دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+مقدس سفر / عزت الله شمسزی

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

نولسمه برخه

له فلسطین سره خدای پاماني

له بیت المقدس نه مو کډه ونغاړله. په نهیلۍ د بس له کړکیو د سړک دواړو غاړو ته ګورم. اه څومره ګرانه ده.

یو چا سره، یو ځای سره چې دې زړه ولګېږي بیا ترې بېلېدل څومره سخت وي. پابلو نرودا څومره ښه ویلي چې محبت مختصر وي او هېرول طویل. زه نه پوهېږم چې بیا به دلته کله راځم. قسمت کې به مې بیا ددې لرغوني او تاریخي ښار د خزانو لیدل وي او کنه خو اوس ورسره خدای پاماني کوم. دا خدای پاماني دومره سخته ده چې زه یې په الفاظو کې نه شم بیانولی. د هند یو شاعر آلوک شریواستو ښایي‌ له همداسې یوې تجربې سره مخ شوی وي چې وایي:

وہ باتیں جو کہنے میں آسان لگیں
ان باتوں کا کہنا مشکل ہوتا ہے

ماته هم ډېره سخته ده چې له بیت المقدس سره د الوداع ویلو شېبه په الفاظو کې انځور کړم. زړه مې له ژورو او پېچلو احساساتو ډک دی. دا په دې چې بیت المقدس یوازې یو مقدس ځای نه بلکې د تاریخ،‌ عقیدې، کلتورونو او ارزښتونو سمبول دی، خو کاش چې مذهبي‌ مشران ورته له دې اړخه وګوري.‌ یوازې بیت المقدس نه ټول فلسطین یو ګډ انساني میراث دی چې پر ډبرینو دیوالونو لیکل شوې کیسې یې زما د دعوې شاهدانې دي. کاش یو وخت بیا ورته راشم او وګورم چې دا ښار د ملتونو او مذهبونو ترمنځ د مینې او تعامل په سمبول بدل شوی دی.‌

لکه څنګه چې دې ښار کې درې واړه ابراهیمي دینونه او مقدس ځایونه یو بل سره نښتي دي دغسې انسانان هم د بدن د غړو په څیر له یوه او بل سره نښتي او پیدایښت یې له یوه جوهر څخه دی، که دلته د هر دین او مذهب انسان په مشکل کې وي، داسې ده لکه ټول انسانان چې په مصیبت کې وي او د هر انسان درد نورو انسانانو ته انتقالیږي. هر هغه څوک چې د نورو په درد غمجن نه وي د انسانانو په ډله کې د شمېرلو وړ نه دی. د فلسطین نا امني او دلته جګړې د ټول انسانیت پرمخ یوه درنه څپېړه ده او ټول به ورسره په تکلیف وي. سعدي وایي:

بنی ادم اعضای یکدیگر اند

که در افرینش، ز یک گوهر اند

چو عضوی به درد اورد روزگار

همه عضوه ها را نماند قرار

له بیت المقدس نه رام الله ته پر لاره راته یوسف هغه ټول کلي وښودل چې پخوا په کې مسلمانان اوسېدل اوس یهودانو ترې نیولی. د سړک ښی لاسته یوه شنه زرغونه سیمه ده  یوازې همدا کلی ترې پاتې دی. دا چیچنیايي مسلمانان دي چې څو پېړۍ دمخه دلته راغلي او د چیچن پخواني ولسمشر احمد قادروف ورته د ابوغوث په نامه یو جومات هم جوړ کړی دی چې لا یې هم له ګنبدو د اذان غږ پورته کېږي.. ښایي دا یې د چیچنیایانو په خاطر نه وي غصب کړی.

تر دې وړاندې یو بل ځای ته ورسېدو. بسونه ودرېدل. یوسف ویل دا امواس دی. دلته د شاوخوا دېرش زره تنو اصحابو هدیره ده چې په هغه زمانه کې طاعون مرض ووژل. د امواس د هدیرې کیسه جالبه ده هسې تیرېدل ترې راته نامناسبه ښکاري.

 په دغه هدیره کې مشهور صحابه لکه ابو عبیده بن جراح، سهیل بن امر، مودز بن جبل، فضل بن عباس، حارث بن هاشم او سلګونه داسې نور ښخ دي. د عبیده بن جراح په اړه ویل کېږي چې ډېر ځیرک او باتدبیره مشر و. کله چې حضرت عمر رضی الله عنه خبر شو نو چیغه یې وکړه: ای عبیده زما دې قسم وي که ته ژوندی وای نو ته به زما له مرګ وروسته زما ځایناستې ( امیرالمومنین ) وې. ابوعبیده ځکه پر حضرت عمر (رض)  ګران و چې ده د ابوبکر صدیق (رض)  لپاره له مخالفینو نه په بیعت اخیستلو کې ډېر مهم نقش درلود.

د ایران او شام د ځمکو په فتح کولو کې هم دده مهم رول و.‌ دی یو له هغو کسانو و چې د ابوبکر صدیق (رض)  له خوا د شام د لشکر کشیو لپاره یو له مشرانو غوره شو. کله چې دمشق د مسلمانانو تر محاصرې لاندې و. ابوبکر (رض)  وفات شو. حضرت عمر (رض)  چې ویل کېږي له خالد بن ولید سره یې په ځینو مواردو کې د نظر اختلاف درلود نو د هغه پر ځای یې ابوعبیده د مسلمانانو د ټول لښکر مشر وټاکه.  ابوعبیده چې کله له دمشقیانو سره سوله وکړه نو د حمص خواته روان شو او هلته یې د بعلیک او سپس له خلکو سره سوله وکړه او هغوی یې تابع کړل. دده یو کمال دا و چې سیمې به یې پرته له جګړې نیولې او پوره کوښښ به یې کاوه پرته له وینې تویېدنې سیمې د اسلام تر قلمرو لاندې راشي.

ویل کېږي چې یو ځل حضرت عمر (رض)  ته ویل شوي هم وو چې د شام ځینو سیمو ته تور مرګ مرض راغلی د صحابه و لښکر باید ونه لېږل شي خو د هغوی وېره دا وه چې رومیان به فکر وکړي مسلمانان مات او یا له دوی وویرېدل.‌ په کومه سیمه کې چې اوس ددوی قبرونه دي،‌ دا سیمې هغه وخت د شام مربوط وې، دلته نهه میاشتې وچکالي وه چې عربو ورته د ایش کال نوم هم ورکړی. لکه دا اوسنی کورونا ویروس چې دویم او درېیمه څپه هم درلوده همداسې طاعون هم دوهمه څپه درلوده چې په دویمه څپه کې یې سوریه او عراق هم خراب کړل.

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب