Homeخبرونهد ازبکستان صدراعظم کابل ته رسیدلی

د ازبکستان صدراعظم کابل ته رسیدلی

د ازبکستان صدراعظم عبداله عارف­اوف د یوه پلاوي په مشرۍ کابل نن (شنبې) ته راغی.

دا د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې افغانستان ته د ازبکستان د صدراعظم او د نړۍ د یوه جګپوړي مشر لومړنی رسمي سفر دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ایکس­پاڼه لیکلي، چې عبداله عارف­اوف به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تجارتي اتصال په دوه اړخیزه غونډه کې برخه واخلي او بیا به د ازبکستان د تولیداتو او محصلاتو یو نندارتون وویني.

دا نندارتون نن د ازبکستان د پانګونې، صنعت او تجارت وزیر لزیز قدرتوف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پرانیست.

ازبکستان جدي هڅې پیل کړي چې د ترانس افغان په نوم د ریللارې په وسیله ځان له جنوبي اسیا سره وصل کړي.

پرون د ازبکستان د ګرځندوی وزیر امېد شادیف د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر قدرت الله جمال سره په کتنه کې له افغانستان سره د ګرځندوی د صنعت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تر اوسه پورې د ازبکستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ازبکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د طالبانو له حکومت سره د سوداګري اړیکو په انګېزه نژدې تعامل لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...