Homeخبرونهازبکستان: ط ته د افغانستان الوتکې نه ورکوو، صالح: مننه، چې نه...

ازبکستان: ط ته د افغانستان الوتکې نه ورکوو، صالح: مننه، چې نه يې ورکوئ

تاند:( شنبه، د ثور لسمه) ‏‏‏ ازبکستان حکومت وايي، چې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته له افغانستان څخه دغه هېواد ته وړل شوې لسګونه الوتکې او چورلکې طالبانو ته نه ورکوي.

 د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرگاشف په دې اړه ویلي، چې ياد شوي پوځي تجهيزات د امریکا اړوند دي او دوی د هغه هېواد په خوښه خپل ملکيت ګرځولي دي.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح له ازبکستان څخه د دې پریکړې له کبله مننه کړې او ويلي، چې که دا تجهيزات طالبانو ته ورکړل شي، د افغانانو په خلاف به يې وکاروي.

د‌ جمهوري نظام له سقوط سره د افغانستان ګڼو پيلوټانو لسګونه الوتکې او چورلکې ازبکستان ته وليږدولې.

دغه الوتکې او چورلکې تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان پرزول شوي جمهوري نظام سره مرسته شوې وې.

طالبانو پر کابل له واکمنیدو وروسته، څو ځلې له ازبکستان څخه د يادو الوتکو او چورلکو د ور سپارلو غوښتنه وکړه، خو ازبکستان رد کړه.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد يو ځل ازبکستان ته له دې کبله خبرداری هم ورکړ او ويې ويل، چې ازبکستاني چارواکي نه بايد د طالبانو حوصله وازمايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...