Homeسپورتکابل نن د شپږیزې کرکټ ليګ د اتم پړاو کوربه...

کابل نن د شپږیزې کرکټ ليګ د اتم پړاو کوربه دی

تاند( دوشنبه ، د سرطان ۲۷ ) ‏د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي ، چې نن په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ پيلېږي.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر وايي چې د شپږیزې د اتم پړاو سیالیو کې به پنځه بهرني لوبغاړي هم ولوبېږي.

دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه پیلیږي چې د اګست تر پنځمې به دوام وکړي.

د کرکټ دغه سيالۍ ممکن بیا هم له ملي ټلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

شپږيزه کرکټ لیګ د افغانستان له ډېرو خوښو شويو کرکټ سياليو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...