جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هواپېژندې ادارې په ۱۵ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

د هواپېژندې ادارې په ۱۵ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) د هواپېژندنې د ادارې له اټکل سره سم نن به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې بارارنونه واوري.

دې ادارې د شنبې د ورځې له خبرپاڼې سره سم، په کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، بدخشان، پنجشېر، نورستان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، خوست او کندهار ولایتونو کې نن (شنبې) او سبا (یکشنبې) د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې ده.

د ورښت اندازه له ۱۵ میلي مترو تر ۴۰ میلي مترو پورې اټکل شوې ده.

د هواپېژندنې ریاست دا هم وویل چې د سالنګ په شمول په شمالي، لویدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د تېزو بادونو اټکل کېږي. په بیلابیلو سیمو کې به د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

سږ کال په افغانستان کې د بارانونو، سختو طوفانونو، سیلونو او نورو طبیعی پیښو په پایله کې، سلګونه کسان مړه شوي او په یو شمیر ولایتونو کې لوی مالي زیانونه اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب