پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+اماني مکافات؛ نادري لورینه | پوهاند نصرالله ستانکزی

اماني مکافات؛ نادري لورینه | پوهاند نصرالله ستانکزی

(د هیواد د خپواکۍ د ۱۰۵ کالیزې په پلمه)

په ۱۳۰۰ کال کې پاچا امان الله خان؛ دیوه فرمان په ترڅ کې او په یوه شانداره غونډه کي؛ د خپلواکۍ د جگړې د جنوبي محاذ قوماندان سپهسالار محمدنادر خان او‌ د حرب وزیر ته؛ د هغه میړانې له وجې چې انگریزي قواوو ته یې د ټل په جبهه کې ماته ورکړې وه، د لمر اعلي دولتي نښان؛ چي په خپل وخت کې تر ټولو لوړ او ارزښمن دولتي نښان ؤ؛ د دولت د نښانونو او مډالونو له نظامنامې (قانون ) سره سم تفویض کړ.

د فرمان له مخې؛ له قانون سره سم برسیره پر دې چې د لمر اعلی نښان هغه ته ورکړ شو ، تر څنگ یې پنځه ویشت زره پخې کابلۍ. روپۍ او پنځه سوه جریبه کرهنیزه ځمکه؛ د کابل د علي اباد غونډۍ په لمنه کې؛ له دولتي املاکو‌ څخه ورکړ شوه.

په فرمان کې برسیره پر دې چې د سپهسالار نادر خان د میړانې داسي ستاینه شوې وه؛ د نښان ضمیموي امتیازاتو‌ په هکله هم داسي مطالب راغلي وو :« جلالتماب اعلي سردار محمد نادر خان غازي چې د جهاد في سبیل الله په وخت کې په جنوبي لورې کې یې همت او غیرت ښودلی ؤ، د کره او رښتینو خدمتونو له پاره یې چې ترسره کړي یې دي، د خپل شاهانه حضور له خوا د لوړ ارزښت لرونکي (لمر اعلی) نښان باندي یې سرلوړی او ممتاز گرځوم. د نښانونو د نظامنامې د دریمې مادې سره سم پنځه ویشت زره کابلۍ پخې روپۍ او پنځه سوه جریبه ځمکه مکافات منظور فرمایم. نوموړی کولی شي دغه ځمکه خپل اولاد ته ولېږدوي، اما د خرڅولو اجازه یې نه لري…»

د دغه فرمان او مکافات د ورکړې په وړاندې سپهسالار نادر خان د ستاینې او مننې تر څنگ، نوموړې ځمکه او نقدې پیسې بیرته وقف او د یوه ښوونځي د تاسیس او سمبالولو له پاره یې داسي؛ څرگندونې وکړې:«هر افغان ستاسو غازي اعلیحضرت د احسان پوروړی دی ستاسو د اعلیحضرت دغه بار چې د افغانانو په اوږه پروت دی قلم او ژبه یې نه شي بیانولی، مگر هر افغان وگړی باید دغه ستر نعمت چې خدای پاک تاسو د هغه وسیله گرځولی یاست په عملي لارو د خپل سر او مال په بیه د افغانستان د پرمختگ او زموږ د ځوان پاچا په خاطر چې د افغانستان د ترقۍ سبب دی؛ باید ترسره یي کړي. او ستاسو د ژورو افکارو د پلي کولو له پاره هڅه وکړي. نو ستاسو غازي واکمن حضور ته عرض او هیله لرم چې د امانیه اسلامیه ښوونځي تاسیس چې تاسو یې د علی اباد په سیمه کې د جوړولو اراده لرئ د همدې نقدو پیسو او ځمکې چي ماته مو زما د کوچني خدمت له کبله مهرباني کړې؛ له درکه جوړ او د ځمکې له حاصله دې د هغه مصارف ورکړ شي. هیله ده زما دا عرض منظور کړئ تر څو ستاسو دغه له مهربانۍ ډک امر سره د افغانستان ملت ته گټه ورسیږي.»

پاچا امان الله خان دا وړاندیز ومانه او د سردار محمد نادر اقدام یې وستایه او هیله یې وکړه چې نوموړی لا هم د نورو خدمتونو جوگه شي.

د یادونې وړ ده چې کله محمد نادر خان د افغانستان پاچا شو ، په ۱۳۱۱ لمریز کال کې یې نوموړې ځمکه بیا ځلي د یوه سناتوریم او ‌د طب پوهنځي د جوړولو له پاره وقف کړه، او‌ په دې توگه د کابل پوهنتون اساس په همدې کال کې کیښودل شو.

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    هغوی ول امیر الموءمنین ! غازي امان الله خان
    او غازي م.نادر شاه
    چې تل دخپل وطن او وطنوالو د ترقۍ او آبادۍ په فکر او عمل کښې ول
    هډونه ېې په جنتونو کړې یا الله ! او په اولاده یا نسلونو کې ېې مثالونه پویدا کړې !آمین یا رب العالمین.

  2. پوهاند صاحب ډیره مننه له دې ښې لیکنې څخه
    غازي نادر خان د افغانستان په تاریخ کې ډیر ستر کار کړی دی. که نادرخان نه وای ممکن تراوسه د سقاو اولاده راباندې واکمنه وای. متاسفانه چپیانو، ځینو په ناپوهۍ او ځینو د تعصب له مخې تل هڅه کړې چې نادر خان بد معرفي کړي. نادر خان په ډیره لنډه موده کې چې خزانه سقاویانو چور کړې وه او هیڅ نه وو پاتې، ډېر لوی کارونه وکړل چې یوه ته یې تاسو اشاره کړې یعني د طب پوهنځي تاسیس، د علي اباد روغتون د بنسټ ايښودل او ګڼ نور کارونه.

  3. سلام
    پوهاند صاحب ما چې د ملا یعقوب خبرې واوریدې نو د سعدی خبره راپه یاد شوه وایی مشک انست که خود ببوید نه آنکه عطار ګوید !
    دیعقوب خبرې ډیر کمزورې وې وایی ده درکجا ودرختان درکجا!
    تعلیم چې وتړل شی دغه به حال وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب