دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+اماني حکومت؛ په نړیوالو سازمانونو کې| پوهاند نصرالله ستانکزی

اماني حکومت؛ په نړیوالو سازمانونو کې| پوهاند نصرالله ستانکزی

    د شلمې پیړۍ له پیل سره سم؛ په نړیوالو عمومي حقوقو کې نړیوال سازمانونه؛ د دولتونو تر څنگ د یوه حقوقي شخصیت په توگه ‌‌وپیژندل شول.

  نړیوال بین الحکومتي سازمانونه له هغو شخصیتونه څخه عبارت دي چې د مستقلو دولتونو له خوا د ټاکلو موخو‌ په درلودو سره، د ځانگړو مدونو حقوقي اصولو او ‌قواعدو په درلودلو او د معینو علایمو (سمبول او بیرغ ) او مقر په شتون کی؛ رامنځ ته کیږي.

     په تاریخي لحاظ بین الحکومتي نړیوال سازمانونه، د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې په تخنیکي او فني برخو کې رامنځ ته شول. د ساري په توگه د تیلگراف نړیوال سازمان (په نړۍ کې لومړنی نړیوال سازمان) په ۱۸۶۵ کال کې رامنځ ته شو او په همدې کال کې بیا د پُست نړیوال سازمان هم رامنځ ته شو.

    په شلمه پیړۍ کې؛ گڼ شمیر نړۍ شموله، قاروي او سمه ییز نړیوال سازمانونه تاسیس شول؛ دغه پیړۍ د نړیوالو سازمانونو پیړۍ هم پیژندل کیږي.

    افغانستان هم په همدې  پیړۍ کې د نړیوالو سازمانونو د غړیتوب په لور یون پیل کړ، او دغه خوځښت د پاچا امان الله خان په زمانه کې پیل شو.

  په دغه لیکنه کې؛ په لنډو کې په اماني دوره کې د افغانستان غړیتوب ته په نړیوالو سازمانو کې ځغلنده نظر اچوو.

   وروسته تر هغه چي افغانستان په کال ۱۹۱۹ کې خپله خپلواکي په کامله توگه تر لاسه کړه؛ د هیواد د حقوقي شخصیت د تثبیت له پاره په نړیوالو مناسباتو کې ورننوت، له ډیرو هیوادونو سره یې سیاسی، دیپلوماتیک او قونسلي اړیکې تامین کړې، له گڼو هیوادونو‌ سره یې دوه اړخیز معاهدات لاسلیک کړل، په همدې دوره کې ؤ چې په لومړي ځل یې د نړیوالو سازمانونو غړیتوب هم تر لاسه کړ.

 په اماني دوره کې؛ افغانستان د دغو سازمانونو غړیتوب خپل کړ:

له لومړۍ نړیوالې جگړې وروسته، د مسلمانانو له سیاسي حالاتو د اعلیحضرت امان الله خان ارزونه

  الف – د تیلگراف نړیوال سازمان (International Telegraph Union) : دغه سازمان په کال ۱۸۶۵ کال کې تاسیس شو؛ چې بیا وروسته د ارتباطاتو د نړیوالې اتحادیې (International Communication Union یا ITU) په نامه ونومول شو؛ او تر اوسه په نړیواله کچه د مخابراتي اړیکو د خدماتو تنظیم کوونکي دي .

  افغانستان په ۱۹۲۸ کال کې د تیلگراف نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ؛ او په دې توگه افغانستان په لومړي ځل د یوه نړیوال سازمان بشپړ غړیتوب د یوه خپلواک دولت، په توگه ترلاسه کړ.

  ب – د پُست نړیواله اتحادیه (Universal postal Union یا UPU): هغه دایمي نړیوال سازمان دی چې په ۱۸۷۱ کال کې تاسیس او تر اوسه د ملگرو ملتونو د سازمان په جوړښت کې د یوه تخصصي سازمان په توگه فعالیت کوي.

 افغانستان په ۱۹۲۸ زیږدیز کال کې د دی سازمان غړي شو.

  دغه سازمان په نړیواله کچه د پُستي خدماتو د تنظیم د همغږي کوونکي نړیوال سازمان په توگه چارې پر مخ بیایي.

    ج  – د ملتونو ټولنه (League of Nations): هغه لومړنی نړۍ شموله سازمان ؤ چې له لومړۍ نړیوالې جگړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸) څخه وروسته د ورسای د سولې له تړون سره سم په ۱۹۱۹ میلادي کال کې په دې موخه تاسیس شو؛ چې د دولتونو تر منځ شخړې باید د دیپلوماسۍ او سوله ییزو میتودونو له لارې حل او فصل شي .

     د دغه نړیوال سازمان هدفونه او دندې دا وې: د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د خبرو اترو له لارې په سوله ییزه توگه د شخړو حل، د وسلو کنترول او د جگړې مخنیوی او د هیوادونو تر منځ د اقتصادي او کلتوري همکاریو له پاره هڅې.

    سره له دې چې دغه سازمان په خپلو موخو او دندو کې پاتي راغی او د دوهمې نړیوالې جگړې له پیل سره یې عملاً فعالیت ودرید او له یادې جگړې د پای ته رسیده سره جوخت د ملگرو ملتونو سازمان یې ځای ونیو، خو په نړیوالو مناسباتو کې د نړۍ شموله سازمانونو د جوړولو له پاره یې لاره پرانستله .

    افغانستان په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د ملتونو د ټولنې د غړیتوب له پاره لومړني اقدامات پیل کړل؛ خو‌ له سقوي دورې سره دغه فعالیتونه؛ له کفارو سره د نه اړیکو د پالیسۍ له مخې ودرید، خو د اماني حکومت د اقداماتو په دوام؛ افغانستان د دغه سازمان کامل غړیتوب په ۱۹۳۴ کال کې تر لاسه کړ.

اماني مکافات؛ نادري لورینه | پوهاند نصرالله ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب