دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروژه کې يوازې ۸ پېښو نيږدې ۷ سوو افغانانو ته مرګ ژوبله...

روژه کې يوازې ۸ پېښو نيږدې ۷ سوو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏په افغانستان کې د روژې میاشتې له پیله تر ۲۸ مې پورې د ترسره شويو څو چاودنو او بریدونو شمېرې ښيي، چې يوازې د ۸ پېښو له کبله شاوخوا ۸ سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغو ارقامو په اساس د کابل په عبدالرحيم شهید لېسه کې د روانې مياشتې پېښې ۱۰ تنه وژلي او ۶۰ نور يې ټپيان کړي.

دغه راز په بلخ کې پر یوه جومات چاودنه کې ۴۷ تنه وژل شوي او ۷۸ تنه نور ټپيان دي.

په کندوز کې هم روانه مياشت پر یوه جومات چاودنه شوې، چې ۶۰ تنه پکې وژل شوي او ۵۰ ټپيان دي.

د بلخ ولايت په يوه بله چاودنه کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي.

د کابل په خليفه صاحب جومات کې چاودنې تر ۲ سوه پورې کسان وژلي او ټپيان کړي دي.

د کابل په شهزاده سرای کې هم روانه مياشت چاودنه شوې وه، چې ۲ تنه پکې وژل شوي او ۸۲ ټپيان شوي وو.

د کابل په پل خشتي جومات کې د چاودنې پر مهال هم ۲۴ تنه ټپيان شوي وو.

د دې ترڅنګ په هرات کې يوې چاودنې ۶ تنه وژلي او ۲۵ تنه ټپيان کړي وو.

د طالبانو د وياندويانو له لوري د یادو پېښو د مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي ارقام له دغو ارقامو څخه ډېر کم دي.

د‌ طالبانو له لوري اعلانيدونکي ارقام ډېر ځله د خلکو له لوري نقد شوي او طالب وياندويان د مرګ ژوبلې د ارقامو په لږ ښودلو تورن شوي.

د يادونې وړ ده، چې پورتني ارقام يوازې د څو رسنيز شویو پېښو اړوند دي.

ويل کيږي، چې طالبانو خبریالانو او رسنیو ته د ډېرو نورو پېښو، په خاص ډول د دوی خلاف د مقاومت ډلو د بریدونو د رسنیز کیدو اجازه نه ورکوي.

دا ټولې پېښې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ته په يوه منسوب اختریز پیغام کې پرون په هېواد کې د بشپړ امنيت او عمومي بښنې د فرمان د عملي کیدو ادعا شوې او بهر ته تللي افغانان هم په ډاډه زړه هېواد ته را ستنيدو ته بلل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب