جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د عابد لمر په مستعار نوم د ټولنیزو رسنیو یو فعال...

طالبانو د عابد لمر په مستعار نوم د ټولنیزو رسنیو یو فعال نیولی

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۸ مه) د طالبانو استخباراتو ته منسوبو یو شمېر سرچینو د عابد لمر په مستعار نوم د ټولنیزو رسنیو د یوه فعال د نیول کیدو خبر ورکړی او له هغه څخه د اخیستل شویو اعترافونو ویډیو یې خپره کړې ده.

په ویډیو کې غږیدونکي کس ځان خطاب الله بنګښ معرفي کړی او ویلي، چې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو لخوا د دوی د رژیم او مشرانو خلاف تبلیغاتو ته هڅول کیده.

د نوموړي لخوا د طالبانو یو یاد شوي منتقد او لیکوال عصمت قانع هم د هغه نیول کیدل تایید کړي، خو ویلي چې طالب رژیم دومره ډارن دی چې ایله د ټولنیزو رسنیو د فعالانو په نیولو او شکنجه کولو بوخت دی.

یو شمېر کسانو د نوموړي کس نیول کیدل د بیان ازادۍ خلاف د طالبانو د رژیم ځپونکي اقدامات ګڼلي او ویلي، چې دوی په داسې نیونو او جبري اعترافاتو خلک ډاروي او غواړي ټول د ځان تابع کړي.

د طالبانو یو شمېر پلویانو بیا داسې نیونې د دوی د رژیم لاسته راوړنه ګڼلې او ستاینه یې کړې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم د ټولنیزو رسنیو ګڼ فعالان، خبریالان او نور منتقدان نیولي وو، چې بیا یې خوشې کړي وو، خو ورته د شکنجو ورکولو ادعاوې یې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب