دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوناستاد شپون: موږ نثر وايوو، نثر اورو خو ليكلى يې نشوو

استاد شپون: موږ نثر وايوو، نثر اورو خو ليكلى يې نشوو

(له استاد شپون سره د نذیر احمد نذیر مرکه)

نذير :استاده ! اوس خلك وايي چې پښتانه ځوانان بايد نثر ته مخه كړي او ليكوال شي نو څه بايد وكړي؟

شپون : داسې خبره ده چې مونږه نثر دنظم نه پخواشروع كړى وړكوتوب كې، مونږه نثر اورو. كور كې نثر وايوو. دغه چې ته وايې: ميلمه راغلى دى چاى ورته دم كړه. دغه په نثر وايې، نونثر داسې كوم نوى شى نه دى، شعر لادى ځكه چې قافيه بايد پيداكړي، وزن بايد پيداكړي، ترنم بايد پيداكړي، خوچې بيادرته ووايم دغه خبره وليكه ، دغه ليكلى نشې، حيران سړى پاتې شي چې خبرې كوې خو ليكلى يې نه شې، دابيا يوه خبره ده او زه چې بياوايم خلك دې نثر ته پام وكړي هغه بيا بله خبره ده هغه داده چې په نثر كې ډېرې خبرې ويل كېداى شي. وايي : ((چاويل چې په درياب كې ګوهر نشته )) چاويل چې نثربې خونده دى ،شعر خوندور دى. نثر په همغه خوند ليكلى شې لكه نظم چې ليكې اوډېرې خبرې په كې كولاى شې . پخوا يوستوى ژوند وو تقريباً دهقاني وه او دكلي ژوندو. دېخوا هغې خوا دومره نور شى نه و اوس ژوند ډېر نغښتى دى، ډېر مغلق دى او ډېر مركب شوى په تېره چې مونږ باندې دا دېرش كاله ناتاړ راغى د دغې راوېستل اوسپړل په نظم نه كېږي. په نظم دومره وايې چې زمونږ خلك يې مړه كړل ، توپونه اوراكټونه راغلل ، ظالم روس داسې وكړل. پلانكي روس داسې وكړل ، په نثركې بيا دهرې يوې معركې ، دهريوجنګ، دهر يو ميدان دجنګ صحنې ترسيمولاى شې. يوه صحنه بلې ته ورته نه ده . ته دلوګر يې، لوګر كې يې چې په كارېزونو كې هغه زهر وپاشل دا يوه خبره ده ، څټې كنډوكې چې دوه مجاهدينو يو كنډك عسكر تسليم كړل چې هغه قصه ماخپله تقريباً لېدلې ده ،دا بيخې بله صحنه ده . په كونړكې جومات ته روسان راغلي وو،په جومات كې دوئ په لمانځه باندې ولاړ وو هغه بله صحنه ده. په شعر كې چې ليكې همغه درد ،انګولا ده همغه زارۍ دي، همغه يتيمان دي ،هماغه كونډه ده، هماغه بورې ، مګر په نثركې دا هره يوه بېله بېله صحنه ده. دافغانستان ګوټ ،ګوټ د اتلانو ځاله ده او دا حق پرتالري چې گوټ ګوټ يې راوسپړې ، خان اباد ته روسان راغلل هغه صحنې ما يوڅه اخيستي، زه چندان ليكوال هم نه يم ، خو نوټ كړي مې دي .دغه په نثركې راتلاى شي په نظم كې نه شي راتلى .

نذير: استاده! داخو په دې باندې وغږېدو چې په نظم كې څه راتلى شي اوپه نثر كې څه راتلى شي ، هغې وختنۍ خبرې ته راځو. تاسو وويل چې غږېږو نثر دى ولې كله يې چې ليكو نه يې شو ليكلى ، نو څنګه يې وليكو ؟

شپون : الف ، ب _ دې زده ده ؟

نذير : هو زده مې ده .

شپون : دا ماسره اوس غږېږې ؟

نذير : هو !غږېږ م .

شپون : همدغسې يې وليكه ،همدغسې چې ماسره غږېږې ويې ليكه .لغتونه ډېر مه استعمالوه لكه ماسره چې غږېږې همدغومره لغتونه ، مثلاًٌ ما اوس ،توري ونه ويل لغتونه مې ووېل ، زه نه پوهېږم چې مشكلات په څه شي كې دي ولې هغه څه چې وايي ليكلى نه شي .

نذير :استاده ! تاسو همداسې كوئ ؟

شپون : زه !

نذير: هو تاسو.

شپون : خپل چل خو نه درښيم ! هو زه همدغسې كوم. زه چې دچا خبره را اخلم، فرض كړه يو بزګر دى دبل سره غږېږي، يوملادى دبل سره غږېږي. زه دملاپه خبروكې تصرف نه كوم ملاهغسې غږوم لكه څنګه چې ملابايد وغږېږي ، بزګر هماغسې ، ښځې هماغسې بايدوغږېږي.دلته كليشه جوړه شوې دښځوخبرې چې بياكيسو كې را اخلي يا داسې يوڅه شى يي (( روسان دې خداى ووهي، پلانكى دې داسې وكړې مونږ باندې يې داسې ظلمونه وكړل بچي …..)) چې دا وګورې دافغانستان له يوسره نه تربله سره همدغه خبرې دي . ټولې ښځې دانه وايي ، ته يې وايې دښځوله خوله يې وايې،ته يې مه وايه هغه ښځې يې چې وايي هماغه ووايه ، همغسې يې ووايه د دوئ دردونه ،غمونه ،اوښكې او اسرې هماغسې را وسپړه لكه دوئ يې چې سپړي نودغسې چل دى ، دا خو څه شكلونه نه لري.

نذير: استاده! زه همدې ته راځمه ، زه وايمه سهي شوه څه چې وايي هغه بايد وليكي نو څه وليكي ، راپوروليكي ، لنډه كيسه وليكي، ناول وليكي په داسې حال كې چې تاسو اوس په ډېرو غونډو كې وايي چې شعرته دومره پاملرنه مه كوئ ؟

شپون : هو زه وايم چې ژورنالېزم كوي هماغسې دې وليكي لكه چې پښتوده،د پښتود…، بيا مجبور يم چې عربي تورى استعمال كړم،د (نحو) مطابق بايدوليكي اوس مثلاً دا دې نه ليكي پلانكى شى صورت نيسي ،يا پښتانه دانه وايي چين څخه يې ليدنه وكړه،كنه ! هماغسې چې وايي هماغسې وليكه ځكه ته غواړې څوك يې چې لولي پرې پوه شي ،پوه شوې ؟ نو هماغسې وليكه چې خلك پرې پوه شي ، دا دې شو ژورنالېزم . هرنثربايد هماغسې وليكل شي لكه چې تاسو خبرې كوئ. پښتو نېكمرغه ده وينايې دليك سره دومره نه ده بېله شوې لكه (پاړسو) چې شوې . د((ميكند)) پرځاى حتماً هلته ((مينمايد)) ليكي. ((ميشود)) نشي ليكلى هغلته بايد ((ميګردد)) وليكي ، خو پښتو كې دا توپېر نشته ، نګه پښتو، سره پښتو ده . ښه پښتو هماغه پښتوده چې خلك يې وايي ، هماغه چې په نغري كې ويل كېده اوس خو به نغرى نه لرئ كه تاسو لږ مترقي شوي يئ ، داش او داخبرې به وي ، خو په هر صورت خبرې هماغه پاتې دي

.

نذير : ښه استاده د مثال په توګه دلته ( كابل ) افغان ادبي بهير ته، په كندهار كې روهي ادبي بهير يا نورو ولايتونو كې هغه غونډې چې جوړېږي شاعران ورته راځي په دې كې شاعران نور خپل كارونه كوي مثلاً ژورنالېزم كې نه دي، دغه خلك كوم نثر ته مخه كړي ، په هره غونډه كې ترې غوښتنه كېږي چې نثر ته مخه كړي ؟

شپون : هو دا دى زه دبهير غونډه يافرض كړه دكندهار غونډه وي يا دننګرهار غونډه وي دوئ ته چې وايم تاسو كيسو ته راوګرځئ، ناولونه وليكئ يعنې هغه نه زما مطلب دغه وي چې داشعرونه يو څو كسانو ته پرېږدئ ، دا مې پسرلى صيب شو دامې كاروان صيب شو دامې پلانكى صيب شو ، اوس دلته دې بهيركې هرسړى شاعردى.

جاردې شم پښتونه له پښتو سره

ګرځم لاس تړلى له وسلو سره

ملاتړلى له وسلو سره

دانوڅه شى شو ، ياماچې هلته وويل :

نريمه پښتون يمه بچى داحمدشاه يمه

دا نو څه شى دي _ لاپې ولې وهې سمه خبره كوه ، نو دغه ما چې شعر كې وليدل ،په شعر كې لږشى ويل كېداى شي هغه ټول دردونه، هغه ټوله دنيا دپښتونخوا چې ده دپښتنوچې ده داپه شعر كې نه شي راسپړل كېداى ،دا په نثر كې كېداى شي .

نذير: استاده! تا سو له كوم ځاى نه پيل كړه، تاسوڅه رقم پيل كړه ؟

شپون : كيسه دوه رقمه پيل كېږي يويې دهماغه سره نه پيل كړې چې ،نه وو نه وو يوباچا وو ناست په دوكانچاو، پرتوګ يې الاچا و ،داپخوانى سيستم د ى خو سيستم دى ،ماته كله كله خوند راكوي ، خو زه ځينې كيسې تقريباً نيمايي نه پيل كومه بيا بېرته راځمه سرته ،داسې نه چې اوس به داكيسه له سرنه شروع كړو ، داسې يې كړئ چې لوستونكى حس نه كړي چې تاكيسه غوڅه كړې ده ، دا يوڅه توضيح او تمرين هم غواړي. دمثال لپاره به زه تاسې ته شين ټاغى وښيم ، شين ټاغى داسې شروع كېږي چې په هغه كې په سالنګ كې يم مګر كيسه داسې شروع نه ده ،بيا به تاسې پوښتنه كوئ چې داسالنګ ته له كومه راغلې ، سالنګ كې دې څه بلا غوښته ،هغه اوس راځي په كې اوداسې مه راولئ چې لوستونكى درباندې مشكوك شي، بدګومانه شي او ووايي چې د دې كيسه خو په زړه پورې ځاى همدغه دسالنګ برخه وه، دى اوس ما دكيسې اول سرته بيايي.

نذير: نو استاده! دلته تاسو وويل چې كيسې بايد دمنځ نه شروع كړو .

شپون : يعنې كېداى شي چې شروع شي .

نذير: استاده! بله پوښتنه داده مخكې مو وويل چې څه وايو نو همدغه بايد وليكو ، آيا همدغه به ښه نثر وي اوكنه څنګه كولاى شوچې ښه نثر وليكو ؟

شپون : ښه، دې كې يوبله خبره پاتې. ماتل ويلي څه شى چې تاسو ليدلي نه وي هغه مه ليكئ زما كيسې چې وګورئ زياتره د افغانستان دشمال دي ،دبنګي غاړه ولولئ يا مثلاً دانورې ، يا دڅمڅې ياران هماغه ما ليدلي دي هماغه زما دنيا ده، له ځانه مې دا نه دي جوړې كړي. په حقيقت كې مو بايد تجربه كړې وي .زه اوس دكندهار كيسه نه شم ليكلى، هغه ليكوال څه نومېږي ؟ جهاني ،دقومندان په نامه ښې خبرې ليكلي خوماورته وويل دا دې ښې خبرې دي يوڅه معلومات لري تاريخ ته په درد خوري خوكيسه نه ده، ناول نه دى، په غوسه هم شو هغه دتجربې نه ليكلي زه يې هم دخپلې تجربې نه ليكم. كيسه فكركوم خيال پلو نه دى كيسه دروغ خبره هم نه ده ، هغه ورځې د استاد نوميالي زوم دلته راغلى و ، استادنوميالى خو وفات شو كنه ! زوم يې راغلى وو نو ده ماته يوه ورځ له مسكو نه ټېلفون كړى وو وېل يې استاده! زه دې ته حيران يم چې داليكوال څومره ډېر دروغ په څومره كم وخت كې ويلى شي .د ده په خيال دا كيسې چې دي دا دروغ دي دا اتلان يې هم په لاس جوړ شوي خلك دي ، هسې نه دي ،كيسې رښتيا دي خوهمدغسې چې پېښه شوې ،تاسو داسې فكروكړئ چې داسې پېښېداى شي كه نه شي، دغه پسې وګرځئ ،او د دې دابل اړخ دا دى چې ماته له هغه نه ټيلفون وشو ،هغه څه شى ورته وايي سارابياباني نوميږي ؟

نذير : هو د ناروې نه استاده .

شپون : ناروې نه ټيلفون وشو چې هغه ميرويس ځوى ته دې واده وكړ، چې تاويلي وو ، پېښور ته مې بوته او داسې او داسې ، ماوېلې خورې! نه ميرويس شته، نه واده شته او نه پېښور شته. هغه خو كيسه وه ماليكلې وه. هېڅ يې نه مني ،داسې فكر كوي دا رښتيا په دې تېر شوي ،لكه چا چې په پېښور كې يوه كيسه ليكلې وه چې ((زه څنګه كافرشوم))د يو چا كيسه وه خلكو نزدې سنګسار كړى و چې هغه ده په خپله خوله يې ويلي چې زه څنګه كافر شوم ،داسې هم نه ، ابل رقم هم نه چې بيخي دروغ وي .

نذير : يعنې واقعيت ته نزدې وي ؟

شپون : نه ! تر واقعيت ډېر واقعي وي ، واقعيت ته نزدې نه ، نه ،نه ،نه عين واقعيت وي چې داشى پېښېداى شي ، داسې لږ فوق العاده وي له دېنه .

نذير: څومره فوق العاده وي _ د مثال په توګه يوكس لس كسه وژلى شي .

شپون : نن ښار كې ومه ټكسي كې راتلمه ماوېل د تايمني اتم سرك _ماوېل لږ پياده روي هم لري لږ خامه سرك لري. وېل يې چقه سرك خامه ؟ ماوېل زه به څه رقم درته ووايم چې يولېشت دوه ولېشتې، يوجريب څومره ،نودا فوق العاده پوښتنې نه شي كېداى .

نذير:استاده! زه يمه،پرته له دې نه چې ژورنالستي كارونه كوم ،كومه موضوع را واخلم چې كيسه يې كړم ؟

شپون: ژورنالېزم نه ښيئ ؟

نذير: نه .

شپون : كومه موضوع مهمه ده كومه فوق العاده ده ، كومه داسې شوې ده چې خلك يې ولولي ياترې خبر شي، په زړه پورې به وي .

نذير: يعنې كه چيرې بل چاليكلې واى كومې يوې به خوند راكوه ؟

شپون : زه څه خبر يم چې تاته كومه يوه خوند دركوي ،مانه BBC كې هم پوښتنه وشوه چې په آخري تحليل ښه كيسه كومه ده ؟ ما ويل هماغه چې خوند دركړي ،بيا مې ،زما چون عادت دى يوه بله ناپړيته په كې وويشته ماوېل چې كيسه خوند درنه كړي هغه بيا مزه هم نه كوي .

نذير : ما ستاسود خبرې پورې وويل يعنې سړى بايد داسې فكر وكړي چې كه چېرې په دغه موضوعاتو كې استاد شپون كيسه راته ليكلې واى ماته به يې خوند راكړى و ،نو ته هم په هغه كيسه شروع كړه ، هغه وليكه ،يعنې هغه موضوعاتو كې همداسې يوه غوره كړه .

شپون: دكار خبره كه لرې ويې كړه او كه نه يې لري مه يې كوه ،كه دكار خبره لرې كيسه ترې جوړېداى شي جوړه يې كړه ، چې فكر كوې دغه زاويه چې ته ترې دې پېښې ته ګورې پخوا چانه ده ليدلې او چې لوستونكى يې ولولي نو ووايي چې وى ولله دغسې هم كېداى شي .دكيسې په منځ كې چې څوك لوستونكي ته و وايې چې ډوډۍ وخوره نو ووايي چې نه ورك يې كړه _ اې ښځې !دا ډوډۍ دې وي، پرېږده زه وګورمه چې نور څه پېښېږي ، دا دنور څه پېښيږي تلوسه بايد هغه سره وي ، او يوه بله خبره هم ده بيا چې كله دسالنګ نه تيرېږي او ژمى وي همدغه ستا شين ټاغى يې په ياد شي چې ولله دغه ګوره په هغه كيسه كې وو .بل دا چې كيسه بايد تا سره يوځاى مړه نه شي چې ته مړ شې نو كيسه دې يوڅه پاتې شي .

نذير:څنګه پاتې شي ؟

شپون: خلك يې ولولي كنه ! داسې نه وي چې دكومې ملاحظې لپاره دې ليكلې وي چې ودرېږه كرزى رانه خوشاله شي ، يا چې ته هم لاړ شې، كرزى هم لاړ شي ټول لاړ شي او بيا داكيسه څوك ونه لولي ، د جهاد زياتره كيسې همدغسې ليكل شوي چې يا دمولوي خالص يا دحضرت صيب يا دسياف او حكمتيار په مېړانه او يا هم د خپلې جبهې په مېړانه ليكل شوي نو دجهاد دختمېدو سره هغه اوس څوك نه لولي .

نذير: استاده! يوڅوك دى د مثال په توګه لحاظ صيب دى د ده ډېر زړه كېږ ي چې كيسه وليكي، خو وايي چې ليكوالان خو بيل خلك وي ،كه زه يې وليكم هېڅ شى به ونه ليكم .

شپون: صبروكه ،صبر وكه ،په مزار كې دشت ليلې په نامه پېښه شوې وه ،دشت لېلې نه زه هېڅ خبرنه يم دومره مې تلوسه ده چې ترې خبر شم ، ودې ليكي همدغه پښتانه چې له مزار نه راځي ولې يې نه ليكي؟

نذير: استاد ه! زړه نه شي كولاى، وايي چې كه دى يې وليكي هغه به بيخي كيسه نه وي هغه به كوم بل شى وي .شپون : له دې وېريږي ؟ كه له دېنه وېريږي چې څوك ورته بد ونه وايي ؟

نذير: وايي اول خو يې ليكلى نه شم بيايې كه وليكم دا خلك به څه وايي چې وى دا يې څه شى ليكلي؟

شپون : نه ،نه ورك يې كړه، ګډه وډه دې كړه ، خلك چې وايي دا يې څه شى ليكلي دابله خبره ده ، ته وايې چې ماته نه وايي ؟ دغه نن بهير كې چې تا داكيسه واورېده. دبرات دڅوارلسمۍ وه كه پنځلسمې ،كيسه يې دغسې ليكلې وه چې هلته يو جلۍ وه، لمبوله يې او دى ورته دشپې پاس چېرته پټ و سيل يې كوه ، نو وېل يې چې دا خو دپښتنوله نظره ښه نه ده .ماويل هو دپښتنوله نظره زما كتل ښه نه دي چې زه يې ولې ګورم ،نو دا خوماته ښه نه دي، ماته دې وايي. څوك چې وايي شپون ولله بد اخلاقه دى دا به وايي مګر كيسه خو پېښه شوې ده . دغسې پېښه شوې ده ، چانه ده ليكلې ما وليكله .

نذير: استاده! دا خوسهي شو يعنې دخلكو په كيسه كې دې نه وي ، ودې ليكي، خو كله چې يې وليكي نو خوند ورنه كړي آيا دا په همدې ځاى باندې څېري كړي كه نه يوځل دې خلكو ته وښيي ؟

شپون: كيسه موچې وليكله دا زما توصيه ده فرض كړه يوځاى كې ونښتې ،چې هلكه دا مې څه چټيات ويلي دي ، جوړ به نه شي، دا مه څېرې كوئ دا پرېږدئ چې دا تر هغې موره شي. مونږه وايوچې شيدې يې موره كړې. يوڅه وخت دوه ،درې مياشتې يې پرېږدئ بېرته پرې راوګرځئ هماغه وخت پرې فكر كړئ چې كوم ځاى يې بدل شي ،كوم ځاى يې داسې شي، كوم ځاى يې هسې شي .كيسه ليكل، ماتل ويلي چې زاره چاودون دى داتاسو خو كرارناست يئ، سندلۍته يې لولئ دتاسو په خيال په هغه كيسه ليكونكي هېڅ نه دي تيرشوي شعر يې جاري دى ، شعر يې جاري نه دى دا زاره چاودون دى، دا زړه چاودون دى ،دابې خوبي ده . زماكيسې بې خونده هم دي خو ماهم په ځينو كيسو شپږ ،اووه ،وارې خواري كړې ده. دكيسې اتل كه پرېږدې تا ځان سره بيايي ،چې ته يې ځان سره بوتلې بيا ورانى كوي ،او كه يې راټينګ كړي ګويا دده سبك دې خراب كړ بياڅه شى نه شي كولاى ،بيا به دتا خبره مني غلام به وي يومرىى به وي، دغه توازن برابرول بيا لږ زره هنر غواړي .

نذير: استاده يوبله پوښتنه مې ذهن ته راغله ،د دشت ليلې پېښه ده ،دا كټ مټ را واخلي كه نه ؟ شپون : نه كټ مټ كه دې راواخيسته خو ژوراناليزم شو .

نذير : چې كټ مټ يې نه راخلي څه شى ورته وركړي څنګه يې راواخلي،د مثال په توګه :واده دى،شاو اوناوې دي .موټر ټكر كوي شاو مړ شو دايوه داسې ټولنه ده دغه نجلۍ چې يوځل نكاح شوه بيا يې څوك نه كوي ، اوس دغلته څنګه وكړي ،داپېښه څنګه راوخلې ؟

شپون : بيا څنګه شوه داجلۍ يې ورور وكړله ؟

نذير: نه پاتې ده .

شپون : پاتې دې وي .

نذير: دلته ټكر كوي .

شپون : هو،خو ته يې ټكر راخلې، په نجلۍ دې زړه سوځي كه څنګه؟

نذير: هو په نجلۍ مې زړه سوځي .

شپون :زړه دې سوځې؟

نذير: هو .

شپون: زمايې څه چې ستا زړه سوځي ، دې جهاني ماته كيسه كړې وه چې يوسړى و اته ورېرونه يې لرل ورور يې مړشو، دى په زړه كې له ورور سره ډېر چپ و، بيا يې دورور زامن اخيستل يو يو يې په اوبو كې منډل چې ساه به يې وركړه بيا به يې راوښكه ، كشرى زوى يې په لين كې ولاړ وو ويلې كا كا زما نوبت كله دى ، ماته جهاني وېل واخله په دغه باندې كيسه وليكه ،ماوېل په دې كيسه نشي ليكل كېداى .وېلې ولې ؟ مالې داكيسه تياره ليكل شوې ،تياره داپېښه شوې ده زما په كې څه شى دي ؟ په دې كې څه شى زيات كړم .نوداپېښه چې شوې ده ، لا مهال به د دې ښځې سر نوشت دزړه سوي وي خو داورسره تعلق نه لري. مهمه دا ده چې ته په كې څه نقش لرې ؟ او نه ټكر تاكړى ،زه يې چې ليكمه نو ټكرهم زه پرې كومه .

نذير:يعنې دې كيسې ته خيال مخكې جوړوي ؟

شپون : هو داخو عكاسي يې تا وليدله دغه بيا ذهن كې ته را اړوې ترڅوچې د ذهن اوتخيل اوابتكار نه تېره نه شي كيسه نه ده .

نذير : يعنې دې ته به مخ او سټ جوړوې،څنګونه به ورجوړوې او دغه كيسه به ترينه اخلې .

شپون : او كنه وي دزړه سوي ده ،داكيسه چې وليكې بس هسې يوه پېښه شوه .

نذير: يعنې مانا داچې راپوريې وليكې؟

شپون: هو دا داسې شوه لكه راپور د زړه سوى دى خو دخوند نه دى .

نذير: يعنې هره پېښه چې ده د دغې څټ او مخ ته بايد ورته جوړ كړې؟

شپون : جوړ يې كړې !شاباس ته زمانه ښه پوهېږې هسې ماازمايې.

نذير: ښه استاده! كه له كيسې نه په اول كې تمه كېداى نه شي نو بيا دې وليكي، يعنې تاسو داسې فكر كوئ چې وروسته به ښه شي ؟

شپون : ولله ځيني ليكوالانو په هماغه اوله كې شهكار كيسې ليكلې دي .

نذير: دهغې هنرپه څه كې وي استاده ؟

شپون : كار،كار او يو څه تالې هم په كې شته ،پوه شوې؟

نذير: دغه كار ته راځمه استاده زمونږه داټوله مركه په همدې باندې ده ،كار په څه شي كار ؟

شپون: داكيسه داسې راواړوه ،هغسې يې راواړوه ،هسې يې كړه، داسې يې سړى مړ كړه بېرته يې ژوندى كړه، بدل يې كړه. خاصيت يې بدل كړه ،چرسي يې كړه ،بنګي يې كړه ،قاتل يې كړه دايې كړه هغه يې كړه .

نذير: څنګه ښه كېداى شي؟

شپون: آ!

نذير: څنګه ښه كېداى شي ؟

شپون: چې يو وخت كې ر اځې ، لږ پورته لږ پورته وايي لږ ښكته لږ ښكته وايي، دين دقه جاى ده چې اور پرې بل ده ،ورسېدې ! هغه دى ګويا تا كيسه سهي كړه،فوكس دې كړه مقصد مې فوكس دى .

نذير: هو استاده ، دا خود كيسو برخه شوله ، يوه بله برخه ده استاده! داځينې خلك وايي مقالې څنګه وليكو، په څه شي مقالې وليكو او څنګه مقالې وليكو ؟

شپون : دڅه شي مقالې؟

نذير: عامې مقالې .

شپون : عامې مقالې دڅه شي دهغه په باب د(( ښه كوئ بد مه كوئ)) په باب ،

نذير: نه استاده ، مثلاپه يوه كتاب باندې نقد؟

شپون: نقد چې كوئ كتاب ولولئ ،اول دا ووايه چې كتاب دغه شى وايي. تاسې يې سهي څو څو وارې ولولئ ،دكتاب مخ اوسټ دغه شى وايي بيا يې دغه شى ارزيابي كړئ .دغه چې وايي لكه :

نذير: ماته يې خوند را كړى، نه يې دى راكړى.

شپون :نه په نقد كې خوندنشته دى.

نذير: يعنې داخراب دى داښه دى.

شپون : نه ،هو.

خو دغه موضوع چې دى يې وايي لكه څنګه چې ده څېړلې ده دا همدسې ده كه نه ده ،مثلاً بل پلانكى سړى دغه خبره دغسې څېړي .

نذير :كه مقاله په دې باندې وي، مثلاً ((دامريكايي ځواكونو شتون په افغانستان كې څومره زيانونه لري)) ؟

شپون : دا بيا استدلالي انشاء كې راځي كنه!

نذير: هو .

شپون : د دې نو بيا ښه هم ګورئ بديې هم ګورئ، بيا وګورئ چې كوم يويې څه ګټه لري څه نقص لري تاثيرات يې څه دي وروسته بيا څه تاثيرات كوي مقصد دا دى چې اوس حاضره به مثلاً ګټه لري بيا ددې پته آخر كې چې امريكايان لاړل ددېنه څه رابوټيږي دغه ټول به يې څېړئ .

نذير : هو مثلاً يو څوك وايي چې اسماعيل خان له ايران نه مستعمل ماشينونه راوړل ،په دې باندې يې ډېرې پيسې وركړې دا پيسې يې كه د برق په بندونو باندې وركړې واى ډيره ګټه به يې كړې واى ،وايي زه په دې باندې مقاله ليكم ،داڅنګه وليكي ؟

شپون : و دې ليكي ،لاړ دې شي او داماشينونه دې وګوري بيا يې كه كولاى شو د دې ماشينو تاريخونه دې وګوري چې د ايران نه كله راوړل شوي دي داكله جوړ شوي دي، ولې ايران بېرته رنګ كړل خرڅ يې كړل اوپه څويې را نيولي دي بيا دې دنويو ماشينونوبيې وګوري .

نذير: بيا دې دبندونو مصرف وګوري .

شپون : هو دغه دې وګوري دا ټول موضوعات دي ، كه يواځې دماشين موضوع وي خو دغسې دې وګوري ،دګېډې نه دې نه ليكي يوشى بايد مستند وي. كه غواړئ چې خلك قانع كړي نو لاړ دې شي خلكو سره دې وغږېږي. ماشين كار دغسې ويلې د دې ماشين او پخواني ماشينونه تر منځ دغه فرق وو دغسې دې وليكي.دا خو ته پخپله ژورنالست يې .

نذير :استاده! كه بېرته پخوانيو خبرو ته راشو ، ځينې خلك په غونډوكې درنه خپه كېږي .وايي استاد هر وخت مونږ ته وايي شعر مه ليكئ شعر ډېرشو شعر پرېږدئ ،وايي زه همدا شعر ليكمه ، كه بله ورځ پسرلى صيب خداى ناخواسته مړشي، خداى ناخواسته كاروان صيب مړشي نو بيا به څنګه وي ؟

شپون : خبره داسې ده زه چې وايم شعر مه ليكئ ،زه پوهېږ م چې دوئ زماخبره نه مني د دوئ هر راتورېدلى دى، ضرور يې ليكي،كه دى يې ونه ليكي بل سړى يې ليكي، بل سړى يې ونه ليكي بل سړى…،

زه مګر دومره ورته وېلى شمه دغه چې تاسو ليكئ دانه پاتې كېږي دا همدغه بهير كې پاتې كېږي بس خلاص ،مثال كه بهتره يې وليكې، هغه كېداى شي پاتې شي چاپ به شي او كه تر هغې بهتره وليكئ بيا دكاروان صيب ځاى نيسئ .

نذير : استاده! وايي كه يو وار ټول ترې راوگرځو دغه داستاد خبره ومنو نو بيا؟

شپون: بهير دومره لويه غونډه نه ده .

نذير : نه استاده! كه دغه ستا خبره په ټول هېواد كې خپره شي ، ټول ستا خبره ومني بيا به ميدان تش پاتې نه شي!؟

شپون : زماخبره خو اول څوك نه مني زه يوخوار ملايم ،هغه بله خبره دا ده چې كه يې ومني نقص يې نه دى كړى .

نذير: يعنې نثرته دې مخه كړي؟

شپون: هونو،اوس كه دغلته يووركشاپ جوړشي نظر دې سيستم ته چې هر سړى دې يوه كيسه وليكي يايو نثر يا په بل شي كې مثلاً ژورنالېزم كې ،ودې ليكي په دغه باندې بايد سړى بحث وكړي.

نذير:سمه ده. استاده! مننه خيريوسئ ډېرتكليف مودركړ.

شپون : له تاسونه هم مننه

یادونه : دا مرکه په دوه زره اتم کال کې له شمال نه خپریدونکې پسرلي مجله کې خپره شوې

په مننې

5 COMMENTS

  1. شپون صیب غټه توره مو کړیده چې دا بې شمیره شاعران مو نثر لیکلو ته هڅولي دي.
    خو ستاسو مشوره او محدوده هم ډیره وړه ورته ټاکلې ده. یوازې مو خبره د کیسو او خبریالو کړیده.

    ورته ووایه چې ولاړ شئ د طبابت لپاره پښتو ژبه جوړه کړئ
    د انجینرۍ لپاره پښتو جوړه کړئ
    د اقتصاد او مدیریت لپاره ژبه پیدا کړئ
    د ساینس او کمپیوټر د لمړنیو زده کړو لپاره ژبه ولیکئ

    وطن په شعر او کیسه نه جوړیږي. ددې خاورې بچیان تر شعر او کیسو زیات کمپیوټر، طبابت او انجینرۍ ته اړتیا لري چې زده ېې کړي. او دا په مورنۍ ژبه کې ښه زده کیږي کچیرې تاسو له شعر او کیسې لیکلو ځان ورته را بیکاره کړئ

  2. ګران او محترم استاد شپون صاحب!
    په ژوند او قلم مو برکت شه
    داچی په پورته مطلب کی مو دڅوان نسل دروزنی لپاره دیو با احساسه او واقعی استاد په حیث لارښوونی کړی کورمو ودان. زه دلته غواړم دښاغلی نوروزخان به احساساتو ولیکم.
    دپخوازمانی یوه کیسه رایاده شوه ، موږبه چی دکله دمرحوم استاد امین سره پریوه موضوع بحث کاوه او بیا چی کله اړوندی موضوع ځخه بلی خوا ته راودانګیدو نوهک حیران به یی راته کتل او هیځ څواب به یی نه راکاوه، نو چی موو به ویل استاده ولی نو بیا له لږ څنډ وروسته به یی ویل:ای هلکه سم شه، دا ځه لګیا یی خبره چیرته وه او ته چیرته لاړی، زه فکر کوم دپوښتنی مطابق ډیر ښه څوابونه دی ، بریالیتوب مو غواړم

  3. . څه شى چې تاسو ليدلي نه وي هغه مه ليكئ … په حقيقت كې مو بايد تجربه كړې وي
    زه د شپون صیب د پورتنی خبری سره جوړ نه یم ځکه چې زیات داسی پاخه ناولونه شته چې لیکوال د داسی زمانی په هکله لیکی چې ورنیکه یې لا پیدا نه و – یا یې په هغه زمانی کې ژوند نه کوی، مثلا ټولسټوی « سوله او جګړه‌» ناول تر ده نه مخکې زمانی کې کیسی دی. یا د روسی ناولیست دستایوسکی ناول جرم او جزا د یوه قاتل حال تشریح کوی چې د قتل وروسته ورباندی څه تیریږی پر روان یې څه تاثیر کوی – داسی یې لیکی ته وا چې لیکوال قتل کړی او خپل حالت لیکی. فکر کوم سړی هغه څه لیکلای شی چې خپله یې نه دی تجربه کړی یا یې لیدلی نه دی خو په اړه یې ژوره کرکتنه او څیړنه کړی ده.

  4. شبون صاحب ته احترامات!
    محترمه الله دی رمه لویه لره
    محترمه! ددی اباره چی پشتو پشتو شی نو لومری یی باید به لیک کی اصلاحات راشی مثلا:
    لور= loor=lor= lawr= lwar
    يا
    توره= toorah= torah= tawrah=twarah
    اوداسی دیر نور
    په لیک دود کی اصلاحاتو ته ضرورت دی

  5. دا پورته مرکه خو می ټوله ونه لوستله، خو تبصری می ولوستلی .زه د شینواری صاحب سره سل په سلو کی
    همنظره یم پښتو ژبه باید طبابت، انجنری،، اقتصاد خلاص یی دا چی علمی ژبه شی او دا کار پدی سره کیږی چی په پښتو ژبه په مختلفو څانګو کی څیړنی وکړل شی، مقلی، کتابونه ولیکل شی او یا یی له نورو ژبو څخه پښتو ته ژباړه شی.
    دا ناولونه داستانونه او قصو باندی پښتو هيڅ کله نه غنی کیږی چی غلمآ غنی نه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب