پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کالیره ده

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کالیره ده

تاند- نن د اسد اته ویشتمه له بریتانیا څخه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۵ کالیزې سره برابره ده.

دا ورځ یو شمېر افغانان په هیواد کې دننه او له هیواده بهر لمانځي.

افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري د میاشتې په ۲۸مه نېټه د وخت د پاچا امان الله خان په مشرۍ له بریتانیا څخه سیاسي خپلواکي واخیسته او دا ورځ هر کال په افغانستان کې د خپلواکۍ د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي.

افغانانو درې ځله له انګرېزانو سره سختې جګړې وکړې.

د افغانانو او انګرېزانو ترمنځ لومړۍ جګړه د ۱۸۳۹ـ۱۸۴۲ کلونو ترمنځ دوهمه ‌يې د ۱۸۷۸-۱۸۸۰ کالونو ترمنځ وه.

د افغانانو او انګرېزانو ترمنځ درېیمه جګړه هم د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په میاشت کې پیل او د اګسټ په میاشت کې د افغانستان د خپلواکۍ په بیا اعلان پای ته ورسېده.

د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۲۸مه نېټه چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګسټ د میاشتې له ۱۹مې نېټې سره (توبیر کوي، کله د اګست له اتلسمې او کله له نولسمې سره برابریږي) برابره ده انګرېزان دې ته اړ شول چې د افغانستان د خپلواکۍ هوکړه لاسلیک کړي.

د ازادۍ له اعلانه وروسته، خلکو ته په وینا کې شاه امان‌الله خان په هېواد کې د ښوونې او روزنې په پراخېدو ټینګار وکړ ویې‌ویل چې یو بې‌سواده هېواد نه‎شي کولای ازاد واوسي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    وبښې په عنوان کې مو ۱۰۴ لیکلې خو په متن کې بیا ۱۰۵ .
    دامان الله خان غازی دخپلواکی متمم درې مهم ټکی :
    ولسی ملاتړ او ملی خود ارادیت
    اقتصادی خپلواکی دامان الله خان عمرانی پروژې
    په رسمیت پېژندنه کې سیاسی او ملی حاکمیت
    دغه تاریخ یوځلانده ستوری دی چې ټول افغانان دامان الله خان د دغه زعامت کلک ملاتړ ی دی.
    ژوندی دوی افغانستان
    تل دې وی استقلال!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب