جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهغچ اخيستونکي بریدونه او نورې پېښې، ۳ تنه وژل شوي او ۱۵...

غچ اخيستونکي بریدونه او نورې پېښې، ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ط – لبانو نيولي

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏د افغانستان له مختلفو پېښو څخه تاند ته رسیدلي راپورونه وايي، چې په غچ اخيستونکو او نورو پېښو کې پرون ناوخته پورې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ پورې نور چې اکثره د جمهوري نظام د امنيتي برخو اړوند وو، طالبانو نیولي دي.

يوه پېښه، چې ډېره رسنیزه شوې، د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د تاج محمد ملکزي په نوم د عامه نظم سرتېرو د يوه پخواني قومندان وژل کیدل دي.

نوموړی اوړمه ورځ ماښام په خپل کلي کې ناڅرګندو وسله والو وژلی، چې ځايي خلکو یې پړه پر طالبانو اچولې ده.

په کندوز کې بيا د طالبانو د يوه چيک پاينټ د ساتونکو په ډزو د‌ يوه ماشوم د وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

ویل شوي، چې ياد شوی ماشوم پر يوه موټر سايکل چلوونکي د طالب امنيتي سرتېرو په ډزو لګېدلی او‌ وژل شوی دی.

د غور په مرکز فېروزکوه کې بيا یو کس ناڅرګندو کسانو په تومانچې ويشتی او وژل شوی دی.

د طالبانو چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د غور ولايت کې د طالبانو کور په کور تالاشۍ هم دوام لري، چې پکې د طالبانو خلاف د مخکينيو ولسي پاڅونوالو د ۵ تنو او يوه ملکي وګړي د نیول کیدو خبر ورکړل شوی دی.

ويل شوي، چې ډېری دا کسان د طالبانو د یوه مړ شوي مشهور مخالف قوماندان ابراهيم ملک زاده اړوند خلک دي.

په سمنګان کې ځايي سرچینې بیا روايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې له لسو زیات ولسي پاڅونوال نیولي دي.

د سرچینو په خبره، تېرو درېیو ورځو کې له ۱۰۰ زیات پخواني ولسي پاڅونوال د طالبانو د استخباراتو څخه د وېرې له کبله بېځایه شوي دي.

دا ټولې پېښې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته په يوه منسوب اختریز پیغام کې پرون په هېواد کې د بشپړ امنيت او عمومي بښنې د فرمان د عملي کیدو ادعا شوې او بهر ته تللي افغانان هم په ډاډه زړه هېواد ته را ستنيدو ته بلل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب