Homeادبکاناډايي لیکوالې د نوبل ادبي جایزه وګټله

کاناډايي لیکوالې د نوبل ادبي جایزه وګټله

د ۲۰۱۳ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه کاناډايي کیسه لیکوالې الیس مونرو (Alice Munro) وګټله.

په سویډن کې د نوبل د جایزې د اکاډیمۍ منشي پیټر انګلنډ نن د دې پرېکړې د اعلانولو په مهال وویل چې اغلې مونرو د اوسمهالو لنډو کیسو استاده ده.

دا په نړۍ کې دیارلسمه او په کاناډا کې لومړنۍ لیکواله ده چې د نوبل ادبي جایزه ګټي.

په کاناډا کې تر دې مخکې هیڅ لیکوال د نوبل ادبي جایزه نه وه ګټلې. د نوبل له ادبي جایزې سره به مېرمن مونرو دوولس لکه ډالر هم ترلاسه کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې کله چې کاناډايي رسنیو د بریټش کولمبیا ایالت په ویکتوریا کې له الیس مونرو سره ټېلفوني تماس ونیوه دې وویل:«په دې پوهېدم چې بریالۍ یم خو هیڅکله مې فکر نه و کړی چې دا جایزه به ګټم.»

الیس مونرو د ۱۹۳۰ میلادي کال د جولای په لسمه د کاناډا په وینګهم (Wingham) کې زېږېدلې، لیکوالي یې د پېغلتوب له لومړیو څخه پیل کړې خو لومړنۍ لنډه کیسه یې په نولس کلنۍ کې (په ۱۹۵۰ کال) خپره شوې ده. دا هغه وخت و چې مونرو د اونتاریو په ویسترن پوهنتون کې د انګلیسي پوهنځي محصله وه.

د مونرو د لنډو کیسو لومړنۍ ټولګه (هیپي شېډز) نومېږي چې په ۱۹۶۸ میلادي کال چاپ شوې ده. د دې لومړنی ناول، چې د نجونو او ښځو ژوند (Lives of Girls and Women) نومېږي، په ۱۹۷۱ میلادي کال چاپ شو.  تراوسه پوري د دې د لنډو کیسو شاوخوا دوولس ټولګې چاپ شوي او د کاناډا تر ټولو مهمه ادبي جایزه (ګورنرجنرال) یې هم ګټلې ده.

«ډیرلایف»، «رن وې» او «ډانس اف دې هیپي شیډز» د دې د لنډو کیسو تر ټولو مشهورې ټولګې دي.

مونرو سربېره پر دې چې په پوهنتون کې ژورنالیزم او انګلیسي ژبه لوستې د کاناډا په سي بي سي راډیو کې یې کار کړی دی.

تېر کال د ادبیاتو د نوبل جایزه چینايي لیکوال مو یان ګټلې وه.

1 COMMENT

  1. I am very enjoyed for this weblog. Its an educational matter. It help me really a lot to remedy some difficulties. Its prospect are so amazing and functioning type so fast. I feel it might be support all of you.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...