یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه سالنګ کې د بریښنا د پایو الوزولو ۱۰ ولايتونه بې...

په سالنګ کې د بریښنا د پایو الوزولو ۱۰ ولايتونه بې برقه کړل

تاند:(شنبه، د ثور لسمه) ‏د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکي وايي، چې د پروان ولایت اړوند د سویلي سالنګ په تاغمه سیمه کې د وارداتي برېښنا دوې پایې په ماینونو نړولي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې امله د کابل او ۱۰ ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

بریښنا شرکت وایي، چې تخنیکي ټيمونه يې هڅه کوي څو د تجهیزاتو لېږد زمېنې په برابریدو سره د پایو رغولو لپاره پلان ترتیب او کار پيل کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د يادو پايو الوزول غندلي او په دې مبارکه روژه کې يې د خلکو پر وړاندې ظلم ګڼلی دی.

د يادې پېښې مسووليت چا يا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو عام باور دا دی چې د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې به يې عامل وي.

ځينو خلکو طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې که د تېر جمهوري نظام پر مهال يې داسې پېښې نه وای رامنځته کړي، نن به هم د دا ډول پېښو شاهدان نه وو.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب