دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپنجاب ته د حملو غخېدا، په میاوالي کې پر پولیسو برید شوی

پنجاب ته د حملو غخېدا، په میاوالي کې پر پولیسو برید شوی

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۲ مه) په پاکستان کې د ناامنۍ لمن له بلوچستان او خیبرپښتونخوا څخه پنجاب ته وغځېده.

د راپورونو له مخې، وسله والو د پنجاب په میاوالي کې د پولیسو پر یوه پوسته د سپکو او درنو وسله په برید کې لږترلږه ۲ پولیس ټپیان کړي دي.

د پنجاب د پولیسو ویندوی نن (دوشنبې) وویل چې تېره شپه شاوخوا ۱۴ وسله والو د میاوالي د قبول خېل پر پوستې د راکټونو او بمونو برید وکړ.

ویاند ادعا کوي چې پولیسو د وسله والو برید په شا وتمباوه او اجازه یې ورنه کړه چې پوسته ونیسي.

په همدې حال کې د پنجاب ایالت د پولیسو عمومي ريیس ویلي چې دا په تېرو څو میاشتو کې د ترهګرو له لوري نهم برید دی چې په پنجاب کې پر پولیسو کېږي.

پنجاب د پاکستان تر ټولو امن صوبه ده خو په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دا ډول بریدونه تقریباً هره ورځ کېږي.

پرون د باجوړ د سلارزو په بازار کې چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي کړی دی.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او په دې اړه هم څه نه دي ویل شوي چې د پېښې قربانیان څوک دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب