جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو دفاع وزیر د ډیورند په فرضي کرښه کې امنیتي پوستې...

د طالبانو دفاع وزیر د ډیورند په فرضي کرښه کې امنیتي پوستې ولیدې

تان (شنبه، د اسد ۲۷ مه) د طالبانو دفاع وزارت پرون (جمعه) وویل چې دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد د جمعې په ورځ د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د ډیورنډ ذ فرضي کرښې په اوږدو کې د نوې جوړې شوې پوستې ولیدې.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یعقوب مجاهد د جمعې په ورځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پوستو د لیدلو په مهال له امنیتي ځواکونو سره په کتنه کېهغوی ته د نویو امنیتي پوستو، تاسیساتو د جوړولو او اکمالاتو ډاډ ورکړ څو د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

د طالبانو دفاع وزیر وروسته له دې د ډیورند فرضي کرښې ته سفر وکړ چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او تر هغه مخکې د افغانستان هوايي قلمرو ته د پاکستاني الوتکو د داخلېدو راپورونه ورکړل شول.

پاکستان له ډېرو کلونو راهیسي د کونړ پر هستوګنو سیمو د درنو وسلو ډزې کوي. خو په وروستیو کې یې دا ډول اقدامات کم کړي دي. د پاکستان د درنو وسلو د کارولو له کبله د کونړ ځینې اوسیدونکي، چې ډیورند کرښې ته نژدې اوسي، مجبوره شوي وو، چې خپلې مېنې پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب