چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکالمونهننګیالله ملګري سره چټ کمپاین/ شهرت ننګیال

له ملګري سره چټ کمپاین/ شهرت ننګیال

لومړۍ برخه

  • له نوي کتاب خبر يې…؟
  • د څه په اړه…؟
  • د پخواني ولسمشر…
  • د کتاب نوم…؟
  • یو سړی او موټر سایکل يې…
  • دا سرلیک د پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار او محمد آصف صمیم په مذهب ناسم دی.
  • د کوم نوي اجتهاد خبره ده…؟
  • دلته یواځې د زیار او صمیم سکې چلېږي…
  • دوې سکې، یو قلمرو…
  • د یوې سکې دوه مخه.
  • دوی څه وايي…؟
  • چې هر څه وايي منې به يې…

دې کې خبره کول توان د چا دی

مېښې منمه د نــواب صاحب دي

  • ته وايې «پر موټر سایکل سپور سړی» له هغې سم دی…
  • زما مطلب په سم ناسم کې نه دی.
  • په څه کې دی…؟
  • په موټر سایکل کې.
  • هغه څنګه…؟
  • دا چې ملا صاحب محمد عمر اخوند هم پر موټر سایکل له کندهاره پښې سپکې کړې…
  • بلا کوې…؟
  • موټر سایکل هغه نقلیه وسیله ده چې یو تخت ته رسوي، بل له پاچاهۍ ځغلوي…
  • د کمال خبره ده.
  • که جاپان د خپلو موټر سایکلو دا کمال یوه اعلان (اډورټایزمنټ) کې وړاندې کړای شي، ښایی له لنډکروزر او کروزین د موټر سایکلو پلور لوړې کچې ته وخېژي… دا کتاب ماته پر کرزي صاحب نه، بلکې موټر سایکل ته کمپاین ښکاري…

شونې ده ډېری د تخت په هوس د موټر سایکل سپرلي غوره کړي… چې کمال د ملا عمر او حامد کرزي نه، د جاپاني موټر سایکل دی.

موټر سایکل د ملا محمد عمر او حامد کرزي لپاره لکه خر د ملا نصر الدین لپاره…

دا چې خر د ملا صاحب، که ملا صاحب د خره شهرت او هویت پېژندل شوی، تحقیق او څېړنې ته اړ ده…

یواځې ملا نصر الدین نه، امریکا کې هم یوګوند خر خپل سمبول یا مونوګرام ګرځولی… چې د امریکا لپاره د خرو ضرورت او مجبوریت په ګوتو کوي…

مرحوم استاد رباني د واک پرېښودو په اړه د خدای بښلي مولوي خالص د غوښتنې په ځواب کې ویل: خر سوار شدن یک شرم، پایین شدن دیګه…

د موټر سایکل غوراوی او فضیلت دا چې سپرېدل او کوزېدل يې کوم شرم نه دی پېژندل شوی…

پر موټر سایکل د ملا عمر او حامد کرزي د سپرېدو او کوزېدو تجربې زموږ په مخ کې دي، چې دواړو په یو څه توپیر دواک پر موټر سایکل د سپرېدو او کوزېدو خوند څکلی…

نژدې پېنځه ویشت کاله وړاندې مې د ضیاء شاهد کالم کې لوستي: د بېنظير بوټو دویم حکومت دی، نواز شریف له واکه لېرې دی… له لاهور تراسلام آباد د الوتکې سفر کې سره ملګري شوو…

د الوتکې پر ۲۵ شمېره چوکۍ نواز شریف ناست دی… یوازې، بېکسه، بې کوری… الوتکه کې ډېری د واکمن پیپلز ګوند لویان دی… مېلمه پال چې هر چاته د نواز شریف څنګ کې د کېناستو وايي، غاړه غړوي… د څنګ چوکې يې تر ډېره خالي وه… څېره کې يې غوسه له ورایه ښکارېده، سرکاري بیروکراتانو يې هم خوا کې له کېناستو څنګ کاوه… زه ورپاڅېدم، څنګ ته يې کېناستم، خو د ښاغلي شریف خبرو ته زړه نه و…

مېلمه پاله راغله، ده ته يې د پیلوټ پیغام راووړ، که کوم فرمایش لري…؟

نواز شریف په مننه غوښتنه وکړه که کابین ته يې وبولي چې د الوتکې د کوزېدو ننداره وکړي…

ښاغلي شریف ته مې وویل: د الوتکې د پورته کېدو ننداره مو کړې…؟ په موسکا يې راته کړه: د کوزېدو ننداره ښه درس او تجربه کېدای شي…

ضیاء شاهد کښلي: … په رښتیا هم د کوزېدو تجربه او ننداره په زړه پورې وي. نواز شریف له واک کوز شوی… ګوري چې کوزېدل څنګه برېښي…

څه خبر ملا صاحب او حامد کرزي دغه تجربه څه ډول کتلې…؟

یو بل مماثلت او ورته والی هم شته… طالبان هم تش تور له ارګ او واک ووتل او حامد کرزي هم یو سر دوه غوږه له ارګ سره مخه ښه کړه… ځکه خو ما هم پر حامد کرزي یو نه دوه کتابونه کښلي…

  • رښتیا!
  • هو!
  • عنوان؟
  • یو بلول، یو يې کند، یو يې کچکول…
  • دا ښه عنوان نه دی.
  • دا سرلیک لس کاله وړاندې ما پر ولسمشر کرزي د خپل کالم لپاره غوره کړی…
  • دې ته بل عنوان وګوره.
  • د غوړه مالانو ښکار.
  • دا هم چک نه لګوي.
  • د مارانو پر ښکلا مَېن…
  • دا له هغې ښه دی.
  • خو زما د بلول خوښ دی.
  • تر دې تېر شه.
  • تر عنوان…؟
  • نه، تر کتاب.
  • زه وایم د یوسف(ع) په خریدارانو کې راشم.
  • ځان مسخره کوې…؟
  • دې کې د مسخرې څه دي…؟
  • د غریب سړي په تيز پورې څوک نه خاندي.
  • تاته پر ولسمشر کتاب د غریب سړي تيز ښکاري…؟
  • بلا تشبېه…
  • که دې ويلي وای د غریب ملا په اذان څوک روژ نه ماتوي…
  • یوه خبره ده…
  • پر ده یو کتاب ما له وړاندې کښلی…
  • چاپ شوی…؟
  • د سمون او تقریظ لپاره مې استاد ته ورکړی.
  • کله…؟
  • دا دوه کاله ورسره پروت دی.
  • که چاپ وای د میر بچه کوټ مډال به دې ګټلی و…
  • رښتیا وايې…؟
  • بیا يې پرېږده… چې اختر تېر شي نکریزي پر دېوال تپه.
  • که د ولسمشر کرزي د ښو ورځو له یارۍ بې برخې وم، د بدو خو يې چا نه ده وړې…
  • د بدو ورځو څه ګټه…؟
  • موږ يې په خوند نه یو، په خرپ پسې ګرځو…
  • په خرپ څه کېدای شي…؟
  • وايي پلار دې څه کول…؟ … خره يې خصیانول… څه ګټه…؟ هېڅ، لاس يې سره ول…

(پاتې لري)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب