يادونه، ښايسته موده وړاندې د پيښور د لوى (زندان) سنټرجيل څخه په خلاصيدو مې نورالبشر نويد ته يو خط ليکلى وو چې هغه بيا د ليکوال په پاڼو کې تاثر ورکړى وو
ليک ، نعمت الله صديقي تاثر ، نورالبشر نويد
نويده ګله ! ته پوهيږې چې زه هم ستا د سلګونو مينه والو څخه يو د څو کالو راهسې تنده غرى ليوال او غوږ څکۍ مينه وال يم _ کله ستا( ليکوال) او کله وحدت له لارې تا ته غوږيم
د تسلى سړى مې نشته د اوښکوډکې سترګې چا ته واړومه هو! ما په غياب کښې ستا ډيرو خبرو ته د (هو)په معنا سره خوځولى او کله مې بيا ډيرځله (نا، نا) درته ويلي
خو نويد جانه ! دا هر څه چې وي وي به دا دنيا ده کله څنګه کله څنګه کومې ګيلى نه درته کوم له غيبته مودې خداى وساتي ويونکي اورېدونکي يې دواړه ګناهګاروي اورېدلي مې دي وايى ( د زړه خواله د زړه په پيټي کمونې کې مرسته کوي)
زه په دې هم يوهيږم چې دلته څوک د خوار ملا په بانګ غوږ نه ګروي ګني ستا په څير څو کلن غږونه (ماته غوږشه،ما ته غوږ شه) زما د نننى خوالې ډير انځورونه ثبت کړيدي ځکه خو دا غږ بل چا ته نه کوم يواځې تا ته وايم
هو! نن (ماته غوږ شه) ايا وپوهېدې چې په دې دومره لوې پښتونخوا کښې مې په تا زړه سترګې خوږې شوې او د يو افغان پښتون په توګه د خپل زړه خواله درسره کوم ګني څومره سرونه دي د يو افغان د يو پښتون څومره غږونه دى خو ولې ويره راسره ده څوک به راولاړ شي سخې به سړې کړي راځه ژمنه وکړه ترپاى به مې اورې او لولې
يو سپين سحر وو د اړوندو فرهنګى چارو لپاره د پښتونخوا په پراخه لمن کې روان وم ، د سفر نيلى مې يو څو نيم تور زيړ بخونو پښتنو ودروله ما خپل قانوني اسناد ورښکاره کړل خو د جناح په تصويرميئنو پښتنوکله د پښتونولۍ عظمت او د قانون تقدس ته سر ټيټاوو
ژبه مو پښتو وه ، ښه سره پوهېدو او نه پوهېدوحوالات کې د لومړى ورځې په تيريدو مې د ګڼو ملګرو ټولګى رابرابر شو کړۍ شپه مو د ډيوې تتې رڼا ته سبا کړه په دوهمه ورځ يې راڅخه هغه قانوني ګارتونه واخيستل او په ځاى يې زولنې او ١٤ پريکټ fir په لاس د ايالات په پلازمينه پيښور ښارلويه څارنوالى کې ودرولو
دلته د انصاف د عدل او تلې علمبردارانو سره نا اشنا خبرې کيدې ( څو راکوې څو ورکوي يوه ورځ دوه ورځې پس به دې ضمانت وشي ) خو يوه يا دوه ورځې نه بلکې پ لسګونو ورځې ورسته بۀ هم هغه روپى اخيستونکي ورک وو مالوم نه شول چې څوک وو تور پتلون سپين کميس نيګټايي په غاړه خلک وو
په همدې ورځ دا د پيښور لوى سنټر جيل دى دلته د ١٤ پريکټ مجرمان يوه يا دوه نه وو بلکې دا د ١٤ پريکټ مجرمانو مرکز دى د هرې سيمې مجرمانو اخيرې تمځاى همدا وي د ١٤ پريکټ په سلګونه مجرمان په بيلا بيلو باراکونو کې ورځې شپې صبا کوي
دلته همدا مجرمين يوازې په دې پوهيږي چې د دوى موټر ته به کله په سلګونو وګړي برابر شي د هرو څو ورځو ورسته د څو موټرونو يون وي او بس پنځلس ورځې ورسته په سپينو موټرونو کې په سلګونو کسان په افراطي توګه واچول شول، د صدر سيمې په لاره راهي وو ، هلته پوليټکل او له هغه ځاى څخه نيغ په نيغه د تورخم په پوله په تور ماښام په ستړي ستومانه توګه افغان فورسيز ته وسپارل شوو، يعنې د دوى په اصطلاح باډر پاس شوو
هو ! بايد يادونه وکړم چې دا د پنځلسو ورځو هسې يادونه اويا له تا سره خواله وه نه هغه جذبات ګنې د پنځلسو ورځو هره صحنه د هر افغان پښتون هره شيبه په خپل ځان کې جلاجلا يو شور لري ډول ډول خبرې کوي په زړه پورې حيرانونکي سواليه نشانونه جوړه وي دا سوالونه کوم ﻻ ځوابه سولونه نه دي دا سوالونه يو واړه چاروکې هم هلته په خپله ځواب کړل
لوړ پوړو چاروکو امر کړى بايد هر پوسته (چوکې ) دومره کسان بايد د ورځې ونيسې ﻻ ځوابه سوال دا دى چې په دا افغان پښتون به دا لوبه دا لړى تر کومه داوم ولري
هو ! نويد ګله سپين سپين ووايه دا رښتيا دي ؟؟؟
د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده په کابل او پيښور کې افغان يو دى
تاثر نورالبشر نويد
هو ! د خيبر دره د لراو بر اولسونو لپاره يوه لاره ده تاريخي لاره خو دلته شراکتونه هم متنازعه دي او تاريخ خو ديخوا دروغجنواجرتي ليکوالو ليکلى دى چې زه له تا نه بيل يم ته زما څخه فرق لرې
مونږ دواړه په يوه چاړه حلال شوي پريک پريک شوي يو،لرې به نه ځو،د تاريخ هغه پاڼې ډيرې زړې دي په هغه پاڼو کې ستا ( سرداران ) هم دروغجن دي ، زما ( دوه سري خانان ) هم !! په هغه تاريخ کې ملنګ جان له چا په خوله لاس کيښودل غوښتل او ورته يې ويل !!
( دسرو شنډو د پاسه سور پيزوان مه ياده وه )
زما په غوږ کې هم دا د مصلحت خبره شور کيده چې !!
( زما پښتونستان د پاکستان دننه دى بهر نه )
ستا کابل او زما پيښور په هر دور کې يو بل ته لستوڼي ورکړي لاسونه نه !! ستا کابل هم رنګونه بدل کړي دي ،کله سور نو دومره سور لکه چې ميمونه په چاړه حلاله شوي وي،کله تک شين نو دومره شين لکه چې د کابل په شهيدانو بنياد پرستو موصله غوړولي وي او د خپلې جنازې په مونځ پخپله ولاړ وي
ستا کابل کله داسې تور لکه د کارغانو سيل چې په مرداره غوښه تاويږي توره خوله پرې لګوي ستا کابل کله داسې سپين لکه کفن پوش ژوندى مړى!!
پريښتې ورباندې چترچترکيږي د باګرام نه سيل بهر ته د سکڼو ځي
څومره رنګونه واړول ته !! څومره ادل بدل شومه زه !!
زما پيښور هم لکه ستا د کابل په شان سور وو داسې تک سور چې لکه ځان مې په (لاره) ريبلې وي او سر مې په (څټک) وهلى وي د خپلو وينو نه مستيږم نور نور مستيږم
بيا داسې شين وتښتيدم تک شين شوم چې وس لکه د طوطي ټول شين يم فقط مخوکه مې سره ده ،زما خوله به هم شنه وه خو شايد ځکه چې زه سړى خور يم خپلې غوښې خورم، شراب خورم يم ،خو وينې څښم ، زما پيښور تور هم دى تک تور وحشي وحشي دى د عربو د تاودو شګو غلام وس زما د مذهب امام دى زه په سپينه ږيره مسلماني زده کوم ماته زما احساس په پيغور وايي.
د جنت د سپينو حورو په حواس کې يو کافر په سپينه ږيره مسلمان شو
زه چې سور وم تک سور نو ما به ويل !!
ديکو دورافق کې وضو سۍ جهانګ رها سرخ سويرا جاګو اې مذدور کسانو اټهو اى مظلوم انسانو چې شين شوم نو داسې تک شين شوم چې ( شنه ) هم راته حيران ودريدل
نو اى افغان صديقي !!
دا زمونږ د رنګونو تاريخ دى اخو ډير ورسته لاړ نه شوم چې ته د تخت لپاره د ورور نه د سترګو د ويستو رسم لرې او زه د تاج لپاره سر راخلم او د تاريخي دوښمن په قدمونو کې يې په سجده ږدم
زمونږ د دواړو رسمونه راوجونه غلط دي مونږ ته يې عقيدې او نظريې غلطې کړي دي دا هغه تاريخ دى چې په پاڼه باڼه يې وينه ده لرې ورپسې نه ځم ورک به شم بيا به ته ماته چيغي راکوې زه به نه يم لکه دا وس چې مونږ خپل تاريخ پسې ګرځو اودا ويو
د جومات استاد عرب دى په مکتب کې ډيلوال دى يو استاد راله پيدا کړى خو پښتون راله پيدا کړى
زما افغان مينواله !!
ته د هغه بيښور هغه( باوردي) انصاورو زندان ته ورسولې چې تاته يې څوارلس کلن جهاد پورې مهاجر ويلو بيا يې درته مرور وويل او په اخير کې يې درته فسادي وويل
زه تا نه پيژنم چې ته د پاکستاني انصارو جهادي يې که د کابل په اصطلاح مرور افغان يې او که په نړيوال غږ فسادي يې؟
زه نه پوهيږم چې ته زما زوړ مخالف يې که نوى مينوال ؟؟
خو !! ته چې هر څه يې هر څوک يې وس يو شان يو ځاى د مرګ د بلا په شا سواره يو دا هغه بلا ده چې ما په انصاوري جذبه درليږلي وه تا په جهادي اوفسادي جذبه راوپس کړه ، مونږ يو بل ته دبلاګانو تخفې ليګلي دي د انساني تهذيب په نامه مونږ څومره ځناورتوب کړيدى مونږ يو بله پاکې جامې پليتې کړيدي او په پليتو جامو بې اودسه د ويرې په مونځ ولاړيو د خداى په کور کې شيطان زمونږ پر سر ميتيازې کړيدي ،
د پاکستان په زندان کې ميلمه افغانه !!
دا مشکوکه لوبه ده ته دلته په کلدارو مزدور! زه هلته په ډلرو پسې ورک ليونى ! ته دلته د مهاجرت اسناد ګرڅوى څوک يې منې نه زه هلته د پاکستانيتوب په پيغور باندې ځان کوڼ کړم!! دا لوبه خو وس د خداى په کورکې هم مشکوکه ده ځکه چې!!
چې په څو کرته شخوندوهي په بانک کې څه مشکوکه شب خيزي ده د ملا لا
اى افغاني زنداني !!
ته د پيښور جيل څخه رها شوى يې خو زه درته وس هم زنداني وايم ، ځکه چې ټوله پښتونخوا ستا لپاره زندان دى حتى چې د خداى په کور کې هم ته مشکوک يې حلانکې دا ټولې د پښتونخوا دنګې دنګې غټې غټې منارې ووينه ! دا ټولې منارې لکه چې د افغانانو د جهاد د کپرونو جوړې شويدي خواته ورشه د هر جومات هرې مدرسې هر دارلعلوم په غټو سنګ مر مرو مينارو کې د خپل تاريخي افغانستان وينې وينې سترګې ووينه !! دا سوالونه بايد په هغه مينارو وشي،
دغه دکپرو مينارو ته ووايه !! اى زما د وطن غوڅو سرونو کپرو !! تاسو خو په پښتونخوا کې د خداى د کورونو د شناخت په توکه ولاړې مينارې يي، راشى وس هغه پاکستاني انصارو ته زمونږ لپاره دومره خو ووايى چې دا افغان دى مسلمان دى ، اى مينارو کې زما دوطن سرونو او سترګو !! زما هغه جهادي استاد ته ووايه چې تاسو د بهرنو ناپيژندلو طالبانو په حق کې د استحکام خبره کوى او دا وايي چې ( کل مسلم اخوته ) ټول مسلمان وروڼه وروڼه دي نو زه هم مسلمان يم زه هم ستا ورور يم ، څومره عجيبه رشته ده عرب مسلمان ته زما د کپرو نه جوړې شوى مينارې استقبال کوي او افغان مسلمان ته د زندان د دروازو دننه خپل پښتون باوردي انصاور مشکوک ګوري !!
اى ناليدليه افغانه !! تا ته زه ډير زورور رښتونى ښکارم که د خداى د کور دغه لويې مينارې ؟؟ تا چې د زندان د پنځلسو ورځو سوالونه په ما کړيدي نو يو سوال فقط يوه پوښتنه د هغو لويو لويو دنګو غټو مينارو نه هم وکړه چې پکې ستا د وطن د جهاد او فساد سرونه لکه د غمو او شيشو لګيدلي دي ، يوه پوښتنه دهغوى نه هم وکړه ورته ووايه !! ته شهيد شوى زه غازي !! خو زما غازېتوب ته جومات ته مشکوک ولې دى هجرې ته هم ولې ؟؟
ګرانه مينواله !! ماته پته ده چې دغه جوماتونه دغه مينارې دغه استادان تا له ستا د سوال جواب نه درکوي زه به درته سپين سپين ووايم چې دلته خو وس هر څه مشکوک دي حتى چې شهادت هم ځکه چې د شهيد نښه به مشرانو ښځو دا ښودله چې پاک شهيد د غاړې جامې نه ورکوي خو وس شهيد هم بربنډ اونيم وجود پريک پرېک پورت وي !!
اى افغانه !! راځه د خپلې خاورې د لعلونو جوارګره بيللي د سرونو په دې لوبه هر چا يو لاليه ! تماشې له ځو که خپلې جناوې له حالاتو ته چې داسې ستړي ستړي ورپشا يو.
سلام
حيدرخيل صيب، موضوع مې خوښه شوه، خو که لږ لنډه وی خوند به يې يو په دوه شوی و. ځينې ځايونه داسې وو چې مخکې ويل شوي وو او بیا وېيلو ته يې اړتیا نه وه.
تشکر
درنو مشرانو ، تاند او لوستونکو ته سلامونه او نیکې هیلې
ډیره موده وروسته مې داسې یوه لیکنه ولوستله چې په لوستلو یې زړه ته درد او سترګو ته اوښکې راغلې . د دوه خوږ ژبو لیکوالانو په قلم د ګل په شان سور کابل او د بلبل په شان سندریز پیښور انځور د خپلو ټولو پرهرونو سره په کې کښل شوی دی . د یوې خوا که پښتونستان د پاکستان دننه دی د بلې خوا پښتانه په کابل کې پاکستاني بلل کیږي . خبره یوه ده او هغه دا چې پښتانه نه خپلواک لري او نه خپل ملک .او همدا ریښتیا دي .
د لراوبر ریښتینو او با احساسه پښتنو لیکوالانو د قلم د کارولو په هیله
په درنښت
ستاسو یوه خور ز هیله ب