لیکوال: ا.م.ا. سیستاني
ژباړن: سیلانی
شاه امانالله د افغانستان د مشرانو او شاهانو په منځ کې د ولس دوستۍ، د خپلواکۍ غوښتنې او د انګریزانو سره د دښمنۍ له امله ځانګړې ځانګړتیاوې لرلې، همدغې روحیې له امله تر ټولو زیات د سیاسي مشرانو په پرتله د سوء قصد ښکار شوی دی.
هغه چې شاه او شهزاده و او ناز او نعمت کې لوی شوی و او د ژوند ټولې برخې یې د عیش، آرامۍ او تنعم لپاره جوړې شوې وې، که له انګریزانو سره جوړ راغلی وی، ښایي د خپل ټول عمر لپاره د افغانستان د پاچا په توګه په کابل کې پر تخت پاتې شوی وی. خو هغه چې د خپل وطن آزادي او سرلوړي یې د سلطنت په ناز او نعمت کې تر ژوند غوره ګڼله، د خپل پاچاهۍ د اعلان په لومړۍ ورځ یې د انګریزانو پر ضد د جهاد قدم پورته کړ ترڅو د وطن خپلواکي بیرته ترلاسه کړي او د افغان ملت څخه یې وغوښتل چې په دې لار کې خپل افغاني او اسلامي ځواکونه وکاروي. افغان زړور ملت هم د دې ځوان امیر رښتیني غږ ته لبیک ووایه او د خپلو پاکو وینو په تویولو سره یې د انګریز استعمار له خولې څخه د خپل وطن د آزادي او خپلواکۍ ګوهر ترلاسه کړ.
د شاه امان الله غازي له نظر دوه شیان د افغانستان د خلکو لپاره ډېر مهم و:
لومړی – د هېواد خپلواکي،
دویم – د علم او پوهې ترلاسه کول.
د شاه غازي امان الله دغه نیک نیتونه په ښه توګه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په رسمي اعلان کې د هغه له تاریخي وینا څخه ترلاسه کیدی شي، چې د ۱۲۹۸کال د زمري میاشت په ۲۸ (۱۸ اګست ۱۹۱۹) نېټهکې یې په کابل کې د زر افشان په ماڼۍ کې وکړه. هغه په خطاب کې حاضرینو ته وویل:
“اې زما هوډمن ملته! تاسو شاید په یاد ولرئ چې ما د خپل سلطنت په پیل کې ستاسو د پاچاهۍ تاج د افغانستان د بهرني او داخلي استقلال او آزادۍ لپاره پر سر کېښود…”
زه د خدای شکر ادا کوم چې نن مې خپل هدف ته ورسیدم او نن د ترکیې، جرمني، برتانیې، روسیې، اتریش او بخارا حکومتونو زموږ بشپړ استقلال په رسمیت وپېژانده. زه تاسو ټولو ته ددې ټولو بریاوو مبارکي وایم.” (د حاضرینو تحسین او خوشحالي: “شاه دې ژوندی وي!”)
سربېره پر دې، زه د خپل ملت په استازیتوب له ټولو هغو لویو قدرتونو څخه مننه کوم چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت پېژندلې ده. له دې وروسته به موږ له هغو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولرو چې په تجارتي او سیاسي چارو کې زموږ سره مرسته وکړي. په حقیقت کې، ګاونډي هېوادونه باید زموږ په دوستۍ ویاړ وکړي، ځکه افغانستان یو زړور او ځواکمن هېواد دی.
د خپلواکۍ د ټينګښت پر وخت ما دومره ټینګار درلود چې که ناکام شوی وی، له دې وروسته مې د ژوند کولو هیله نه لرله. په لومړي قدم کې مې خپل ژوند ستاسو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په خاطر د دښمن پر وړاندې قرباني کاوه. که ناکام شوی وی، بیا مې هم له خپلې پرېکړې نه تېرېدم، ځان وژنه به مې کړې وه، خو د بل هېواد تر ملاتړ لاندې ژوند مې هېڅکله نه منل. که تاسو خلکو زما ملاتړ نه وی کړی او په زړورتیا سره مو خپل کار مخکې نه وی بیولی، زه به خپل هدف ته نه وی رسېدلی او ژوند به مې ځان ته حرام ګڼلی وی. نو ځکه تاسو ما ته یو نوی ژوند راکړ او زه تاسو ورونو ته ډاډ درکوم چې بیا به هم ستاسو په خاطر خپل ژوند قرباني کړم.
شاه زیاته کړه: “که څه هم زما عمر له تاسو څخه لږ دی، خو زه تاسو ته یوه پدرانه یا د پلار په توګه مشوره درکوم چې د خدای لپاره باید د علم په زده کړه کې هڅه وکړئ. تاسو باید خپل ماشومان مکتب ته واستوئ، تاسو باید له هغوی جلا شئ او د زده کړې لپاره یې بهرنیو هیوادونو ته واستوئ، ترڅو د علم په ترلاسه کولو سره د خپل ګران وطن د خدمت وړتیا پیدا کړي او ستاسو نوم په نړیوال تاریخ کې ژوندی وساتي. اې ملته! د وطن او د خدای په خاطر د علم په ترلاسه کولو کې هڅه وکړئ، ځکه یوازې د علم له لارې د دیني او دنیوي بریاوو ترلاسه کول ممکن دي.” یو بې علمه شخص نشي کولی خدای وپېژني “(د زمري ۲۸ د هیواد د استقلال د بېرته ترلاسه کولو ورځ، مقاله، د افغان جرمن آنلاین په آرشیف کې، ۱۷ اګست ۲۰۱۷).”
د شاه امان الله په اړه د علامه حبیبي شهادت:
کله چې شاه امانالله له سلطنت څخه استعفا ورکړه او قندهار ته ولاړ، د قندهار خلکو د هغه په شاوخوا راټول شول او د هغه له رهبري او پاچاهۍ څخه یې د خپل ځان او مال په بیه ملاتړ اعلان کړ. هغوی شاه مجبور کړ چې کابل ته د تاج او تخت د بېرته ترلاسه کولو په نیت حرکت وکړي.
پروفیسر حبيبى از چشم ديد خود در اين مورد مى نويسد: « در بهار ١٣٠٨شدههزار لشکر قومی قندهاری و هزاره تحت قيادت شاه اماناللهخان بسوی کابل حرکت نمود. سپاه زابل و مقر را عبور کرد و بسوی غزنی پيش آمد. در مسير راه بنا بر دسايس انگليس بوسيله برخی عناصر مشکوک و روحانی نمايان داخلی به غرضانگيزش و آويزش قبايل درانی و غلجائی بيست تن از طلايهداران کشاف فراهیدرانی در منطقه سکونت غلجائيان کشته شده و نعشهای پارهشده کشتهگان را بر پايههای کج شده تلفون انداخته بودند و بر کاغذی با خط بد ملايی نوشته بودند: «اين مهمانی از جانب اقوام غلجائی برای درانيان و شاهامانالله است.» شاه با مشاهده اين وضع اسفناک و فجيع، لشکريان را بدور خود خواند و گفت:
علامه حبیبی په دې اړه خپل لیدلی حال داسې لیکي: «په ۱۳۰۸ هجري شمسي کال کې، لس زره کندهاري او هزاره جنګیالي د شاه امانالله خان په مشرۍ کابل ته د حرکت لپاره چمتو شول. شاه له زابل او مقر څخه تېر شو او د غزني په لور روان شو. د لارې په اوږدو کې، د انګریزانو دسیسو له امله او د ځینو مشکوکو عناصرو او د داخلي روحاني نمایانو په واسطه، چې د دراني او غلجایي قبایلو تر منځ شخړې او نفاق ته لمن ووهله، شاوخوا شل تنه د فراهی-دراني کشافي ځواکونه د غلجایانو په سیمه کې ووژل شول. د وژل شویو کسانو ټوټه شوې مړي د ټیلیفون پر کږو ستنو ځړول شوي وو او په یوه کاغذ کې د ملا په بد خط لیکل شوي وو: «دا مېلمستیا د غلجایانو له خوا د درانیانو او شاه امانالله لپاره ده.»
شاه امانالله خان د دې اسفناکې او فجیع صحنې په لیدو سره خپل لښکریان راوغوښتل او ورته یې وویل:
«اوس دا ثابته شوه چې دښمنان غواړي زموږ په قبیلو کې فساد او جګړه واچوي ترڅو موږ یو بل په خپلو لاسونو ووژنو او زه به د دې ناوړه عمل لامل وګڼل شم چې د تخت او تاج د بېرته ترلاسه کولو لپاره به وژنې او وینې تویې شي. نو ای زما ګران ملته! باور وکړئ چې زه د دې زړه ماتوونکي داخلي او قبیلوي جګړو صحنې نشم زغملی. زه نه غواړم چې تاسو زما د تخت او تاج د بېرته راګرځولو لپاره داسې کارونو ته لاس واچوئ. نو باید زه ستاسو له منځه لاړ شم ترڅو د داسې وژنو او وینو تویېدلو لامل نه شم.»
«تاسو! زما ګران ولس به ژوندی پاتې شئ او افغانستان به هم پاتې شي، خو د دې نامناسبې پېښې تلپاتې بدنامي او مسؤلیت به زما په نوم ثبت شي. په داسې حال کې چې ما د خپلې پاچاهۍ د لومړۍ ورځې څخه ژمنه کړې وه چې د افغانستان د استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او ستاسو د خلکو د سوکالۍ او یووالي لپاره به کار کوم.»
ببينيد! علت بدبختی مردم ما در دورههای سابق تاريخ اين بود که شهزادگان برای بدست آوردن مقام شاهی با همديگر جنگها داشتهاند و در اين بين شما مردم را با يکديگر بجنگ و دشمنیها و عداوتهای قبيلوی برانگيختهاند. من ميخواستم دوره شاهی من چنين نباشد و بجای اينکه مردم را به جنگ يک ديگر سوق دهم، بايد منادی دوستی و وحدت و سعادت و اخوت تمام مردم افغانستان باشم. چون اکنون میبينم که شما بجنگ داخلی قبيلوی گرفتار میآئيد، اينک من ميخواهم ميدان را به مردم خود افغانستان اعم از موافقان و مخالفان خود، بگذارم. شما با همديگر جور بياييد. من مسئوليت جنگ خانگی شما را برای باز ستانی تخت شاهی بدوش خود گرفته نميتوانم. يک او درزاده من درپاره چنار رسيده و ديگر برادر روحانی من در همين جا نشسته و جنگ خانگی را در ميدهند. ولی من مرد اين کار نيستم و توصيه من بشما اين است که با همديگر کنار بياييد، اتفاق کنيد، استقلال خود را نگهداريد، و وطن خود را بدشمنان خارجی مسپاريد! من فردی از شما هستم، اگر شما سعادتمنديد، عين سعادت و مسرت منست. ولی اگر اينچنين بخاک و خون بغلتيد، موجب بدبختی و ملال دايمی من خواهد بود.سپس شاه نيکدل و حساس و خيرخواه و مردمدوست اين دو بيت واقف لاهوری را اشک ريزان خواند:
وګورئ! زموږ د خلکو بدبختۍ په تېرو دورو کې دا وه چې شهزادګانو به د پاچاهۍ د مقام د ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره په جګړو بوخت و او په دې منځ کې یې تاسو خلکو ته د قبیلوي جګړو، دښمنیو او عداوتونو اور بل کړ. ما غوښتل چې زما د پاچاهۍ دوره داسې نه وي او د دې پر ځای چې خلک د یو بل پر وړاندې جګړې ته وهڅوم، باید د ټول افغانستان د خلکو د دوستۍ، یووالي، سوکالۍ او ورورولۍ پیغام راوړونکی وی. اوس چې وینم تاسو په داخلي او قبیلوي جګړو کې ښکېل کېږئ، نو زه غواړم چې میدان خپلو خلکو ته پرېږدم، که هغه زما پلویان وي او که مخالفین، تاسو باید یو له بل سره په سوله او همغږۍ کې ژوند وکړئ.
زه د دې وړتیا نه لرم چې ستاسو د کورني جګړې مسؤولیت د واک او تخت د بېرته ترلاسه کولو لپاره پر غاړه واخلم. یو تربور مې په پاره چنار کې دی او بل روحاني ورور مې دلته ناست دی او کورنۍ جګړه پیلوي. خو زه د دې کار سړی نه یم او زما توصیه تاسو ته دا ده چې یو له بل سره جوړ شئ، اتفاق وکړئ، خپلواکي مو وساتئ او خپل وطن بهرنیو دښمنانو ته مه سپارئ! زه ستاسو له منځه یو کس یم، که تاسو سوکاله یاست، دا عیناً زما سوکالي او خوښي ده. خو که داسې په خاورو او وینو کې لت پت شئ، دا به زما لپاره دایمي بدبختي او خپګان وي.
وروسته، دې زړه سوانده، حساس، خیرخواه، او ولسپال شاه د واقف لاهوري دا دوه بیتونه په اوښکو ډکو سترګو ولوستل:
جنگ تو صلح و صلح تو جنگ است
من بقـربــانت اينچه نيــرنگ است
ميـــــروم تا تـو نشنــوی نــــامـــم
اگــــر از نام من تـــرا ننـــگ است!
(پوهاند حبيبى ، جنبش مشروطيت ، کابل ١٣٦٣، ص١٧٠)
علامه حبیبی په خپل کتاب “جنبش مشروطیت در افغانستان” کې د دې روښانفکر او وطنپال شاه په اړه د خپل لیدلی حال لیکلی دی. حبیبي په رښتیني توګه شهادت ورکوي چې خلکو له شاه سره ډېره مینه او باور درلود او غوښتل یې چې واک ته بېرته وګرځي. خو شاه چې کله له هغې زړه بوږنوونکې پېښې سره مخ شو، له جګړې ته چمتو لښکر سره له غزني څخه بېرته کندهار ته راوګرځېد او له هغه ځایه یې د پردېسۍ په لور حرکت وکړ ترڅو د خپلو هېوادوالو مرګونه ونه ویني.
د لومړۍ برخې پای
د چين غوټۍ
China state-controlled media
Facebook has designated this publisher because it believes it may be partially or wholly under the editorial control of a state.
https://www.facebook.com/photo/?fbid=1036254011626553&set=a.481132270472066