بیت المقدس کې د افغان صوفیانو څلورسوه کلنه خانقاه
د طلایي ګنبدې ښي اړخ ته یوه لویه زینه ښکته شوې ده چې لاندې ترې یوه دروازه زاړه ښار ته وتلې ده. د دروازې ترڅنګ څو دفترونه دي او یوه بله تنګه کوڅه ده چې شاوخوا څلور پنځه دوکانونه او یوه چای خانه ده. د همدې لنډې او تنګې کوڅې اخره کې د نارینه و او ښځینه و لپاره تشنابونه او د اوداسه ځایونه جوړ شوي دي. دا نو د اولې ورځې کیسه ده. زه د اودس تازه کولو لپاره دلته راغلم، خو تلوسه مې دا وه چې الزاوية الافغانيه پیدا کړم. یوه ځوان نه مې پوښتنه وکړه چې الزاوية الافغانيه چېرته ده. هغه ویل دا یو لوی کمپلیکس دی او دلته تر شلو زیاتې زاویې دي، زه دقیق نه پوهېږم چې چېرته ده خو که هغه مخامخ کتابتون ته ورشې هغوی به یې در وښیي. د الاقصی جومات ښی خواته یو کتابتون دی چې تاریخي اثار او نقشې په کې دي. کتابتون ته چې ورغلم دروازه یې بنده وه نهیلی بېرته ستون شوم.
تر دې تاریخي او نه هېریدونکي سفر مخکې مې هره ورځ څو ساعته د فلسطين، اردن او سعودي عربستان د دیني، تاريخي او کلتوري ځايونو په اړه لوستل. په دې څیړنه کې د کتابونو لوستل، تاریخي مقالې، ویډیوګانې او نورې معتبرې سرچینې شاملې وې. زما د دې مطالعاتو هدف دا وچې ددې سیمې د مقدسو ځایونو، تاریخ، معمارۍ، مذهب او هنر په اړه پوهه ترلاسه کړم ترڅو زه د خپل سفر په جریان کې دا مهم ځایونه ښه درک کړم او د سفر تجربه مې د ځان او نورو لپاره ګټوره شي. یوه ورځ مې د بیت المقدس د تاریخي ځایونو په اړه ګوګل کې پلټنه کوله چې د الزاوية الافغانيه عکس مخې ته راغی. خدای شاهد دی د افغان د نوم په لیدلو ډېر زیات خوشاله شوم. زما د خوشالۍ یو لامل دا و چې دغه تاریخي خانقاه به له نږدې وګورم او بل دا چې الزاوية الافغانيه به زما د سفرنامې یوه په زړه پورې برخه شي.
زموږ د سفر اصول داسې وو چې هر هېواد کې به د یوې اوونۍ مهالوېش مخکې تر مخکې راکړل شو. که چېرته یوازې تللو نو د دارالسلام ټوریسټي کمپنۍ لارښود او یا د ګروپ مشر ته به مو خبر ورکړ. دا کار زموږ د امنیت او د سفر په جریان کې د ستونزو د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوی و. کله چې فلسطین ته ورسېدو د څو ورځو مهالوېش راکړل شو چې له بده مرغه د الزاوية الافغانيه لیدل په کې شامل نه و. زموږ مهالوېش داسې جوړ شوی و چې په سختۍ په کې یو ساعت وخت پیدا کېده چې بازار ته ووځې او یا هم په خپله خوښه چېرته د مذهبي او تاریخي ځایونو لیدلو ته ولاړ شې. په اوله ورځ چې موږ د اقصی جومات ته ورغلو په هغه ورځ زه بیخي هیجاني وم. د معنوي او روحاني خوشالۍ ترڅنګ ما داسې احساس لرلو لکه څو زره کاله مخکې زمانه کې ژوند کوم او د هماغې زمانې په جوماتونو، انګړونو، باغونو او کوڅو کې ګرځم. د ماسپښین تر لمانځه وروسته زموږ ملګري د حضرت عمر جومات ته چې د اقصی جومات په کیڼ اړخ کې قبلې لوري ته دی ورغلل او د معمول له مخې به شیخ عمر د قران کریم یو مشخص صورت تلاوت کاوه او پر هماغه موضوع به یې خبرې کولې. ددوی پلان دا و چې پاتې درې واړه لمونځونه مازیګر، ماښام او ماخستن به هم همدلته کوي. او د لمانځه د وختونو په منځ کې به د اقصی جومات د ننه مذهبي او تاریخي ځایونه ګوري.
تر مازیګر مخکې بیا هماغه د اوداسه ځای ته لاړم. کله چې بېرته د الاقصی جومات خواته راتلم، پر لاره مې یو سپین ږیری ولید ګلانو او بوټو ته یې ځمکه نرموله. له ځان سره مې وویل دا سړی باغوان دی او ښایي ده ته معلومات وي. له سپین ږیري نه مې په ماته ګوډه عربي پوښتنه وکړه چې الزاوية الافغانيه چېرته ده. دی لکه چې زما په نورو خبرو پوی نه شو خو یوازې د الزاوية الافغانيه په نوم یې سر خلاص شو. په لړزانده لاس یې لمر خاته ته اشاره وکړه چې باب الغوانمه ته ورشه. دې وخت کې یو بل فلسطینی ځوان هم راغی. د هغه په مرسته مې کاکا په دې پوی کړ، چې زه نابلده یم راسره ولاړ شه. کور یې ودان تر باب الغوانمه یې ورسولم. د شکل یو شلګون مې ورکړ او بېرته لاړ. شکل د اسرائیلو پیسې دي چې ۱۰۰ ډالره ۳۵۰ شکله کېږي.
د باب الغوانمه پر لوحه مې سترګې ولګېدې ته وا خپله ورکه مې موندلې وي. له خوشالۍ مې د زړه درزا لږه تیزه شوه. مخې ته یې د امنیتي کسانو یوه غرفه ده چې د اردن امنیتي موظفینو پورې یې اړه لرله. لکه دمخه چې مې یادونه کړې ده، د اقصی جومات د داخلي برخې امنیت د اسرائیلو او اردن د دولتونو په توافق اردن ته ورکړل شوی دی. دوی ته مې وویل چې زه الزاوية الافغانيه ګورم د لاس په اشاره یې لاره راوښودله. د کوڅې په دهلیز کې درې اسرائیلي عسکر ناست وو هغوی څه انګه بنګه وکړه خو ما یې خبرو ته اهمیت ورنه کړ مخامخ زینې ته وختلم. ښی لاسته یوه تنګه زینه پورته شوې ده او تر هغې مخکې د ډبرینو دیوالونو په منځ کې یوه بله کوڅه ده هماغه خواته روان شوم. کوڅه ډېره ارامه او خاموشه وه. د یو څو کورونو دروازې کوڅې ته راوتلې وې. داسې ښکارېدل لکه پر دې لاره چې څوک تګ راتګ نه کوي. یو څو قدمه وړاندې چې لاړم ښی لاسته مې د الزاوية الافغانيه پر لوحه سترګې ولګېدلې. که څه هم دروازه یې بنده وه، خو خدای شته ډېر خوشاله شوم چې ځای مې پیدا کړ. څو عکسونه مې واخیستل. په بیړه مې یوه ویډیو هم ترې وکړه او بېرته د اقصی جومات خواته روان شوم. په زړه کې مې ارمان و چې کاش دروازه خلاصه وای د خانقا او افغاني پیرانو په اړه یې معلومات راکړي وای.
د چا خبره د اولیاو کرامت به منې. نن چې موږ د ابراهیم علیه السلام د زیارت نه بېرته راغلو. د مازیګر اذان شوی و خو لا مو لمونځ نه و کړی. زموږ مخې ته د ملګرو بس د هوټل له مخې تېر شو او د زاړه ښار دیوې دروازې مخې ته ودرېد. ملګري ټول د سړک پر غاړه پنډ شول. موږ هم ورغلو. شیخ عمر خبر کړو چې اوس به موږ د افغاني پیر خانقا ته ځو، ځکه نن شپه د اسرا او معراج شپه ده هلته هغه میلمانه کړي یو. په خپلو خبرو کې یې د افغاني پیر د نفوذ او خاکسارۍ صفتونه وکړل او دا یې هم وویل چې دی یې مرید دی. ما مخکې یادونه کړې ده چې شیخ عمر تورپوستی افریقایی دی چې امریکا کې پیدا شوی او کالیفورنیا کې یې د اسلام مبارک دین منلی دی. شیخ عمر ته مې وویل دا خو دې د زوی زیری راباندې وکړ. ته خو پوهېږې چې زه هم د افغانستان یم، د افغاني پیر دیدن او دده خانقا لیدلو ته مې ډېره تلوسه وه.
پر لاره مې یو ځل بیا زړه کې وویل چې رښتیا هم د اولیاو کرامت حق دی. ښایي ډېر خلک به د اولیاو پر کرامت باور نه لري خو دادی زه یې دویم ځل په خپل ژوند کې کرامت تجربه کوم. یو ځل مخکې مې هم یو ملنګ ډوله مرشد همداسې یو پټ ارمان پوره کړی و. دا د ۱۳۷۵ هجري لمریز کال کیسه ده هغه مهال چې طالبانو د اول ځل لپاره افغانستان د ټوپکیانو له شر او فساده خلاص کړی و. زما له وړکتوبه له کیسو سره علاقه وه او تل به مې د کیسو کتابونه اخیستل او لوستل. د جلال اباد ښار په تالاشۍ څلور لاري کې پر پلي لارو چا کتابونه غوړولي و. د څو نورو کتابونو ترڅنګ مې تذکره الاولیا هم ترې واخیست. کله چې لغمان ته راغلم هر مازیګر به د کلي غونډۍ ته ختلم او هلته به مې دا اولیاو کیسې او کرامتونه لوستل. دغه وخت کې مې د لغمان بازار کې د سړک پر غاړه د لوښو او د کور د نورو لوازمو یو وړوکی دوکان لرلو. یوه ورځ یو دنګ سپین ږیری چې ښایي ۷۵-۸۰ کلونو شاوخوا عمر یې لرلو زما د دوکان مخې ته تېرېده. سپین پاک کالي، ښایسته نوراني قواره، شین چلتار یې پر سر او تور کچکول یې پر غاړه و. سپین ږیری ملنګ و خو له چا یې خیرات نه غوښته. چا سره یې خبرې هم نه کولې بس په خپله مخه د الینګار هډې خواته روان و. څو تنه مې ولیدل چې دده په کچکول کې یې پیسې واچولې، ښایي دوی پېژندلو، خو ما سره پوښتنه پیدا شوه چې په دې ښار کې خلکو ته د ملنګانو غځېدلي لاسونه ستړي شي خو څوک خیرات نه ورکوي، ددې ملنګ په کچکول ولې د پیسو باران دی. د سپین ږیري ملنګ نوراني څېرې هم متاثره کړم. کشری ورور ته دوکان پرېښود او زه ملنګ پسې لرې روان شوم. د لغمان د جامع جومات له لوري چې الینګار هډې خواته ځې پر لاره چپ لاس ته د سلطان غازي بابا زیارت دی. ددې زیارت مخې ته چې ورسېد سپین ږیري ملنګ خپله لکړه څو ځلي د زیارت پر لوري وخوځوله لکه څوک چې چاته د احترام مراتب وړاندې کوي. یو څو قدمه وړاندې یو کس ور وړاندې شو، څه یې ورته وویل او ده په ملا ډب ورکړ. لږ وړاندې یو بل سپین ږیري ورته څه وویل هغه ته یې هم دعا وکړه. هغوی په خپله مخه لاړل او سپین ږیری ملنګ هم خپله لاره وهي. زه تقریباً شل – دیرش متره لرې ورپسې روان یم. زما په زړه کې تېر شول چې کاش سپین ږیری ملنګ ماته هم په ملا یو ډب راکړي او دعا راته وکړي. ملنګ لکه چې زما د زړه خبره اورېدلې وي. یو څو قدمه پس، د خدای کړه وو ملنګ لکړه را وښوروله، په اشاره یې پوی کړم چې نږدې ورشم. چې ورغلم په ملا یې ډب راکړ او نور یې ډیکه کړم چې ځه. تر همغې ورځې وروسته زما په ژوند کې یو ژور بدلون راغی، څه ارمانونه چې مې زړه کې وو خدای پاک تر ډېره پوره کړل.
زما دا کیسه ښایي ډېرو ته زما رواني ستونزه او یا هم پر ملنګانو او اولیاو کلکه عقیده یا خرافات ښکاره شي. ښایي په زړه کې ووایي چې د امریکې په مشهورو پوهنتونو کې تر زده کړو او د نیمې نړۍ تر لیدلو وروسته زه بیا هم ډېر شاته پاتې انسان یم. خو دا زما شخصي تجربه ده او انکار ترې نه شم کولی. نن چې مې زړه کې د افغاني پیر او دده د خانقا د لیدلو ارمان و، دادی یو بل ملنګ او د خدای یوه بل ولي هم خپل کرامت راوښود او زه یې خپل دربار ته وغوښتم.
د الاقصی جومات يوه دروازه غوانمه نومېږي. د عثمانيانو واکمنۍ پر مهال په کې د زوايا په نامه د ځینو هېوادونو د خلکو لپاره ځایونه جوړ شول. له همدې غوانمه دروازې سره نژدې يوه سيمه، الزاوية الافغانيه نومېږي. موږ شاوخوا پنځوس کسه نارینه او ښځینه د زاړه ښار په تنګو کوڅو کې همغه خواته روان وو. نور خلک هم لیدل کېدل چې د افغاني زاویې یا خانقا خواته تلل. تر لس – پنځلس دقیقې پلي مزل وروسته موږ هماغې دروازې ته ورسېدو چې په اوله ورځ مې لیدلې وه. دروازه خلاصه او مخې ته یې څو تنه ښایسته ځوانان ولاړ وو. تر هرکلي او ستړي مشي وروسته یې دننه بوتلو. د حویلۍ په انګړ کې افغاني پیر چې شاوخوا ۷۵ کلن به وي د څو تنو سپين ږیرو او ځوانانو په منځ کې ناست و. زموږ په لیدو له خپله ځایه پاڅېد. شیخ مجید او طارق ورسره په عربي ژبه وغږېدل او زموږ ډله یې ورته معرفي کړه. موږ د مازیګر لمونځونه نه وو کړي. ښځینه مخامخ کوټې ته د لمانځه لپاره ننوتل او موږ نارینه ښی لاسته پر زینه دویم پوړ ته وختلو او هلته مو جومات کې لمونځ وکړ. بېرته چې راغلو طارق ورته وویل دا ورور د افغانستان دی. افغاني پیر یو ځل بیا له خپله ځایه پاڅېد او دوه واري یې راسره ستړي مشي وکړه. خپل یوه مرید ته یې وویل چې څوکۍ ماته خالي کړي او له ځان سره یې نږدې کېنولم. دیوې شېبې لپاره ورسره ناست وم، وروسته د اوداسه لپاره پورته شوم. زاويه کې د دروازې ښې لاسته يو ځوړند جومات دی، چې د ورننوتو لاره ختيځ اړخ کې دی، پر سر يې مناره ده، او تر شا يې بيا غوانمه، د الاقصی جومات دروازې يوه مناره ده. په انګړ کې لږ وګرځېدم، وړوکی باغ، اشپزخانه او کوټې مې ولیدلې. پر یوه دیوال ګڼ پوسټرونه لګېدلي و چې ددې خانقا تاریخ په کې لیکل شوی و.
د بیت المقدس ښار ته د عربي او اسلامي نړۍ څخه ډیری صوفیان راغلي، چې دلته یې خانقاوې او تکیه خانې جوړې کړي. په دغو زاویو، ګوښه ځایونو او تکیه خانو کې یوه هم همدغه الزاوية القادريه ده چې په الزاوية الافغانيه هم پیژندل کیږي. دا د فلسطین د زاړه ښار دننه د طارق برقوق په شمالي څنډه کې د باب الغوانیمه – د حرم شریف د دروازو څخه یوه – او د بیت المقدس د طارق الواد په منځ کې موقعیت لري.
الزاوية الافغانيه پر ۱۰۴۳ هجري کال د محرم پر پنځلسمه (د ۱۶۳۳ میلادي کال د جولایي په ۲۲ مه نېټه) په عثماني دوره کې د محمد پاشا له خوا چې د بیت المقدس عثماني والي و افغان حاجیانو لپاره جوړه شوې ده. محمد پاشا، د بیت المقدس عثماني والي د ۱۷ میلادي پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې په بیت المقدس کې د معمارۍ یو له مخکښو څارونکو څخه و، چې تصوف سره د ځانګړې مینې له مخې یې صوفیانو ته ګڼې ودانۍ جوړې کړي. الزاوية الافغانيه یا قادریه د بیت المقدس یو له څو ودانیو څخه ګڼل کیږي چې اصلي معماري او ډیزاین یې پرته له کوم بنسټیز بدلون څخه ساتل شوی او تر نن ورځې پورې په خپل اصلي شکل ده. دا د شیخ عبدالقادر جیلاني (متوفی ۵۶۱/۴۷۰) سره تړاو لري، چې په اسلامي نړۍ کې د قادریه تصوف بنسټګر دی. دې ته الافغانیه ځکه ویل کیږي چې له کلونو کلونو راهیسې د افغانانو یوه ډله دلته میشته ده چې اوس یې دربار ښه تود دی.
په تاریخي سندونو کې لیکل شوي چې کله شیخ عبدالقادر جیلانی له هند څخه بیت المقدس ته راغی نو دغه ګوښه یې د خپلو مریدانو لپاره تاسیس کړه چې دده طریقت ته له دې ځایه وده ورکړي. ویل کېږي هغه وخت دلته دده د افغان مریدانو یوه ډله میشت شوه چې مدیریت یې د شیخ عبدالکریم افغاني پر غاړه وه. شیخ عبدالکریم د غزني د قره باغ او په قوم تر کی دی. اوس یې اولاده دغه خانقاه پالي او د مسجدالقبله د امام په ګډون ګڼ شمېر امامان او روحاني شخصیتونه ددوی مریدان دي. اوس چې کوم پير ددې خانقاه مشر دی هغه د خپل نیکه نوم عبدالکریم په نوم نومول شوی او له ماسره یې ښه تود روغبړ وکړ، خوشاله شو چې زه د افغانستان یم او دده لیدلو ته راغلی یم.
د افغانیه زاویه دوه بهرنۍ مخونه لري، یو په لویدیځ او بل یې په سویل کې. لويديځه خوا مخه يې په ساختمان کې ساده ده او د متوسطې اندازې له يو شمېر کټ شویو تيږو څخه جوړه شوې ده. په لوېدیځ مخ کې د کوچنیو کړکیو پرته چې طبیعي رڼا لپاره ایښودل شوي نور هېڅ نه شته. په اصل کې، سویلي مخ یوه دروازه لري چې د سړک له سطحې څخه درې پوړۍ پورته ده. همدغه دروازه ده چې شاوخوا ترې د ډبرو تختې ایښودل شوي، منځ کې یوه لوحه چې په نسکي رسم الخط څلور کرښې پرې لیکل شوې دي.
د انګړ په منځ کې یو کوچنی باغ دی او د صوفیانو لپاره یوولس حجرې د انګړ په سویل او لویدیځ اړخونو جوړ شوي. دا حجرې په شکل او ډیزاین کې سره ورته دي مګر د سطحې توضیحاتو کې توپیر لري. هره حجره یوه دروازه او یوه کوچنۍ کړکۍ لري چې انګړ ته مخامخ دي. د انګړ شمال لوري ته هغه کوټې دي چې د زاویې نورو چارو او ضرورتونو ته ځانګړې شوي دي. په بل کونج کې یې تشنابونه او د اوداسه ځای دی. د صوفیانو لپاره د مجلس تالار په ځانګړي ډول د دوه پوړونو څخه جوړ شوی دی او بلې خواته یې د زاویې د شیخ لپاره استوکنځای دی. په زاویه کې هغه جومات شامل دی چې د دروازې ختیځ ته موقعیت لري او د زینې په واسطه ورته لاره پورته شوې ده.
جالبه داده چې د نورو زاویو بازار سوړ شوی دی خو د افغاني زاویې لنګر لا هم چالان دی. دلته د معراج په شپه او میلادالنبي کې خورا شانداره مذهبي مراسم نیول کېږي. د صوفي موسیقۍ زبردسته مظاهره کوي او له دې لارې خلکو ته د روحي او معنوي سکون ورکولو ترڅنګ د ظلم او بربریت خلاف پیغامونه هم خپروي. په دې ماښام موږ هم د پیر صیب په خانقا کې له سماع و غنا نه خوند واخیست.
نمیدانم چه منزل بود شب جایی که من بودم
محمد شمع محفل بود شب جایی که من بودم
خوندور سور و تال یې ور برابر کړی و. په دا ګنهګارو سترګو مې ولید چې پیر صیب هم ورته صوفیانه رقص کاوه او مجذوب ناست و. له بده مرغه د مېرمنو ډله له دې خوندور صوفیانه محفل نه محرومه پاتې شوه، ځکه چې پیر پښتون و او په خانقا کې یې ښځو او نارینه و ته بېل بېل ځایونه جوړ شوي وو.
د پیر عبدالکریم افغاني ورور راته وویل چې دوی افغانان او په قوم تره کي پښتانه دي. د زاویې زیاتره غړي هم ځانونه افغانان معرفي کوي خو د وروستیو نسلو ژبه، نومونه، دود دستور، جامې او نور هر څه د نورو مهاجرینو په شان د هماغه محیط تر اغېزې لاندي او له ځایي خلکو سره د خېښیو له بابته بدل شوي او د چا خبره عربي شوي دي، خو ښه خبره داده چي تر درې څلور سوه کلونو وروسته لا هم ځانونه پښتانه او افغانان بولي.