جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن په هکله تړونونه

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن په هکله تړونونه

پوهاندنصرالله ستانکزی

(دوهمه برخه)

۴ – د فرانکفورت تړون (Treaty of Frankfurt): دغه تړون په کال ۱۸۷۱ میلادي کې د پروس (المان) د مشر بیسمارک او د فرانسې د پاچا درېیم ناپیلیون تر منځ د هغه یوه کلنې جگړې په پای کې لاسلیک شو؛ چې په هغه کې فرانسې ماته وخوړه؛ او د جرمني د یووالي سبب شو.

د دغه تړون په پایله کې المان د یوه متحد هیواد په توگه په اروپا کې را څرگند او فرانسې خپل شان او‌شوکت له لاسه ورکړ.

د دغه تړون عمده ټکي دا ول:

– د الزاس او لوزان سیمې چې د فرانسې خاوره وه ترې بېله او د المان د خاورې یوه برخه شوه. دغه سیمې د لومړۍ نړیوالې جگړې تر پایه د جرمني د خاورې برخه وه؛ چې بیا وروسته بیرته فرانسې قبضه کړه.

– فرانسې ومنله چې د جگړې د تاوان تر نامه لاندې پنځه میلیارده فرانک المان ته ورکړي

– برسیره پر دې چې د دواړو هیوادونو تر منځ پولې وټاکل شوې، په سیمه کې لوی جغرافیایی بدلونونه رامنځ ته شول ، چې تر لومړۍ نړیوالې جگړې د دواړو هیوادونو تر منځ د شخړو سبب هم ؤ

۵ – د یونان او عثمانی خلافت تر منځ تړون ( The treaty between Greece and Ottoman Empire ): دغه تړون په ۱۸۳۲زیږدیز کال کې د انگریز په وساطت د یونان او عثماني امپراتورۍ له جگړې څخه ورورسته؛ لاسلیک شو او د قسطنطنیې معاهدې په نامه یاد شوی دی.

د دغه تړون له مخې په لومړي ځل د یونان پاچاهي دولت رامنځ ته شو؛ او ترکیې خپله یوه برخه خاوره له لاسه ورکړه. همداشان له دې تړون سره سم؛ سره له دې چې د قبرس خاوره د ترکانو‌ تر نفوذ لاندي یوه نړیواله سیمه وبلل شوه؛ خو وگړي د یونان اړخ ته واوښتل.

۶ – د پاریس تړون ۱۸۹۸ (Treaty Of Paris 1898): دا تړون د امریکا او اسپانیا تر جگړې وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ لاسلیک شوه؛ چې په پایله کې د اسپانیا د امپراتورۍ د پای ټکی ؤ .

د دغه تړون غټې پایلې دا وې:

– اسپانیا د کیوبا خپلواکي په رسمیت وپیژندله.
– فیلیپین او جزایر یې د امریکا لاس ته ولویدل.
– د اسپانیا امپراتوري چې په تیرو پیړیو کې لوی قدرت ؤ ؛ ړنگه شوه.
– امریکا برسیره پر دې چې پراخې سیمې تر ویست اندیز او کارابینه پورې ترلاسه کړې؛ نه یوازې د امریکا په لویه وچه باندي خپل نفوذ خپور کړ؛ بلکې په نړیوالو اړیکو کې د یوه نوي امپریالیستي ځواک په توگه راڅرگنده شوه.

 https://taand.net/?p=245151

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب