شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهترکمن پلاوی د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا پر صادرولو...

ترکمن پلاوی د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا پر صادرولو خبرې کوي

تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ترکمنستان یو پلاوی د کابل د برښنا ستونزو د حل کولو لپاره افغانستان ته راغلی دی.

د افغانستان برښنا شرکت له خبرپاڼې سره سم، دوی د ترکمنستان د برښنا شرکت (ترکمن انرګو) د مشرتابه له پلاوي سره د برښنا د انکشافي پروژو په اړه خبرې پیل  کړي او دا خبرې به، چې پرون پیل شوې، سبا او بل سبا هم دوام وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، کابل ته د ترکمنستان راغلی پلاوی به په دې درې ورځنیو خبرو کې د ټاپ پروژې او د نورالجهاد د برښنا د انتقال مرکز، افغانستان ته په راتلونکي کال کې د ترکمنستان د صادراتي برېښنا د اندازې، د راتلونکي کال د برېښنا د تعرفې، د شبرغان او دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال او همداراز ترکمنستان ته د پیسو د ورکولو په اړه خبرې وکړي.

ټاپ (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان) هغه لویه پروژه ده چې پر اساس یې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان برېښنا لېږدول کېږي.

د شویو موافقو له مخې، افغانستان د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کوي او کابو ۱۰۰میلیون ډالره د ترانزیت حق لاس ته راوړي.

افغانستان شاوخوا ۱۶۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. خو اوس د موجودې برېښنا په سلو کې ۷۰ له ازبکستانه، ترکمنستان، تاجکستان او ایرانه واردوي او ۳۰ سلنه نوره په خپله تولیدوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب