دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+ماشوم په موزیم کې ۳۵۰۰ کلن منګوټی مات کړ

ماشوم په موزیم کې ۳۵۰۰ کلن منګوټی مات کړ

تاند (جمعه، د سنبلې ۹ مه) یو منګوټی، چې د برونز د دورې و او د اسراییل د حیفا ښار په موزیم کې نندارې ته اېښودل شوی و، یوه څلور کلن ماشوم په بې پامۍ ټوټې ټوټې کړ.

د اسراییل د شمال په حیفا پوهنتون کې د هخت موزیم مسوولان وایي چې د دې خټین لوښي لرغونتوب له ۱۵۰۰ تر ۲۰۲۰۰ میلاد مخکې کلونو ته رسیده او د دې لپاره چې د موندل کېدو په مهال روغ رمټ و، یو بې ساری هنري اثر ګڼل کیده.

دا منګوټی د موزیم دروازې ته نژدې بې له دې چې په شیشه کې وساتل شي، پر مېز ایښی و.

د هخت موزیم وویل چې له پیښې وروسته، ماشوم او د هغه کورنۍ د یوې پلان شوې لیدنې لپاره په دې موزیم کې د لرغونو اثارو نندارتون ته رابلل شوي دي.

د موزیم کې یوه مسوول، لیهي لازلو وویل: “دلته داسې پخوا هم نندارې ته اېښودل شوي اثار په قصدي ډول هم زیانمن شوي دي. په دې اړه به له پولیسو سره خبرې وشي.”

د هلک پلار، الیکس وویل چې زوی یې «منګوټي ته لاس ورنژدې کړ، غوښتل یې چې وپوهېږي په منځ کې یې څه دي. له دې کبله منګوټی ولوېد او مات شو.»

ښاغلی الیکس وايي چې په دې شاک شو چې خپل زوی یې د مات شوی منګوټي تر څنګ ولید، په لومړی سر کې یې فکر کاوه چې دا به د ده زوی نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب