جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د کابل پوهنخونې د دوو پېړيو د دوه پوړيزو زده‌کړو پروګرام

د کابل پوهنخونې د دوو پېړيو د دوه پوړيزو زده‌کړو پروګرام

عبدالحق سلامزوی

ستاسې تاريخي معلومات به خدازده په څو جلتونو کې پټ وي، ما چې څو ورځې مخکې د خپل يوه زاړه کميس چې اوس د برېټېش موزيم په ختيځه برخه کې بې‌نښانه پروت دی، جيب راوسپاړه، د آريايانو د ټاټوبي په اړه پکې داسې يو سند په ګوتو راغی، خو ما بيا سره راپتلېز کړ او د اوس زمانې له زاويې مې وليکه:

د افغانستان په نامه يو ملک د آسمانڅکو خبرو يوه حجره لري، په هغو پورې يوه پوهنخونه مربوطه ده، دومره مربوطه چې د آسمانڅکو خبرو د حجرې خان د همدې خونې له وره څخه حجرې ته ننوځي. خو دا پوهنخونه يوه کوټه نه ده بلکې لکه يوه مېنه يا يو کلی هومره ده. په دې خونه کې درې ډوله شاګردان دي، يو د کوچنۍ څلورپوړيزې دورې شاګردان، دويم د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې شاګردان او درېيم يې د لويې څلورپوړيزې دورې شاګردان.

تاسې ته ممکن د پوهنخونې کلمه ناآشنا وبرېښي او زړه مو وي چې د خبرو ګردانخونه يې وبولئ، مګر بيا هم زما همدا د پوهنخونه کلمه ورته خوښه ده. ځکه پوهه ورسره تړلې ده او سړی ورباندې لږ آسانه پوهېږي. چې خبره په خپله څوکه راوڅرخوو او د بام پر څنډه مو سترګې تورې نه‌شي، نو د دې پوهنخونې په اړه له نن څخه د شاوخوا يو زره او سل ورځو مخکې يو پيل شوی نکل مې درته موندلی. دا نکل د هغو شاګردانو په اړه دی چې همدومره ورځې مخکې يې د کابل په پوهنخونه کې د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې د خبرو د زده‌کړې لپاره وستاکارانو ته د شاګردۍ ګونډه ووهله. 

که مو حافظه مرسته درسره وکړي، لږ نقل به درکړم، د هغې دورې شاګردانو په مخکنۍ پېړۍ کې زده‌کړې پيل کړې وې او شاوخوا په درې‌سوه او پينځه‌شپېتو ورځو کې به يې په اوسني حساب يوازې د يوه سمېستر هومره د کارخبرو د زده‌کړې يو پړاو پوره کېده. په هغه پېړۍ کې د يوکم شل ګاډي په نامه وبا وه چې نورو ته به لېږدېده. خلکو به خولې او پوزې په ټوکرو کې پټول او په غېږه او لاس ستړي‌مه‌شي خو بېخي کفر و. د ملک لوی خان يې د لېږد د مخې چپولو لپاره د کارخبرو د زده‌کړې پر خونو کلک قلفونه واچول، چې که خدای مه کړه په ښار کې د پوهنخونو وستاکاران او شاګردان روان وي، نو اوږې به يې له وبا څخه په زرېدارو پوښونو کې د نغښتيو خوندي وګړيو سره ولګېږي او د هغوی د آزاد تګ راتګ سرعت کم به کړي؛ دا په دا چې د زرېدارو خلکو ګڼې‌ګوڼې د کابل ښار پر سراخيستی و.

تاسې ته خو پته لګېږي چې د حجرې يا کلا مشر خو کور په کور او کوټه په کوټه نه‌شي ګرځېدای چې د هر وګړي ځانته ځانته پوښتنه وکړي. په هغو بدو ورځو کې چې د کابل پوهنخونې مشرتابه هم د خپل هر يوه وستاکار او ناظر کور ته د پوښتنې لپاره ورتلای نه‌شو. په همدې خاطر يې د دوی پر صحت د ډاډمنتيا لپاره په مساله‌يي تڼيو ليکونه کښل. د هغو په ذريعه يې د حال احوال اخيستلو او د جوړناجوړ پوښتنې لپاره هره ورځ د دې خونې ټول وستاکاران او ناظران د پلار له کورونو په پوهنخونه کې حاضر غوښتل. دا يې نه‌شوه زغملای چې خدای مه کړه مشرتابه د هغوی له حاله ناخبر وي. نو يې د فعالې پوښتنې په دود، د پلار له کوره د ناراغليو وستاکارانو او ناظرانو په حاضريو کې د نه‌راتګ په اندېښنه او د بيړنۍ درملنې او غاړې خلاصون لپاره د لومړنيو مرستو يا صليبونو نښې خامخا کښلې.

بيا يو داسې وخت راغی چې د آسمانڅکو خبرو حجرې د شاګردانو د زده‌کړې لپاره د اېنټرنېټ، چې تاسې اوس له دې وسيلې ډېره عامه استفاده کوئ، د کارخبرو د زده‌کړو کار شروع کړ. دا نو په هغه وخت کې په دې ملک کې بېخي جالب کار و. که دغه اېنټرنېټي زده‌کړې لږ په ساده ژبه درته ووايم، نو د آسمانڅکو خبرو حجرې د لمسې په نوم د څپې لرونکو نلونو يوه شبکه جوړه کړه، چې په نلونو کې به يې وستاکارانو د درسونو په نامه کارخبرې په رنګينو کاغونو کې خپلو شاګردانو ته لېږلې او دا کارونه به په سترګو ليدل کېدای هم شول او هم به د کارخبرې تشرېح يوازې د غږ په بڼه خپلو شاګردانو ته پکې لېږل کېده.

خو د يوې نامعلومې سرچينې د نامعلومو معلوماتو پر بنسټ د دې پوهنخونې ځينو ظريفو څېړونکو موندلې وه چې «په دغو نلونو کې لېږدېدونکې کارخبرې خامخا د استاد له وجود سره لګېدلې او هم به په لاره کې د يوکم شل ګاډي ګرد ورباندې لوېدلی وي او په دې توګه شاګرد ته په وررسېدو سره هغه سمدواره په دې وبا ککړېږي.» دوی دا خبره له ولسه پټه وساتله.

نو د پوهنخونې مشرانو داسې سره جوړه کړه چې دغه حساب دې يوازې د کوچنۍ څلورپوړيزې ودانۍ لپاره وي او بس. مګر د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې شاګردان چې له دې محروميته خبر شول او خپل ورځ په ورځ لوړېدونکي عمر ته يې وکتل، ژړا ورغله او د ځانونو د بې‌ګټې کېدو له درده يې غټې غټې اوښکې پر غومبورو راورغړولې او دا يې ښکاره د ميرې ظلم وګاڼه.

په پوهنخونه کې د کاري ځواک په اړه شويو څېړنو ښودلې وه چې «د کوچنۍ څلورپوړيزې دورې فارغان پر کار پوه ځواک دی نو د داسې کس په وجود کې د تخنيکي مشکل پيدا کېدل بېخي له زغمه وتلې چاره ده. بلې خوا ته د کوچنۍ څلورپوړيزې دورې شاګردان هر څه له صفره زده کوي، لګښتونه ورباندې راځي چې بالآخره د مسلک څښتن شي؛ نو د دوی روغتيا او ناروغتيا او شتون او نشت يوه خبره ده؛ ځکه خو دا دوره بې‌ارزښته ده. خو د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې شاګردان بايد له هر آفته په امان پاتې شي چې ورباندې شوي لګښتونه بېځايه ولاړ نه‌شي.»

مشرتابه همدې خبرو ته په پام نه غوښتل چې خدای مه‌کړه ان د ټولنيزو رسنيو له لارې هم شاګردانو ته د يوکم شل ګاډی هارن وکړي، نو يې د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې د آنلاين کارخبرې زده‌کړې په اوسپنيزو ټکيو رد او په دوه‌منيو مارتولونو ووهلې. هم يې د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې د ارزښت په خاطر د زيات زړه‌سوي او اهمیت له امله تر دې شبکې داسې ځيرک اغزن سيم راچاپېر کړ چې ناليدوني روباټيک سوکان او لغتې يې وهلای شوې؛ نو که د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې شاګرد به ورنيژدې شو داسې ګوزار به يې پرې وکړ چې تر حضوري درس پورې به پر تخته پرېوت. چې له بده‌مرغه په دې لغتو او سوکانو د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې د کارخبرې ټول شوقي شاګردان ولګېدل. نو ښکاره خبره ده که پر چا داسې مرګونی ګوزار وشي، څومره به کمزوری وي. په همدې خاطر مشرتابه  دوی ته يو وار بيا د بې‌ساري زړه‌سوي له امله د تشديدي کارخبرې د زده کولو اجازه هم ورنه‌کړه. د تشديدي لغت په کارونه کې مې پام نه شوه؛ بايد په ساده ژبه مې ويلي وو چې د دوولسو اونيو درس په شپږو اونيو کې ويل.

د کابل د پوهنخزانې څېړنې دا ثابته کړه چې «تر شل دوه ويشت کلنۍ خو د انسان د بدن د خونديتوب سيستم ښه په غوره کې وي او د پينځه ويشت دېرش کلنۍ په غاښ انسانانو دغه سيستم کمزوری څه چې بېخي شل و شوټ وي.» او ته ګوره چې د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې د شاګردانو عمر په همدې کټګورۍ کې دی؛ نو چې د دوی د خونديتوب د نظام دا حال وي، د حافظې او د درس د جذب د قوې خو يې مور مړه ده.

په پوهنخونه کې چې دا آوازه خپره شوه، ځينو مهربانو وستاکارانو هم د دې شاګردانو د وير کمونې په خاطر ويلي وو چې د کابل په دې پوهنخزانه کې خو لويې لويې کوټې دي، په هره کوټه کې د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې شاګردان کم دي نو دوی که له يوبله لس لس لوېشتې لرې هم کېني، ځايېدای شي، چې په خوندي فضا کې کارخبرې زده کړي خو که دا شاګردان د اېنټرنېټ له نېکمرغۍ بې‌برخې کېږي هم، خير دی. داسې معلومېږي چې دا به هغه وستاکاران وو چې د دغې پوهنخزانې معتبرې څېړنې يې نه وې لوستې، يا يې  سرسري لوستې وې، سر يې ورباندې خلاص نه و يا يې د روغتيا د نړيوال سازمان هغه له علمه چپې څېړنې کتلې وې.

۲۱۶ ساعتونه مخکې چې د کارخبرو د زده‌کولو نوی سمستر پيل شو، د روژې مياشت وه، د پوهنخونې نابو څېړنو ښودلې وه چې «خلک هره ورځ شاوخوا نهه سوه او شپېته دقيقې وږي تږي ګرځي، نوه وي. نو په دې سخت حال کې د شاګردانو په ستونيو کې د کارخبرو  د بند پاتېدو او د روژې د سولېدو امکان شته؛ او همدا راز چې روژه ختمه شي، اختر شي، خوراکي رژيم  بدل شي، شاګردانو ته د هضم د ستونزې د ورپېښېدو او د اوږدې ناروغۍ امکان هم شته؛ نو د دوی د رواني صحت لپاره هم پکار ده شاګردان تر اختر وروسته لږ تر لږه دوې درې اونۍ يا لږ زيات چکر ووهي، حال يې بدل شي او درس ته يې ذهن په ټوله معنا آماده شي.»

په همدې خاطر د کابل پوهنخزانې په خپله ساينسي غونډېډا کې قضا ماسپښين لوړه کړې وه چې د شاګردانو آزار به هېڅکله وانخلي، او يو ځل بيا يې د دغې دورې شاګردان د پلار کره ولېږل. ويې پتېيله چې د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې د نوي کانکور د ازموينو تر اخيستلو، د هغوی د پايلو د معلومېدلو او د کابل په پوهنخونه کې د نوم تر رسمولو او بيا په دې ونو او چمنونو کې تر بلدېدلو پورې دې برحال شاګردان کرار کېني. ځکه دا خو انصاف نه دی چې د نويو شاګردانو د نشت په خاطر د دې شاګردانو زړونه په ستومانوونکې فضا کې تنګ شي. دا يې هم ورپسې ويشتلې وه چې د کابل پوهنخونه دومره ناځوانه نه ده چې د خپلو ځنډنو يارانو د خوښۍ مېنه سړه پرېږدي، بلکې له نويو ملګريو سره بايد آشنا شي، هغوی ته خپل خاطرات ووايي او پام يې بدل کړي دغسې به په يوه تيږه دوې ښيښې ماتې کړي، هم به زاړه او نوي ياران وبله معرفي او هم به نويو شاګردانو ته رواني ډاډ او درملنه شي او د رواني وېرې له خطره به بچ شي.

نو که تاسې د دومره ښېګڼو سربېره بيا هم د منځنۍ دوه‌پوړيزې دورې د کارخبرې لپاره د کابل پوهنخونه نه انتخابوئ، په يقين سره چې تاسې د ناخبرۍ او ناګارۍ د طلېسم ښکار شوي يئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب