پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنن د افغانستان ملي ورځ، د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کالیزه ده

نن د افغانستان ملي ورځ، د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کالیزه ده

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) نن د اسد ۲۸ مه له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۵ کالبیزې سره برابره ده.

د طالبانو په مشرۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۸مه) به په افغانستان کې عمومي رخصتي وي.

افغانستان د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹مه نېټه د شاه امان الله خان په مشرۍ خپلواکي ترلاسه کړه.

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ځینو غړیو امان الله خان غندي او له عامه ځایونو څخه یې د پاچا امان الله خان عکسونه لېري کړي یا پاک کړي دي.

شاه امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان له وژل کېدو او د واک پر ګدۍ تر کښېناستو وروسته په خپله اجنډا کې خپلواکۍ ته لومړیتوب ورکړ. د افغانستان خپلواکي له برتانیايي امپراتورۍ سره له درې لویو جګړو وروسته ترلاسه شوه: د انګلیس – افغان لومړۍ جګړه (1839-1842) او د انګلیس – افغان دوهم جنګ (1878-1880) ، چې دواړه د افغانانو په بریا سره پای ته ورسیدې.

که څه هم طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ او ملي ورځې په توګه د اسد ۲۴ ته، چې دا ډله کابل ته ننوته او واک یې ترلاسه کړ، زیات اهمیت ورکړی، خو د افغانانو اکثریت د اسد ۲۸ مه خپله ملي ورځ بولي او په یو نه یو ډول یې نمانځي.

پخوانیو حکومتونو هم هڅې کړي چې د اسد د ۲۸ پر ځای نورې ورځې ونمانځي خو بریالي نه شول چې پر ولس یې ومني.

1 COMMENT

  1. فکر چې، غلام سي ، خپلواکۍ ارزښت نلري. د هیبتې ځناورو هویت د هغوې د مشر په څیر مشکوک او د خپلواکۍ په قدر د پوهیدلو تمه تري غټه سهوه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب