Homeخبرونهد متحده عربي اماراتو دولتمشر په روغتون کې د ملاحسن لیدو لپاره...

د متحده عربي اماراتو دولتمشر په روغتون کې د ملاحسن لیدو لپاره ورغی

تاند (شنبه، د اسد ۲۷ مه) د متحده عربي اماراتو دولتمشر شیخ محمدبن زاید النهیان د خپل هیواد هغه روغتون ته لاړ چې د طالبانو د حکومت رييس الوزرا پکې بستر دی.

د طالبانو ريیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

ملاحسن اخوند د جمعې په ورځ ( د اسد ۲۶ مه) د متحده عربي اماراتو له دولتمشر سره په کتنه کې د متحده عربي اماراتو د سخاوتمندانه چلند ستاینه وکړه او ویې ویل چې متحده عربي اماراتو تل په خلاص لاس د پراختیايي پروژو او بیارغونې له لارې د افغانانو ملاتړ کړی دی.

طالبانو د ملاحسن د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویلي. د اسد په ۲۴ مه د طالبانو د واک ته رسیدو د درېیمې کالیزې په مراسمو کې د ملاحسن پیغام د نوموړي د دفتر ريیس ولوست. ملاحسن ډېر لږ ږغېږي او ډېر لږ لیدل کېږي.

2 COMMENTS

  1. الله ج د صحت درکړي۔ الله ج د توفيق په برخه کړه چې افغانستان ورغوی او بيا هيڅ افغان بهر ته درملنی لپاره سفر ونکړي۔

  2. ملا صاحب ته دې الله تعالی صحت او عقل دواړه ورکړي چې د خیره سره وطن ته راشي او مکتبونه ايله کړي. ملا صاب ان شاالله د سترګو مشکل نلري او اماراتو کې به یې خامخا پام شوي وي چې ښه ژوند، ترقي، سړيتوب او تعلیم د اسلام ضد نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...