دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد جرمني په تورینګن ایالت کې د کډوالو مخالف ګونډ بریالی شو

د جرمني په تورینګن ایالت کې د کډوالو مخالف ګونډ بریالی شو

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۲ مه) د جرمني لپاره الترناتیف (بدیل) ګوند، چې مخکې یې د اروپايي پارلمان په انتخاباتو کې هم ډېرې چوکۍ ګټلې وې، پرون (یکشنبې) د تورینګن ایالت په سیمه ییزو انتخاباتو کې تاریخي بری ترلاسه کړ.

دغه ګوند، چې د جرمني د اساسي قانون د ادارې له لوري ښي اړخی او افراطي ګوند ګڼل کېږي، له جګړې وروسته په تاریخ کې په لومړي ځل په ایالتی ټاکنو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

په تورینګن کې د جرمني لپاره الترناتیف (AfD) ګوند د تورینګن ایالت تر ۳۳ سلنه ډېرې رایې ګټلي او له دې داسي معلومېږي چې دا ګوند په جرمني کې د ودې او واک ترلاسه کولو په حال کې دی.

محافظه کار مسیحي دیموکرات اتحاد (CDU) چې په جرمني کې د اتحادیې ګوند په نوم مشهور دی، د ۲۴٪ رایو په ترلاسه کولو سره په تورینګن ایالت کې دوهم ځای خپل کړی دی.

په تورینګن ایالت کې د جرمني لپاره الترناتیف ګوند په داسې وخت کې بریالی کېږي چې احتمال نه شته چې نور ګوندونه ورسره ايتلاف وکړي، نو دا امکان لږ ښکاري چې دا ګوند دې واک ترلاسه کړای شي.

دا ګوند د سختدریځو افکارو د لرلو له کبله د کډوالو سخت مخالف دی او ویل کېږي چې د کډوالو له منلو سره د مخالفت او له جرمني څخه د کډوالو د ایستلو شعارونو ورسره مرسته کړې چې په انتخاباتو کې ۳۳ سلنه رایې ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب