راولي. څلورم پروګرام انفرادي پروګرام دی، د همدې پروګرام حاجي ته د سعودي عربستان د سفارت له لوري د (مجامله) په نوم د حج ویزه ورکول کېږي چې حاجي له کوم ځانګړي ګروپ پرته د خپل سفر، سعودي عربستان ته رسېدلو، په سعودي کې د هستوګنې، انتقالاتو او خوراک او همدارنګه بېرته راتګ چارې باید په خپله تنظیم کړي. دغه ډول سفر له نورو ټولو څخه ستونزمن دی چې حاجیان باید مخکې له مخکې ورته متوجه وي. د انفرادي تګ اړوند افغان حاجیان د سعودي چارواکو له لوري د (جدې د ملک عبدالعزیز) په هوايي ډګر کې د جنوبي آسیا د فترونو سره تړل کېږي، هلته د انتقالاتو په نوم ترې یو مبلغ اخیستل کېږي او د انتقالاتو ټول مسوولیت یې همدغه دفتر ته سپارل کېږي چې مکې مکرمې، مینا، عرفات، مزدلفې، مدینې منورې او بېرته یې په جده کې د ملک عبدالعزیز هوايي ډګر ته د حاجي د ټکټ د سفر د تاریخ سره سم انتقال کړي. په دې ټوله موده کې د انفرادي سفر د حاجیانو څخه پاسپورتونه د اړوند دفتر له لوري اخیستل کېږي او هغه مهال یې بېرته ورته سپارل کېږي کله یې چې د حج د مناسکو د ادا کولو او زیارتونو د کولو څخه وروسته له مدینې منورې څخه بېرته جدې ته راولي، خپل هېواد ته یې د تګ وخت را رسېدلی وي او په هوايي ډګر کې ورته خپل پاسپورتونه سپاري. نو دغه ټول اجراآت د انفرادي حاجیانو لپاره ګڼې سرګردانۍ په مخکې لري چې باید د خپل سفر ټول معلومات او آسانتیاوې په خپله ځانته حاصلې او په هر ګام کې پر هغه پسې و ګرځي. نور بیا…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب