پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeټولنیزد ښه چلند حیرانوونکې ګټې

د ښه چلند حیرانوونکې ګټې

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

مثبت فکر کول او یوه شي ته په ښه سترګه کتل، یانې د پېښو د ښو اړخونو د لیدلو پیاوړتیا، چې په ښه کتلو او په ښو ټاکنو رامنځته کېږي.

که یو فکر او لیدلوری له هیله‌مندۍ سره وي، بریالیتوب او مثبت احساسات به ولري. د دې لپاره مو ټولې ټاکنې په ویلو، کردار او پندار کې مثبتې او هیله‌منې دي.

د دې کار لپاره باید خپل ضمیر عادت کړو، چې هر شي ته په مثبت نظر وګورو او دا چې زموږ ضمیر په عادي ډول منفي فکرونه او لیدلوري ټاکي، باید د دې کار لپاره ځیر و اوسو او ځانته د بدلون فرصت ورکړو.

باید د سترګو غوږونو او ژبې ساتنه هم وکړو. مثبت فکرونه معمولاً له منفي فکرونو څخه پیاوړي وي، ځکه هېڅوک د ځان لپاره منفي هیلې نه لري. کله چې د زړه او باطن غوښتنه له بریالیتوب سره وي او ګفتار او کردار ورسره ملګري وي.

مثبت فکر کول او هر شي په ښه سترګه کتل په او د مثبت فکر کولو پایله به حتمي وي.

ښه پندار

پندار یانې تصور تحلیل نظر او فکر. پندار ډېر لوی مفهوم لري. د دې لپاره چې هرڅه ښه وګورو او ووینو باید پندار مو په ښه توګه وټاکو او د پېښو ښه اړخ ووینو. هغه اړخونه چې ښه احساسات په موږ کې رامنځته کېږي. ښېګڼو باندې فکر وکړو او هغه ووینو. د هر شي د منفي اړخونو په اړه له فکر کولو ځان وساتو. په واقعیت کې باید د خپل پندار ټاکونکي و اوسو.

ښې خبرې

خبرې مو په فکر باندې ډېر اغېز لري. د وجود دننه ویناوې او هغه څه چې په خوله وایو، ټول په ذهن کې ثبت کېږي او ذهن مو په خوب او ویښه کې په هغو مرور کوي او کوښښ کوي، چې هغه په واقعیت بدل کړي.

مخکې به یې د لاعلاجه ناروغیو نوم نه اخیسته، ځکه چې ویل به یې بدشوګون لري. د دوی دا فکر صحیح وه، ځکه چې ناخوښې پېښې باید تفسیر او تحلیل نشي.

د اړتیا پر وخت کې باید په یوه وار ویلو او اشارې ورڅخه تېر شو، خو د هرې هغې پېښې په اړه غږېدل چې د خوښۍ لامل کېږي، په ذهن کې هغې د جذب لامل ګرځي. که خلک په ژوند کې د ښو خبرو له نفوذ او اغېز څخه خبر وي، نو هېڅکله به یې بدې خبرې په خوله نه راوستلې.

ښه چلند

ښه کردار د سکون او آرامۍ لامل کېږي، خو بد چلند د عذاب وجدان او پرېشانۍ لامل کېږي او په پایله کې درد لري. له خلکو سره مرسته کول له مادي، خصوصاً له معنوي اړخه، چې د یوه روغ او سالم انسان له طبیعت، وجدان او هستۍ سره سمون لري، د باطني سکون لامل ګرځي.

موږ باید له خپل صداقته کار واخلو او هغه څوک چې له هغو استعدادونو څخه چې خدای ج پرې پیرزو کړي، په ښه ډول ګټه وانخلي، دا استعدادونه به له منځه لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب