یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد کابل د چاودنې د وژل شویو شمېر لږترلږه ۵۰ تنه دی

د کابل د چاودنې د وژل شویو شمېر لږترلږه ۵۰ تنه دی

تاند(جمعه، د ثور ۹مه) د کابل دارلامان ته نژدې په علاالدین مېنه کې د «خلیفه صاحب» په نوم په جومات او د صوفیه طریقې په خانقاه کې د نن ورځې د چاودنې د تلفاتو شمېر لږترلږه ۵۰ تنه ښودل کېږي خو ځینې راپورونه یې تر دې خورا ډېر ښيي.

چاودنه هغه مهال وشوه چې سلګونه کسان د خلیفه صاحب په جومات کې راټول شوي وو.

د بېلابېلو روغتوني سرچینو د راپورونو له مخې، د ټپیانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي خو پر خبریالانو د سختو قیوداتو له کبله د ټپیانو او وژل شویو کسانو کره شمېر له دې سره سره چې د پېښې ساعتونه وځي، معلوم نه دی.

لا هم د وژل شویو کسانو رسمي شمېر ۱۰ کسه ښودل کېږي خو د «خلیفه صاحب» جومات مسوولان وايي چې په جومات کې دننه لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي دي. دوی وايي چې پر دې سربېره ممکن ګڼ ټپیان په روغتون یا لاره کې وژل شوي وي.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سلاکار سید فضل اغا په قول ویلي چې ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

سید فضل اغا، چې وراره یې په دې پېښه کې وژل شوی، رویټرز ته ویلي چې د ده په باور دا برید انتحاري و او ځانمرګی په مراسمو کې حاضر و.

ده زیاته کړه:«هرې خوا ته تور لوګي وو، هر لور ته مړي پراته وو. زه په خپله روغ پاتې شوم، خو عزیزان مې ووژل شول.»

د طالبانو یوه ویندوی خالد ځدراڼ، چې د وژل شویو کسانو شمېر یې ۱۰ تنه ښودلی و، مازدیګر ۴ بجې یې په ټویټر کې ولیکل چې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

په یوه روغتون کې ډاکترانو خبریالانو ته وویل چې د ۳۰ تنو مړي وروړل شوي دي.

خو مړي او ټپیانو یوه روغتون ته نه بلکې څو روغتونونو ته وړل شوي دي.

که څه هم تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو باور کېږي چې دا حمله به هم داعش سختدریځې ډلې کړې وي چې له شیعه ګانو او سُني صوفیانو سره نظریاتي اختلاف لري.

تر دې مخکې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې هم پر صوفیانو په حمله کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی او ویلي چې دا ډول ظالمانه وژنې له اسلام او هیواد سره هیڅ تړاو نه لري.

خو د طالبانو یو شمېر منتقدانو ویلي چې دا ډول بریدونه په خپله طالبانو دود کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب