پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+غنم‌لو | تاج محمد بهار

غنم‌لو | تاج محمد بهار

کله هم چې د غنم‌لو نوم اورو نو یو ډول سکون احساسوو (البته شاید ډېر کم دا حس ونه لري)؛ ښایي هر کس ترې خپل شخصي لاملونه ولري، خو یو لامل چې هغه په ټولو کې مشترک دی، له ماضي څخه خوند اخیستل دي.

داسې ویل کېږي چې لومړی ځل د غنمو لو د ادم(ع) زامنو کړی دی او شاید همدا یې د ماضي یوه زوروره څپه وي.
که پښتون‌مېشتو سیمو ته راشو، دلته نږدې ټول خلک له لو کولو سره اشنا دي؛ لوونه یې کړې دي، ځکه چې دا د رزق ګټلو یوه ډېره عامه او پخوانۍ وسیله ده؛ د ځینو په وینا چې د پښتو شفاهي ادبیاتو لومړی نظم(لنډۍ) هم دا دی چې پښتو څېړونکي یې تاریخچه تر اریایانو بیایي:

سپوږمیه سر وهه راخېژه
یار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبینه

د دغې لنډۍ په باب د (جون زانوم لټسن) یو راویت دی چې وایي: (د اریایانو هغه دود ته یې پام شو چې د سپوږمۍ په رڼا کې به یې د سوما هوما ( هوما اوما اومه) بوټي رېبل او بیا به یې د سومسات شراب ترې جوړول).

پخوا د اوس په شان د بوټو او نورو کرنیزو توکو رنګانګي نه وه، غنم به و چې خلکو به مستقیم ترې اوړه جوړول او اوړه نسبت نورو خوړو ته زیات عموم او اسلام کې یې قدر و عزت هم زیات دی.

نو لوونه یوازې د پټي بزګران نه کوي، بلکې له ځینو سیمو څخه هغو سیمو ته خلک ځي، چېرته چې لوونه زیات موندل کېږي او له همدې لارې د راتلونکي څه وخت لپاره غله برابروي او ځيني بیا پیسې ترلاسه کوي؛ خو بیا ځینو ځایونو کې بزګر د نورو لوګرو د وس توان نلري، نو خپله معشوقه (میرمن) یې ملا ورته تړي او وایي:

لوونه ګډ شو یار مې یو دی
لوګري نشته اوس به زه ورسره ځمه
بادشاهي تخت مې پکار نه دی
جانان دې لو کړي زه به وږي ټولومه

په لوونو کې د ښځو برخه هم له ډېر پخوا څخه دود ده. دوی بیا د لو برخه کې هم په وږو ټولو کې مهارت لري، ځکه دغه کار نسبت لو‌ کولو ته اسانه دی، نو ځکه یې معشوقه عاشق ته وایي:

ستا د نېستۍ پېغور یې راکړو
جانانه لو کوه چې وږي ټولومه

بل ځای کې بیا هغه جنۍ چې د هلک په نامه بل کور کې ناسته وي او د پلار کورنۍ لپاره وږي ټولوي، نو عاشق یې وایي:

مانه د لپې غنم واخلي
په شینوګۍ دې وږي نه راټولوینه
چې لو او لور شي خواري زور شي
په بخملي ګوتو به وږي ټولوینه

مخکې مو هم یادونه وکړه، چې لو یوازینی کښت دی، چې ښځینه پکې زیات کار کوي او دوی په ګیډۍ تړلو او وږي ټولو کې ښه مهارت هم لري. د دې خبرې د اثبات لپاره زمونږه فولکوریک ادب ډېر څه لري او په ځانګړي ډول لنډۍ چې دا برخه یې ډېر په ښه کیفیت راخیستې ده:

چې مې د ګټې سړی نشته
زه به د هاړ په غرمو خود کوم لوونه

خو ولې غنم‌لو د مینې او شاعرۍ رنګ لري؟

غنم‌ یو داسې کرنیز حاصلات دي، چې پخوا نسبتاً له نورو حاصلاتو زیات کرل کېدل؛ بله ځانګړنه یې دا ده چې نسبت نورو حاصلاتو ته په غنم‌لو کې ښځینه طبقې هم زیاته برخه اخیستله او له همدې امله به د هلکانو او نجونو ترمنځ د لیدلو زمینه هم برابرېدله؛ نو طبعاً کله چې د هلک او جنۍ ترمنځ لیدل کېږي، نو تر ډېره هغه ځای کې مینه‌اییز احساس هم زیاتېږي او له همدې احساسه شاعري هم زېږي، چې د پښتو فولکلوري ادب کې یې انعکاس زیات ښکاري او د پښتو ادب دغې برخې ته یې یو ځانګړی خوند ورکړی دی.

تابه غړک شاربله زه به غنم‌لو ته روان
ها د بنګړو نازک راګونه مې په خوب لیدل
(محمد عسکر وطنزوی)
غنم به لنډ وخت کې پاخه شي
جانان به بیا تر ماذدیګره لو کوینه
اوربل دې جوړ په غنم‌لو کړ
زه خوار به لو کړم که به ستا ننداره کړمه

غنم په ګرم موسم کې کېږي او لوګري بغیر له دغه موسمه په نورو کارونو کې مصروف وي، چې یو شمېر یې په بازارونو/ ښارونو کې کارونه کوي او غنم‌لو ته کلي ته راځي؛ بیا هغې معشوقې ته چې د عاشق دغه جدایۍ کې سوزېږي، ښه بهانه په لاس ورځي او ورته وایي:

جانانه خپل وطن ته راشه
شوتلې شنې دي، غنم دومره دومره دینه

که څه هم مصنوعي هوش د فولکلور ډېری برخې له ځان سره معاصرې ښارییې او ماشینونو ته راوړي دي، خو بیا هم د پښتنو په سیمو کې دغه فرهنګ شته دی، ښځينه هم ورسره کار کوي؛ فولکوریک ادب ټوکېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب