دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمجاهد: جومات کې چاودنه اسلام کې نشته، ننګیال: نو ولې مو کول؟

مجاهد: جومات کې چاودنه اسلام کې نشته، ننګیال: نو ولې مو کول؟

تاند:( جمعه، د ثور نهمه) ‏‏‏‏د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد د کابل په شپږمه حوزه کې په یوه جومات او د صوفیه طریقې په خانقاه کې د نن مازيګر چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

نوموړي په يوه ټويټ کې ويلي:« په دې روژه کې دا ډول ظالمانه وژنې د هغو کړیو کار ده چې له اسلام او هېواد سره هیڅ تړاو نلري.»

مجاهد زياتوي:« ډیر ژر به د دغو جنایاتو عاملان پیدا او مجازات کړل شي، ان شاءالله»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري نظام د مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله هم ياده چاودنه غندلې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، چې د دارلامان سیمې په سه راهی علاوالدین کې د دې چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰ نورو ټپيان دي.

ځينو خلکو بيا په دې پېښه کې د سلګونو تنو د مرګ ژوبلې ادعا کړې او طالب وياندويان یې په دروغ ويلو تورن کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو پخواني رئيس نجیب ننګيال بيا د نننۍ او نورو داسې پېښو په اړه طالبانو ته داسې غبرګون ښودلی: « ‏په جوماتونو او ولسي ګڼې ګوڼې ساحو کې د بریدونو پیل طالب کړی. دا طالب و چې مولوي سمیع الله ریحان یې جومات کې شهید کړو، مسئولیت یې ومانه. عبدالله لغمانی یې جومات کې شهید کړ. جشن یې جوړ کړی و. والي ارسلاجمال یې جومات کې شهید کړ، پړه یې واخیسته. ‏د بلخ په شاهین قول اردو کې یې په جومات کې دوه سوه سرتېري شهیدان کړل، په مسجد یې د مسجد ضرار نوم کېښود. وېل به یې دا د منافقانو مسجدونه دي. نړول یې روا دي. نن داعش کټ مټ بریدونه کوي. کټ مټ دلیل وایي. طالب څه ځواب لري؟ وېل دا چا؟ وېل خپله. نو ژاړې ولې؟»

له تېرې يوې مياشتې راهيسې د افغانستان په مختلفو سيمو کې پر جوماتونو، چې تر ډېره د اهل تشيع اړوند دي، ګڼې ورته چاودنې شوي دي.

د ډېرو دغو چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

داعش ډلې څه موده مخکې د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اهل طریقت پیرانو پر یوه جومات چاودنه کې هم درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته د اهل تشيع اړوند پر یوه جومات لومړنی ځانمرګی برید په کندهار ولایت کې وشو.

په دې پېښه کې تر ډېره پښتانه اهل تشيع مړه او ټپيان شول، خو وروسته د اهل تشيع پر نورو ځايونو بریدونو ته د هزاره قوم ځینو فعالانو قومي رنګ ورکړ او د داعش ډلې مذهبي تشدد ته یې د هزاره ګانو د نسل وژنې نوم ورکړ.

د دې نومونې ځينې منتقدان وايي، چې د تروریستي بریدونو قربانیانو ته قومي رنګ ورکول به ترهګري پیاوړې کړي.

1 COMMENT

  1. په جوماتونو بریدونه پخوا هم د طالب کار وو او نن هم دا کار د سوټانی شبکه په مخ وړي. په افغانستان کی داعش وجود نلري بلکه همدا سپږنو پخوا هم کول او اوس یی هم کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب