پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان په چاغي کې د ۵ افغانانو مړي وموندل شول

د بلوچستان په چاغي کې د ۵ افغانانو مړي وموندل شول

تاند (شنبه، د اسد ۲۷ مه) د بلوچستان په چاغي سیمه کې د پنځو تنو افغانانو مړي په داسي حال کې موندل شوي چې د بریښنا په پایو پوري تړل شوي وو.

د بلوچستان ایالت پولیسو نن وویل چې وژل شوي کسان د افغانستان د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اوسیدونکي دي.

پولیسو تر اوسه د قربانیانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ځایي پولیس وایي، دغه پنځه کسان، چې اوس یې مړي د عدلي طب د معاینې لپاره د کوټې یوه روغتون ته وړل شوي، اصلاً په بل ځای کې وژل شوي او وروسته چاغي ته راوړل شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دې وژنو مسوولیت نه دی منلی.

خو داسي اوازې شته چې دا کسان د افغانستان د تېر جمهوري حکومت امنیتي ځواکونه وو.

ګومان کېږي چې دا هغه پنځه تنه وي چې جېش العدل ډلې د روانې میاشتې په پیل کې د هغو د نیولو خبر ورکړ.

دې ډلې ویلي و چې د افغانستان د پخواني حکومت ۵ غړي یې په دې تور نیولي چې د ایران له سپاه پاسداران سره تار لري او د دوی د یوه مشر په وژلو کې لاس لري.

خو جېش العدل تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب