پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد دیموکراتانو کاندیدې کاملا هریس یوه افغان خپله سلاکاره وګومارله، نسرین بارکزۍ...

د دیموکراتانو کاندیدې کاملا هریس یوه افغان خپله سلاکاره وګومارله، نسرین بارکزۍ څوک ده؟

تاند (شنبه، د اسد ۲۷ مه) د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې د دیموکراتانو د کاندیدې کاملا هریس کمپاین، افغان الاصله امریکایي وکیله نصرین بارکزۍ د امریکا د مسلمانو او عربي ټولنو لپاره سلاکاره ګومارلې ده.

اغلې بارکزۍ تر دې مخکې د امریکا د مرستیال ولسمشرې کاملاهریس د سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده.

این بي سي نیوز تلویزیوني چاینل د هریس د کمپاین له قوله ویلي چې نصرین بارکزۍ له ۲۰۲۱ کال څخه د روان کال تر جولای میاشتې پورې د متحدوایالتونو د مرستیال ولسمشرې کاملا هریس په دفتر کې د مسلمانانو، عربو، د غزې د جګړې، د امیندوارۍ د حقونو، رایې ورکولو او ډیموکراسۍ په چارو کې د سیاسي سلاکارې په توګه کار کړی دی.

د هریس د کمپاین چارواکو ویلي چې بارکزۍ به د کاملا هریس په کمپاین کې ورته مسوولیت په غاړه واخلي.

د کاملا هریس د کمپاین د دې افغان الاصله سلاکارې تر ټولو مهمه دنده به دا وي چې له مسلمانو ټولنو، په ځانګړې توګه له عربو امریکایانو سره خبرې او مشورې وکړي او د هریس کمپاین ته د هغوی ملاتړ راجلب کړي.

بارکزۍ وايي، “زه ویاړم چې له مرستیال ولسمشرې سره خپل کار ته دوام ورکوم او په دې ټاکنو کې به د ډیموکراسۍ او د اومیندوارۍ له حقونو څخه نیولې د مسلمانانو او عربو تر چارو پورې په پراخه کچه مهمو مسلو ته مشوره ورکړم.”

نصرین بارکزی څوک ده؟

نسرین بارکزۍ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځ د یرغل په کال په کندهار ولایت کې زېږېدلې ده.

بارکزۍ (ګلامور) مجلې ته ویلي چې د هغې پلار او تره په هغه وخت کې بندیان وو او ورک شول. د دې راپور له مخې، هغه او کورنۍ یې وروسته پاکستان ته مهاجر شول چې د شوروي د سور پوځ له بمبارۍ څخه وژغورل شي.

په دې وخت کې نسرین بارکزۍ شاوخوا ۲ کلنه وه.

په پاکستان کې له درې کاله ژوند کولو وروسته، اغلې بارکزۍ په ۱۹۸۵ کال کې د کډوالو د بیا میشېدو د پروګرام په چوکاټ کې متحدوایالتونو ته مهاجره شوه او په ۲۰۰۵ کال کې د کلیفورنیا د برکلې پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغه شوه.

په ۲۰۲۱ کې د مرستیال ولسمشرې له دفتر سره تر یوځای کیدو دمخه او د کامالا هریس د سلاکارې په توګه تر کار کولو وړاندې هغې د امریکا د مدني ازادیو له اتحادیې سره د حقوقي متخصصې او د ملي امنیت د وکیلې په توګه کار کاوه.

هماغه مهال دې په افغانستان او عراق کې د ملکي تلفاتو د پروژې مشري کوله. د ال مانیټر خپرونې د راپور له مخې، بارکزۍ په ۲۰۰۸ کال کې په ګوانتانامو کې د بندیانو توقیف او د هغو قانوني پروسه “غیرقانونې” بللې وه.

نصرین بارکزۍ د عدالت د پرمختګ لپاره د اسیايي امریکایانو په اتحادیې کې د مدني حقونو او ملي امنیت د وکیلې په توګه کار کړی دی.

د ال مانیټر د راپور پر اساس، په داسې حال کې چې هغې له اتحادیې سره کار کاوه، د فلسطین پلوه محصلانو د لاریونونو دفاع یې کوله او د اسراییل پلوه یهودي محصلانو د فشار پر وړاندې د هغوی د دفاع مسووله وه.

د اسراییل جروزلم پوسټ ورځپاڼې ادعا کړې چې بارکزۍ په خپلو بیانونو او لیکنو کې په امریکایي پوهنتونونو کې د یهودو محصلانو د یهود دښمنۍ په اړه اندیښنې د یهودانو منظمه بدماشي بللې ده.

د جروزلم پوسټ ورځپاڼې له مخې، بارکزۍ د امریکا په پوهنتونونو کې د اسراییلي ضد څرګندونو په خاطر له امریکايي پوهنتونونو څخه د یهودو محصلانو د شکایت په ځواب کې ویلي و چې دا شکایتونه د فلسطین پلوه فعالیتونو د غلي کولو لپاره هڅه ده.

دې اسراییلي ورځپاڼې همداراز ویلي چې اغلې بارکزۍ یوه له هغو وکیلانو څخه وه چې د برکلې پوهنتون په ګډون د کلیفورنیا په دریو پوهنتونونو کې یې د یهودو محصلانو د شکایت او دوسیې مخه نیولې ده.

5 COMMENTS

  1. دی سره به د ډیرو افغانانو رایه هم تر لاسه کړی. دلته امریکا اوس په زرګونو افغانان اوسیږی چی د امرریکی تابغیت یا پاسپورت یی تر لاسه کړی او کولی شی چی رایه ورکړی.

  2. داخبرې داکړنې داسې او هسې !! خو خو ….خو ګورۍ چې په عیسوي ملک کې لویه شوې افغانه بارکزۍ چې د تحصیل او انسانیت په برکت د انسان له حقوقو څخه د یوو داسې ملک په منځ کې دفاع کوي چې هغه ملک د ظلم او ناروا لویه کڅوړه ده او د هیچا زور هم نه پرې رسیږي !اوس نو مقایسه وکړۍ د ښځو حالت د طالب جان په در بار کې ، وایې: ( ښځې لو څ مخ ګرزي ، ارایش یې کړی دی ، څوک یې په زور نشي په نکاح کولی …) ، دا خو ټولې ښې ښکاري ! خو لکه د انګلیس یوه شیطانه ستراتیږي ده !! ځکه چې ښځې د تحصیل حق نلري ! نو چل پر دې کښې دی چې ښځه به بیسواده پاته شي او مجبوره ده چې ډوډۍ د واده له لارې پيدا کړي ! ځکه هغه خو بی سواده ده کارنشي کولی ! نو طالب جان به دوه ادرویو ته ځان برابروی چې په نکاح یې کړي او د خپلو زړو رهبرانو لار به تعقیبوي ! !

  3. محترم لوپر صاحب واقعآ د افغانانو ( میرمنو اوناریناؤ ) باالحصوص د میرمنو حقوقو ستر مدافع ئی او همدارنګه د حقیقت ملګرۍ ئی ، لوپر صاحب پدی برخه کښی درته ډیر بریالتوب غواړم !!!!!

    د تاسی محترم لیکنو څخه واضح لیده کیږی چی تاسی محترم د افغان ملت ټولو حقوقو تر لاسه کولو لپاره ناستومانه هلی ځلی کوۍ اما یوه ګیله درڅخه لرم هغه دا چی د افغان ملت مذهب ، کلچر ، عنعناتو او د افغان ملت تاریخ ته هم په احترام باید وکتل شی او افغان ملت په اتفاق سره همیش اجنبیو یرغل پر ضد جهاد کړۍ دی اما په افسوس سره باید وویل شی چی هم روسانو او هم امریکا ، انګلیس د نیمه باسوادو او ساختګیو مذهبیو په واسطه د افغان غیرتی ملت ستری قربانی تر پښو لاندی شوی دی اوددی غلامانو په واسطه حتی اوس د افغانستان کنترول د پنجابی پاکستان له خوا کیږی ،قاتل شیطان انګلیس ، قاتل غلیسی امریکا او دوه مخه خبیث قاتل روس افغان ملت ارام نه پریږدی او افغان ئی په خپلو مینځو کښی سره بی اتفاقه ساتلی دی او مسلسل ئی خپل غلامان د افغان ملت په اوږو سپاره کړیدی او اوسنی وخت کښی ئی پلانیز د کوچنیوالی څخه هغه خچنی خیټوری جاهلترینی ږیری د افغان ملت په اوږو سپاره کړل او اوس د افغانستان کنترول د پنجابی پاکستان په لاس کښی دی!!!

    افغانانی او افغانان فوق العاده استعداد لری او د خپل مذهب ، تاریخ ، کلتور اوخپلی خاوری خپلواکی لپاره د هر ډول قربانی لپاره مسلسل امتحانونه ورکړی دی دا اجنبیانو ته پوره څرګنده دی ، محترم لوپر صاحب امید دی چی راڅخه زړه بدۍ نشی !!!!

  4. زه به په جرءت سره وواهم جی نسرينه زموږافتخاردی دازماداولادونوسره به یوه مکتب کی یوځای لویه سوه ډیره زکی ،هوښیاره نجلی ده خدای دی نوری بریاوی هم په نصیب کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب