Homeخبرونهمتقي مريم المسند ته، افغانستان ته راشئ، کونډې او یتیمان مو له...

متقي مريم المسند ته، افغانستان ته راشئ، کونډې او یتیمان مو له نژدې وګورئ

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزيرانو مولوي امير خان متقي او ملا خیرالله خیرخواه د قطر هيواد د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ وزيرې مريم المسند او مل هيئت سره لیدلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، ‏په کتنه کې المسند وويل چې د دې د وزارت د کار ساحه د يتيمانو، ښځو او معلولينو لپاره د کورني ژوند، کار، اقتصاد او تعليم برخو کې خدمات وړاندې کول او د خيريه بنسټونو د چارو تنظيمول دي.

د نوموړې په وينا چمتو دي چې د افغانستان بيوزلو سره بشردوستانه مرستې وکړي.

‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د دوی د کار ساحه او مسووليت ډير دروند وباله او بلنه يې ورکړه چې افغانستان ته راشي، د ميرمنو، يتيمانو او معلولينو حالات له نيژدې وویني او په دې برخه کې د قطر خيريه بنسټونو له لارې ماشومانو، ميرمنو او نورو اړینو برخو کې خدمات وړاندې کړي.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، ‏په پای کې پریکړه وشوه چې افغانستان ته د قطر هيواد هيئت راشي ترڅو وکولاي شي أفغانستان کې د خپل خيريه بنسټونو دفاتر خلاصولو او له بيوزلو سره د مرستو پيلولو ته لاره اواره شي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په افغانستان کې نيږدې ۲۸ ميليونه خلک د طالبانو له واکمنیدو سره سخت فقر ځپلي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

طالبانو مخکې په دې اړه راپورونه له مبالغو ډک ګڼل، خو خپله یې تر اوسه د فقر فیصدي نه ده په ډاګه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...