پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهازبکستان د طالبانو له حکومت سره څو موافقې لاسلیک کړې

ازبکستان د طالبانو له حکومت سره څو موافقې لاسلیک کړې

تاند (شنبه، د اسد ۲۷ مه) چارواکي وایي، د ازبکستان د صدراعظم د سفر پر مهال د شنبې په ورځ کابل ته د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پنځه موافقې لاسلیک کړې.

د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي چې په کابل کې د ازبکستان د صدراعظم په حضور کې د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ۳۵ تفاهملیکونه لاسلیک شوي دي.

د سوداګرۍ وزارت وویل چې د پانګونې په برخه کې د 1.4 میلیارد ډالرو په ارزښت 12 تفاهملیکونه او په سوداګریز سکتور کې د 1.1 ملیارد ډالرو په ارزښت 23 یادداشتونه لاسلیک شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا موافقې د افغانستان د کانونو، کرنې او مالیې وزارتونو او د ازبکستان د اړوندو وزارتونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره لاسلیک شوې دي.

د ازبکستان صدراعظم عبدالله اریپوف په ارګ کې د موافقو د لاسلیک په مراسمو کې په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او د ازبکستان د ولسمشر نظر دا دی چې له اسلامی امارت سره له تعامل پرته پرمختګ ممکن نه دی.

دا موافقې، چې د افغانستان له روانو ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادی همکاریو دوام په ګوته کوی، د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د ازبکستان د لومړی وزیر اریپوف په حضور کې لاسلیک شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب