دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهمتقي په ترکیه کې افغان دیپلوماتانو ته: له خلکو سره ښه چلند...

متقي په ترکیه کې افغان دیپلوماتانو ته: له خلکو سره ښه چلند وکړئ ځکه چې له مجبوریته راغلي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ترکیې کې وویل: “د افغانستان د یو شمېر سفارتونو او قونسلګریو د همکارۍ د نشتوالي له امله موږ هغوی بې اعتباره اعلان کړل.”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په یوه ویډیو کې چې په ایکسپاڼه کې خپره شوې، ترکیې ته د امیر خان متقي د سفر خبر ورکړ.

امیر خان متقی په استانبول کې له افغان ډیپلوماتانو سره په کتنه کې وویل: “استانبول د اروپا دروازه ده، او موږ مخکې یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو ته فرصت ورکړ چې له کابل سره خبرې وکړي، خو هغوی انکار وکړ، له همدې امله موږ یو شمېر سفارتونه او قونسلګرۍ بې اعتباره اعلان کړې.”

د طالبانو د باندنیو چارو وزیر د ۱۴ سفارتونو له بې اعتباره اعلانولو وروسته د هغو کوربه هیوادونو ته یو لیک ولیږه او ورڅخه ویې غوښتل چې دا سفارتونه بند کړي.

راپورونه وايي چې د کوربه هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو پر افغان سفارتونو او قونسلګریو

 فشار زیات کړی دی.

په دې لړ کې د یکشنبې په ورځ په جرمني کې خبرو سرچینو تاند ته وویل چې د دغه هیواد حکومت افغانستان ته د ۲۸ تنو له لېږلو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بون کې قونسلګرۍ ته تر راتلونکې اوونۍ پورې وخت ورکړی چې یا له طالبانو سره تعامل وکړي او یا هم دغه ماموریتونه بند کړي.

امیرخان متقي په ترکیه کې له افغان دیبلوماتانو سره په غونډه کې ټینګار وکړ، د طالبانو حکومت په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې د ډیپلوماسۍ په برخه کې ښې بریاوې درلودې.

امیر خان متقی ټینګار وکړ چې متحده عربي اماراتو او ازبکستان د طالبانو سفیر منلی دی، او ترکمنستان او قزاقستان هم د شارژدافېر په کچه افغان ډیپلوماتان منلي دي، او «موږ به په نژدې راتلونکې کې په ځینو نورو هیوادونو کې مثبت پرمختګونه وګورو.»

د طالبانو دغه چارواکي په ترکیه کې افغان دیپلوماتانو ته مشوره ورکړه چې باید له خلکو سره ښه او مناسب چلند وکړي، ځکه چې کډوال د فقر او بېکارۍ په شان د ستونزو له امله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

ترکیې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب