سه شنبه, مې 21, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

                ښځې مکارې دي

ماښام ویښیږې، را پاڅیږې د اسمان له څنډو

سور بخن لمر، د شپې د ستورو،

د نقریې زرې تلتک لاندې،

او د آسمان د لاجوردې نالۍ په غیږ کې،

د پاس اوچتو کنارو په بالښت

سر ایږدی

وږمه نمجنه او تبجنه ده

غواړې د لمر د وروستۍ وړانګو، په ټکور باندې

خپل وزرونه وچ کړي

د خړو لویو، دیوالونو د شا

د پخې شوې ډوډۍ، لیونی وږم راځي

د یو چا سترګې سوزوي د تنورونو، تبخیو

د دودونو اور

د دیوالونو ترشا، اورونه بل دی،

دودونه لوړ خیژي او د تشیال په غیږ کي،

تاو راتاویږې لکه ړنګې نڅاګرې نجونې

يا اتڼ چي زلمیان

لویه کوڅه کي د ښار،

یوه اروا په شین کفن کي خوځې،

د مسجد لورته درومې،

د مسجد لویې دروازې ته کښینې

عمر یې کم سفر یې ډیر کړی دی

لکه تاریخ د سلو کالو چا لیکلی

 یوه شپه کي وی

یو وخت چې وخت ورسره میینه کول

هغه د کور او کاله

د شوخو ښکلو ماشو مانو سره

د پاولي دا رزرغون کمیس په شرنګ، شرنګ

د الوانې ټیکرۍ، په سره لبمه

د بیدیا غیږکې پاڼې، پاڼې غوړیدل

خوځیدل،

 او په مسجد کي یې د ماشومانو سره

د الفونو د قدونو صراطونه لوستل

د جمعې شپه کي یې په لوړ ږغ،

د ابابیل او توتکۍ په ژبه

په رواني لکه روانې اوبه د تیر سبق سپیڅلې ښکلې

ایاتونو نه او (لوستلي *) لوستل

هم هغه وخت یې ټولولې په لمن کي د سارا

مستې بیباکې وږمې

د نګهتونو د څپو او د جوپو لښکر کي

په نیلې اس باندې سپور

خپل د خیالونو او خوبونو شهزاده لیدې

هغه لوبغاړې نه وه،

لوبغاړې وخت، ورسره لوبه وکړه

پلار یې جګړې وخوړ

وروریې قاتل شو، او دا؟

د رواجونو د سیند، څپو په باج کي یووړه

تر همدې ځایه یې کیسه په یاد ده…

دیوال ته ښه نیژدي شوه

 لاس یې د سوال اوچت کړ

د ملا ږغ تر دروازې را تیر شو؛

ښځې، فساد، فساد، دي

ښځې شیطانې او ورانکارې دی

ټولې نمامې درواغجنې،

غیبت ګرې او مکارې دي

ښځې …

ماښام تیارې یا دوې، ډیوو تیارو کې

تر، رڼاوو خپل لاسونه تاو کړه

یوه اروا په شین کفن کي د خپل خدای د کوره

خالي لاسونه پخپل غیږ کې وړې

د لویو خړو دیوالونو د شا

د پخې شوی ډوډۍ لیونی وږم راځي

دودونو تورې جامې واغوستي

ورو، ورو د اسمان لورته درومې

څو ماشو مان ژاړي ډوډۍ غواړې

ملا همدا تکراروې او وايې؛

ښځې درواغ وایې مکارې دي

ښځې فساد، فساد دي

۲۰۲۲/ ۷ / ۱۷

۱ ـ لوستلي: دتیرې شوي اوونۍ لوستل شوی سبق چې د جمعې په شپه به تکراریدی.

شيبې

یوه شیبه وه چي هم هغه شیبه

زه وم د دې نړۍ شتمنه ښځه

ستا د خیالونو ګڼ لاسونه مې ترملا را تاو، وه

شپه وه، بریښنا وه

د باران د ځنځېدولو څاڅکو

ګڼو ږغونو کې مې،

ستا د بې ږغه احساس ږغ لټوي

باران و ځوان

د مستو، مستو څاڅکو، لمس یې ځوان و،

زما د وجود پر مځکه

ستا د احساس او باران سړه لرزه خپره وه

مخامخ ښکلی هلک

د یوې ښکلې ښاپیرۍ سره کافي چښله

خیال ښایسته و،

خوبس خیال و والوت لکه دزاڼې،

د اسمان په لیرو لیرو کنارو کې ورک شو

زه یې نیستمنه کړمه

***

یوه شیبه وه ،چې  هم هغه شیبه،

زه وم د دې نړۍ شتمنه ښځه

ښکلی باران و، ورځ وه

ما پخپل ټوله وجود د باراني څاڅکو

د حریرې شیبو،

په څپاند سیندکي، د صدف او مرغلرو په کورونو کي

ستا د خیالونو سره، لوبه کول

دومره وه ښکلې لوبه،

لکه چې پرخه وې تویې شوی

څاڅکی، څاڅکی روڼه، روڼه د ګلاب پر ډنډر

د لمر له سترګې یې اخیستي وی

اووه رنګونه

هغه شیبه مې  د تیر ژوند

د يوې ورځې، یو ساعت، یوې شیبې څخه

په غلا راوړي وه

بیرته ستنه شوه زه نیستمنه شومه

    ***

یوه شیبه وه زه شتمنه ومه

د باران څاڅکي مې په شونډو ټولول

د جل وهلې وجود پر سپیره مځکه مې

د سیند سندره لیکل

د سیند سندرې ته مې سا ورکول

د څپو شور مې شمیره

ځوانۍ زما پر اوږو سر ایښې و

را ته کولې یې د عشق او اضطراب کیسې

راته لوستلې یې د خیال او د سراب کیسې

ما د خپل لپو هره کرښه کي

د حلاوت او لطافت سپیني چینې کرلي

د ګریوان وره کي مې ګنډله د نمجنې سارا

د خوږ نګهت وزرونه

هغه شیبه مې،

د تیر ژوند د یوې ورځې، یو ساعت څخه

خوب ته راغلې وه

بیرته د خوب سره ستنه شوه

زه  د تیرپه شان نیستمنه شومه

یوازي شپه وه اوزه،

 ما د تیارې او شپې، په غیږ کې سر ایښي و

ما د تیارې او شپې،

په غیږ کي سر ایښې و

۲۰۲۲/ ۷ /  ۱۰

د چا به نه یادیږم

زه به هم مړه یم

زما په قبر به هم، د وچو، وچو شینلیو تر تنکېو ملاوو

سړي سیلۍ تاو را تاویږي

او شپیلۍ به وهې

ږغ به مې نه وی، د خندا او د ژړا به مې بل قبر جوړوي

د ماتو، ماتو آئېنو کوکۍ به

لکه زما د ژوند، د ماتوهیلو ماشومان

د تورو، خړو خاورو، اغزني پښې ښکلوې

د هدیرې چوپتیا به،

د سپوږمۍ وړانګو ته د ماتو آئېنو په ژبه، داسې ږغیږې

لکه هست او نیستي

د ژوند د لویې کتیبې څخه به،

زما د نوم توري لویدلي وي

زما انځور به د ژوندیو د ذهنونو  د هېندارو څخه

لکه د تیرو، ورځو لمر، دا سي لویدلې وی

د چا به نه یا د یږم

څوک به مې نه یادوې

زما یادونه به هم، زما د شعر په ټولو، تورو کې

 په ابدې قید، محکوم شوی وی

زه به هم مړه یم

زما په قبر به هم، د منی توندي او سړي سیلۍ

تاو راتاویږي او شپیلۍ به وهې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب