یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاتمر: د خلکو په امنيت ساتلو کې د ط ناکامي خواشينونکې ده

اتمر: د خلکو په امنيت ساتلو کې د ط ناکامي خواشينونکې ده

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د طالبانو رژيم د افغانانو په امنيت ساتلو کې ناکام ګڼلی او وروستۍ تروريستي پېښې يې غندلي دي.

حنيف اتمر په يوه اعلاميه کې د کابل پر يوې خانقاه پرونۍ چاودنه او پکې د لسګونه تنو مرګ ژوبله غندلې ده.

د هغه په وينا، بې رحمه ترهګرو د روژې مبارکه میاشت په افغانستان کې ډېره خونړۍ کړه.

د اتمر په خبره، د خلکو په امنيت ساتلو کې د طالبانو په ناکامۍ افغانان او نړيوال ټول خواشيني دي.

حنیف اتمر څو ورځې مخکې په یوه بله ورته اعلاميه کې ويلي وو:« ‏نړیواله ټولنه باید د افغانانو د ساتنې لپاره ټول اړین بشري او سیاسي اقدامات وکړي او د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي تر څو هیواد په اتحاد او اتفاق کي خپل امنیت او بقا وساتي.»

طالبانو د نوموړي او نورو پخوانيو چارواکو او سياسي څېرو نيوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته په يوه منسوب اختریز پیغام کې پرون ادعا شوې وه، چې افغانستان يې امن کړی او تر هر وخت ښه امنيت يی حاکم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د هېواد له مختلفو سيمو څخه د چاودنو، وژنو او نورو پېښو خبرونه په زياتيدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب