Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبانو د اووه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت کانونه په قرارداد ورکړي

طالبانو د اووه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت کانونه په قرارداد ورکړي

تاند (شنبه، د اسد ۱۷ مه) په تیرو دریو کلونو کې، د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره د ۲۲ لویو کانونو د سپړلو/ استخراج قراردادونه لاسلیک کړي چې ټول ارزښت یې اووه نیم میلیارد ډالر کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، طالبانو په تېرو دریو کلونو کې لږ تر لږه ۲۲ لوی کانونه چینایي، قطري، ترکي، بریتانیايي، ایراني او ځینو کورنیو شرکتونو ته سپارلي دي.

د دغو کانونو ټول ارزښت نژدې ۷.۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي، چې له دې جملې څخه د امودریا د تېلو حوزه، په هرات، کندهار، او پروان کې د سمنټو درې پروژې، د غوریان د وسپنې کان، د غور د سرپو کان او د تخار د سرو زرو کان تر ټولو مهم کانونه دي.

د لویو کانونو تر ټولو مهم قراردادونه په لاندې ډول دي:

د غوریان د وسپنې کان

د پانګونې اندازه: 4.8 ملیارد ډالره

قراردادي: د افغانانو په همکارۍ ترکیه، انګلستان او ایران

د جبل السراج د سمینټو کان

د پانګونې اندازه: 220 میلیون ډالره

قراردادي شرکتونه: قطري شرکت له یوه افغان شرکت سره

د غور ولایت د سربو کان

د پانګونې اندازه: 537 میلیون ډالره

قراردادي شرکت افغان اینویست

د تخار ولایت د سرو زرو کان

د پانګونې اندازه: 310 ملیون ډالره

قراردادي شرکت: چینايي

د مس عینک دوهم کان

د پانګونې اندازه: 411 ملیون ډالره

قراردادي شرکت: چینايي

د امودریا د تېلو حوزه

د پانګونې اندازه: 150 میلیون ډالره

قراردادي شرکت: چینايي

طالبانو زیاتره لوی کانونه چینایانو ته په قرارداد ورکړي دي، او په تیر کال کې، طالبانو یوازې د امو سیند د تېلو د حوزې د تېلو له خرڅلاو، زمردو، سربو او زینک له پلورلو څخه تر ۱۰۰ میلیون ډالره زیات عاید ترلاسه کړی دی.

د امو دریا د تیلو حوزې عاید: 94.5 میلیون ډالره

د پنجشیر د زمردو عواید: 4.5 میلیون ډالره

د سربو او زینک عاید: 14 میلیون ډالره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...