پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالب واکمنۍ کې د داعش بریدونه او پکې د څه باندې ۸...

طالب واکمنۍ کې د داعش بریدونه او پکې د څه باندې ۸ نیم سوو د وژل کېدو ادعا

تاند (شنبه، د اسد ۲۷ مه) د افغانستان د امنیت د څار په نوم یوې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ دوره کې داعش خراسان ډلې افغانستان کې د ۶۲ بریدونو له ترسره کولو سره ۸۵۷ کسان وژلي او تر یو نیم زر زیات نور ټپیان کړي.

ویل شوي چې زیات دغه بریدونه په ۲۰۲۲ یانې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو په لومړي کال شوي او په ترتیب سره زیات بریدونه یې کابل، بیا هرات، بلخ، ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې شوي.

ددغې ادارې معلومات ښيي چې په افغانستان کې په تېرو درو کلونو کې د داعش ډلې په بریدونو کې ۲۷۱طالبان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې په دغو بریدونو کې ۵۶۸ملکي وګړي وژل شوي او یو ۱۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو نور کله داسې راپورونه داعش ډلې ته کمپاین ګڼي او وایي د دوی له بیا واک ته رسېدو سره یاده ډله سخته ځپل شوې او په لږ شمېر جنګیالي به یې پاتې وي، چې هغه هم د فعالیت او خطر پېښولو جوګه نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب