پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد نجونو د ښوونځیو په اړه د مولوي کبیر ځواب سختو نیوکو...

د نجونو د ښوونځیو په اړه د مولوي کبیر ځواب سختو نیوکو سره مخ شوی

تاند (شنبه، د اسد ۲۷ مه) ګڼ شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هغه ځواب ته توند غبرګونونه ښودلي، چې د نجونو د تړل شویو ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه یې د یوې تلویزوني مرکې پر مهال ورکړی.

ښاغلی کبیر څو ورځې مخکې د اریانا خصوصي تلویزون په یوه خپرونه کې مېلمه و او د دوی د بیا واک ته رسېدو د درېیمې کلیزې په اړه یې خبرې کولې.

له هغه څخه د مرکې په یوه برخه کې وپوښتل شول، چې تړل شوي ښوونځي به کله بیرته پرانیستل شي؟

هغه له خبریال څخه پوښتنه کوي، چې منظور یې کوم ښوونځي دي؟

کله چې خبریال د نجونو ښوونځي یادوي، مولوي کبیر یې په ځواب کې خاندي.

د طالبانو منتقدانو د هغه دغه ځواب توهینونکی او له غروره ډک ګڼلی او ویلي، چې افغانانو او غوښتنو ته په سپکه سترګه کتلو یې ډېرې واکمنۍ پرځولي.

له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته زده کړې، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره منع شوي، د دوی پر وړاندې له تر ټولو لویو اعتراضونو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب