د نجونو د تړلو ښوونځیو دریمه کلیـزه
زړه مې نري درزونه وکړل
چې ښوونځي ته یې بیا واچول کلپونه
ټول نړیوال ورته حیران دی
چې طالب جان به مکتب ولې بندوینه
دا دی درې کاله پوره شول چې په افغانستان کې د نجونو منځني ښوونځی تړل شوي دي او واکداران په ناموجه دلایلو سره افغانان او نړیوال تېرباسي.
د طالبانو د دویم حاکمیت د دریمې کلیزې پر مهال یونسکو بیاځلي پر نړیوالو غـږ کړی دی
چې:«طالبانو قصداً یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې له زدکړو راګرځولې دي.»
د یونسکو په نویو څرگندونو کې ویل شوي دي چې په دومره لوی شمېر سره نجونې له زدکړو محرومول به ډېرې ناوړه پایلې ولري. په همدې باب د بيبيسي په یوه تازه رپوټ کې دا ترخه حقایق په نښه شوي دي:
«یونسکو له زدکړو د دومره لوی شمېر ماشومانو د محرومیت د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی او مشرې یې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پوهنتونونو او ښوونځیو کې افغان نجونو ته د زدکړې حق تر لاسه کولو لپاره یو موټي شي.
یونسکو ویلي له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې قصدآ له منځنیو او ثانوي زدکړو منع شوې او یوازې تېر کال له ښوونځیو د محرومو شویو نجونو شمېر درې لکه زیات شوی دی.
دا هغه نجونې دي چې سږ کال یې شپږم ټولګی بشپړ کړی دی.
یونسکو وايي که له دې سره هغه نجونې هم یو ځای شي چې د طالبانو له بندیز وړاندې له ښوونځي محرومې وې، نو په افغانستان کې له زدکړې د ټولو محرومو نجونو شمېر دوه نیم میلیونو ته رسیږي چې د ښوونځي د عمر نجونو اتیا سلنه برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په دوه لسیزو کې د زدکړې برخه کې پرمختګ ته په اشارې ویلي طالبانو په خپلو پریکړو سره دا پرمختګ له منځه یوړ او د یو نسل راتلونکی یې له خطر سره مخامخ کړی.
یونسکو وايي یوازې متوسطه او ثانوي زدکړې د طالبانو په راتګ سره نه دي اغیزمنې شوې بلکې لومړنۍ زدکړې هم اغیزمنې شوي دي.»
زه فکر کوم چې تر اوسه پورې د نجونو د ښوونځیو نه پرانستل، د افغانستان همدې او راتلونکو نسلونو ته او د نوي نسل د سمې ــ علمي روزنې پلویانو ته د خطر هغه زنگ دی چې که یې د حل له پاره جدي سوچ او کار ونهشی، د افغانستان دا نسل او راتلونکي نسلونه برباد وگڼئ.
په داسې یوه وروسته پاتې ټولنه کې لکه افغانستان چې له یوه لوري اقتصادي ستونزو سره لاسگرېوان وي، له بل پلوه ښوونځي ته د تگ هڅونه نه وي او لامخنیوی هم ورسره مل وي، بیا به د یوې ارامې څونامي داسې ځپونکو څپو سره لاس گرېوان کېـږي چې د بربادۍ مخه یې هېڅ څوک نه شي نیولای او همدا اوس د دې څونامي څپې محسوسې دي. دا یې د ځینو محسوسو څپو بېلگې دي:
ــ لومړنیو ښونځیو ته د شاملېدونکو په شمېر کې د پاملرنې وړ لږوالی راغلی دی،
ــ هغه کوچنیان چې باید ښوونځیو ته ولېـږل شي، د شاقه کارونو دایرې ته ورپورې وهل شوي دي،
ــ ترټولو خطرناکه معامله دا ده چې د کمسنه نجونو د ودولو په شمېر کې د پاملرنې وړ ډېروالی راغلی دی.
دا چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په پایله کې پر افغانانو او وطن باندې نور څه راتلونکي دي، د هغه په باب د نجونو د ښونځیو تړونکي او شوقیان یې لا فکر هم نه شي کولای.
نو که په جدي پاملرنې کار او مبارزې سره د دې ستونزو د حل لهپاره لارې پیدا نه شي، یادې ستونزې نورې هم چاقېـږي او داسې وخت راتلونکی دی لکه اتوم بم چې وکارول شي، هرڅه به په اور وسېځل شي او افغانانو ته به پرته له ایرو بلڅه ورپاتې نهشي.
تر دې زیات د نجونو د منځیوښوونځیو تړلی حالت، د افغانستان لهپاره او د افغانستان د خلکو لهپاره د سرطان بڼه غوره کوي او د سرطان ناروغۍ غم که په خپل وخت ونه خوړل شي، هر غښتلی وجود راڅملولای شي.
له چیز فهمه خلکو او د نوي نسل د روزلو له پلویانو غوښتنه کوم چې غلي دې نه کښېني او هرڅوک دې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د دې ستونزې د لهمنځه وړلو لهپاره هلېځلې وکړي.