پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد: که پاکستان ورڅخه وغواړي له ټي ټي پی سره یې منځګړتوب...

مجاهد: که پاکستان ورڅخه وغواړي له ټي ټي پی سره یې منځګړتوب کوي

تاند (شنبه، د اسد ۱۷ مه) طالبانو یو وار بیا د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو لپاره منځګړتوب ته تیاري وښوده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د بریتانیا د اندیپنډنت ورځپاڼې له اردو برخې سره په مرکه کې ویلي چې «د ټي ټي پي او پاکستان ستونزه له شلو کلونو راهیسي دوام لري. پاکستان د ټي ټي پي خلاف د ضرب عضب عملیات کړي او ټي ټي پي د هغوی خلاف جګړه کړې، دا د پاکستان ستونزه ده چې باید په خپله یې حل کړي خو له بده مرغه هغوی یې مسوولیت د افغانستان غاړې ته اچوي او په دې توګه د بې باورۍ فضا رامنځته کوي.»

مجاهد یو وار بیا ټینګار وکړ چې د دوی حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

طالبانو شاوخوا دوه کاله وړاندې د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د روغۍ لپاره د منځګړتوب هڅې وکړې خو نتیجه یې ورنه کړه. په کابل کې د ټي ټي پی د مشرانو اوپاکستاني استازو له خبرو وروسته پاکستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل چې مشران یې په کابل کې دي.

له هماغه مهاله پاکستان بیا بیا وايي چې د ټي ټي پی مشران په افغانستان کې دي او له هماغه ځایه د حملو لپاره خپل جنګیالي پاکستان ته استوي.

طالبان بیا د پاکستان دا ادعا ردوي. مجاهد انډیپینډنت ته په تازه مرکه کې هم ویلي چې که پاکستان ثبوت لري له دوی سره دې یې شریک کړي.

ده وویل، په هغه صورت کې د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړتوب کولی شي چې پاکستان وغواړي او که پاکستان غوښتنه ونه کړي بیا دوی په دې مسله کې مداخله نه کوي ځکه چې دا د دوی خپله کورنۍ مسله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب